د انسان پیژندل ښايي یو له تر ټولو سختو کارونو څخه وي. کله کله سړي ته د لستوڼي مار خپل تر ټولو نږدې خواخوږی ښکاري او کله کله بیا خپل ورور سړي ته د بلا په څیر ښکاري.
مونږ هم د کرزي په پیژندلو کې پوره ۱۳ کاله تیروتنه وکړه، کله چې کرزي په شمالي ټلواله د رحمتونو بارانونه را ورول نو مونږ دا د هغه کمزوري او د شمالي ټلوالې بدمعاشي ګڼله، مونږ دومره ساده ګان وو چې هغه شمالي ټلواله مو، چې د یو څو طالبانو له ډاره یې د پنجشیر په غارونو کې پښې لړزیدې د کرزي په څیر د ځواکمن ولسمشر د چارو په وړاندې یو خنډ بللو، کرزي ته ځکه ځواکمن ولسمشر وایم چې ټول لویدیځ یې تر شا ولاړ وو.
خو اوس ورو ورو دا خبره جوتیږي چې کرزي په شمالي ټلواله د رحمتونو بارانونه پرته له کوم فشاره را ورولي وو، له وزارتونو نیولي د اردو تر لوړو منصبونو پورې او له ماموریته نیولي د اتلانو او مارشالانو تر لقبونو پورې ټول د ټلوالې په ټټر و ټومبل شول، ټلواله نه وه سمه د ملک کاکا ناوې وه چې یو لاس یې د سرو وو او بل لاس یې د سپینو.
کرزي ټلواله دومره حمایه کړه چې اوس په رڼا ورځ د ولسمشرۍ خوبونه ویني، خوبونه به ولې نه ویني چې د پنجشیر له غارونو څخه د اروپا تر حمامونو او ډیسکوګانو پورې ټولې لارې ورته کرزي لالا جارو کړې وې.
د اشرف غني په وړاندې تر ټولو لوی خنډ د زلمي رسول په بڼه د کرزي له خوا درول شوی دی. که ټاکنې دویم پړاو ته ځي او که کومه بله ستونزه را منځته کیږی نو علت به یې کرزی وي، کرزي په لوی لاس د پښتنو رايې سره وویشلې چې دا کار به یې د یوه تاریخي خیانت په تور ثبتیږي. که د زلمي رسول د رایو نیمايي سلنه هم د اشرف غني له رایو سره یو ځای کړو نو سلنه یې (د لس سلنه اعلان شویو نتایجو له مخې) د عبدالله عبدالله د رایو له سلنې څخه لوړیږي.
نه له کرزي څخه ګیله کوم او نه هم له شمالي ټلوالې څخه، ګیله من له خپله ځانه یم چې د لستوڼي د مار په پیژندلو کې مې پوره ۱۳ کاله وخت ضایع کړ. خیر، اوس هم د پټي سر دی، باید ډیر فکر وکړو. هغه څوک چې په عمل کې راته زیان رسوي باید په تشو خبرو پسې یې لاړ نه شو.
درویش درانی څه ښه وايي:
په ما باندې ملګري کړی وار دی مخامخ
پرون وو په لستوڼي کې نن مار دی مخامخ
زمونږ توریالي بوخت دي په داسې یوه جنګ
چې چا ته سکه ورور او چا ته پلار دی مخامخ
خوست افغانستان
كرانه وروره وايم د نشي منخ د ويشتلاي،هسي هم وايي جه د افغانستان به تول تاريخ كي د خرزي غوندي منافق شرير. وطن بلورنكي. فريب كار بل ندي تير شوي اونه به تير شي. ولي به دير تاءسف جه شته بشتانه ورونه اوخويندي جه ده لعين منافق ته د خلل بلار لقب وركوي. او د افغانستان له زره سواندو باجاهانو سخه يي بولي.نبو هيزم ترسه وخته به دا لوبي دوامًولري.بس الله ج د رجم وكري
KARZAI IS BIG ANTI PASHTOON,
PASHTOONS WAKEUP DONT BELIVE KARZAI
De karzi ratlonki ba ham ka khoday kawal de najib pa ser wy. Najib de karmal spai wo aw karzai de panjsheryano. Der Khayen saray day.
کرزی هم د سندرغاړي (ناشناس) سکنی ورور دی چې پخپلې مرکې کې یې ویل چې شصت فیصد آهنګهایم به زبان فارسی است. د کرزي هم شپېته سلنه خدمت شمالي ټلوالې او پاتې څلوېښت سلنه نور یې د خپلې کورنۍ په ګډون پښتنو او نورو قومونو ته وکړ. خدای دی دی مردار او پښتانه ورڅخه خلاص کړي
کرزی نو څه قدرت لری کله چی په بن کی د افغانستان به اړه غونډه وه نو لمړی یی دوی خوښمن کړل چی قدرت غواړی که چوکی نو دوی قدرت خوښ کړ او کرزی یی هسی دنمایش لپاره په چوکی کښیناوه که کرزی قدرت درلود نو دا دیارلس کاله به یی پښتنو ته کار کړی و حتی خپل کندهار ته یی هم کومه چی مناسبه وه کار ونکړ تاسی لاړشی مزار وګوری اوس هم قدرت د دوی په لاس کی دی دا د انتخاباتو ناخپلواک کمیسیون هم د دوی تر اغیزی لاندی کار کوی ته وګوره داسی ویل کیږی چی به هغو ولایاتو کی چی اشرف غنی زیاتی رایی وړی کمه فیصدی یی داشرف غنی به ګټه او زایاته فیصدی یی دنرس عبدالله په ګټه اعلان کړی او بله خوا دکرزی فشارونه په غنی چی ایتلافی حکومت ته غاړه کیږدی او له دویم پړاوو انتخاباتو څخه تیر شی ماشاالله غنی بابا بیاهم د ملت رایی ته ولاړ دی او مونږ به هم له خپلی رایی څخه دفاع کوو او داسی تپل شوی حکومت به ونه منو
والله وروره زه بیا له تاڅخه یو څه ښه یم ما چې کله د کرزي لومړي پنځه کلنه دوره ولیده چې رحمتونه په پنجشیریانو وروي نو هماغه وخت مې ترې لاس واخیست او په دوهمو انتخاباتو کې مې اشرف غني ته رایه ورکړه مګر ته اوس پوه شوې افسوس په دې دی چې مونږ او تاسې چې کله حلال شو بیا پوهیږو خو اوبه له ورخه تیرې وي اوس هم داسې پښتانه شته چې ستا نه هم ډیر اوده دي ته خو ښه یې اوس پوه شوی یاستۍ اما هغوي اوس هم اوده دي