تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: پخواني ولسمشر د اشرف غني او عبدالله د جلا جلا سوګندونو په غبرګون ویلي د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانانو پر وړاندې د امریکا د تحقیر امیزه او تفرقې اچوونکو سیاستونو پایله ده.
د حامد کرزي لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې که امریکا په رښتیا سره د بحران حل غوښتلای نو د تحلیف له مراسمو وړاندې یې باید په رغوونکو اقداماتو د سیاسي بې ثباتۍ مخه نېولې وای.
کرزي همدا راز ټینګار کړی چې د سولې او ټاکنو د پروسو په نه شفافیت یې بیا بیا نیوکه کړې او د سولې اړوند یې وروستیو ټولړ مجلسونو کې له امریکایي چارواکو سره د ټاکنو په تړاو ژوره اندیښنه شریکه کړیده: (( ما ټینګار کړی دی چې د ټاکنو پایله او د سولې خبرې باید د ملي یووالي د ټینګښت د هیواد د پیاوړتیا او همدا راز د مشروع او خپلواک ملي حکومت رامینځته کیدو لامل شي.))
کرزي غږ.کړی چې اوسنیو حالاتو کې اړتیا ده چې د افغانستان خلک په پوره هوښیارۍ راپورته شي او د بهرنيو ماموریتونو د ناکامولو لپاره ګډ کار وکړي تر څو افغانستان وژغورل شي.
له ځان نه یې د تروو مچ جوړ کړی او په هره کاسه بڼېږي.
فکر کوم دا دومره جنجالونه ، د ناکامو کاندیدانو پورته ، پورته اچول او دوه مخی سیاست د حامدکرزي ده ، نه د امریکا .
هر انتخابات یو بریالی یا ګټونکی لري ، ټول دې بریالي کاندید ته مبارکي ورکړي او که زړه یې د ملي وحدت اوپر ګران افغانستان سوځي د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني پر شاوخوا د راټول شي او داوطلبانه او اوږه پر اوږه دې کار ورسره وکړي . څو د حامد کرزي سکه ورونه یعنې طالبان کرام هم اسلامي او افغاني حقانیت درک کړي.
Engineer Mohammad Khan said, Karzai encouraged Abdullah to declare parallel government against Mr Ghani. Karzai has not been happy with the US since Vice president Joe Biden stopped giving him checks for cash dollars, It has been said that Mr Bush was sending him blank checks and Karzai was depositing those checks in his private accounts abroad in Dubai or India without telling any body. Also cash Euros from Qasem Suleiman (Iran).