افغانستان کې په درې لسیزو جنګ جګړو کی بهرنیو استخباراتي شبکو او په خاصه توګه د پاکستان د استخباراتو مرکزي ادارې I.S.I د یوه مهم غړي په توګه مرکزی کردار لوبولی دی او لا هم دوام لری.

 په پاکستان کی د القاعدې مشر اسامه بن لادن پیدا کیدل او د پولې  له پورې غاړې د ترهګرو افغانستان ته راوښتل د دې معنی ورکوي چې اوس یې هم زړه یخ شوی ندی خو خبر نه وم چې زموږ د لوړو څوکیو لپاره د اشخاصو ټاکل هم د دوی په خوښه دي.

 ولس داسې فکر درلود چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر به له ځان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کی ډیرې لاسته راوړنې ولري، خو کرزي هیواد ته له رارسېدو سره سم په ورکړ شوي دستور عمل پیل کړ او د امنیت له پلوه د دوو مهمو پوستونو مشران یې له دندو ګوښه او پر ځای یی ورمعرفي شوي اشخاص وټاکل.

 دا دوه مهم پوستونه د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست و چې پخواني مشران یې مجتبی پتنګ او اسد الله خالد وو چې د خپلې دندې په وخت کی یی زموږ بیچاره ولس ته  زیاتې لاسته راوړنې درلودې، خو د ولسمشر کرزي، یوه ورځ په پاکستان کی اضافه پاتی کیدل د دې لامل شو چې د دوی په خواریو خاوری واړوي.

 دې پوستونو ته نوي معرفي شوي اشخاص محمد عمر داودزی او بل نبیل چی د ولسمشر په کابینه کې یی شفافې کړنې کمې تر سترګو کیږی. د مسلکیتوب له پلوه هم ښاغلی داودزی نه خو په نظامی چارو کی زده کړې لري او نه هم کومه نظامی کاري تجربه خو بیا یې هم یوې مسلکي دندې ته معرفي کړی دی.

 دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر په داسی بی مفهومه کارو لاس پوری کړی هر ځل چې یې پاکستان ته سفر کړی او یا هم پاکستاني چارواکي افغانستان ته راغلي، د ښاغلي کرزي په کابینه کی یو څه بدلون راغلی دی.

خو دا بدلون یې په داسی حساسو شیبو کی راوست چې افغانستان په سیاسی لحاظ یوه نوی دور ته د داخلیدو په حال کی دی، ولسمشر غواړي چی دغه حالات د خپلې کورنۍ او پاکستان په ګټه وڅرخوي، چې د ولسی خلکو لپاره به  ډیرې منفي پایلې ولري، ځکه ای ایس ای به اوس په افغانستان کې په بل ډول د خپلو ریښو ځغلولو چانس پیدا کړي.

3 thoughts on “کرزی د ای ایس ای په لومو کې/ سلیمان خپلواک”
  1. allah dy nor afghanan da dasy khayn godajy aw dasy khayn rahbaran ,qatileen,gangsalaran aw da dasy raes gamhor na chi mamila gar dy aw da dasy talibano na chi na shr meegee chi isi war sara sa wakral nor nigat war karee

  2. هرهغه کسان د فردیو فه زور حا کم دی او خفل اولس فه فردیو طیارو بمباروی جاسوس او غلام دی تول نظام اوداسیاسیون دفردیو فه چوفرکی دی

ځواب ورکول sami ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *