تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود وژلو وخت نامناسب وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د ده مرګ به په سیمه کې د سولې لپاره هلې ځلې له خپل مسیره کږې نه کړي.

ولسمشر کرزي پرون د امریکا د کانګریس یوه پلاوي ته په ارګ کې وویل چې پر حکیم الله مسود حمله د وخت له نظره په نامناسب زمان کې وشوه خو هیله لري چې په نتیجه کې یې د سولې بهیر زیانمن نه شي.

کرزي ویلي چې د سولې لپاره هلې ځلې په بتدايي پړاو کې وې ځکه ممکن ډېره اغېزمنې نه شي.

د طالبانو مشر حکیم الله مسود د جمعې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د پاکستان حکومت هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا حمله په پاکستان کې د سولې پر بهیر برید و.

پاکستان وايي چې د حکیم الله مسود د وژل کېدو په ورځ د ملایانو یو پلاوی شمالي وزیرستان ته روان و چې له حکیم الله مسود سره خبرې وکړي او نوموړی د پاکستان له حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

کرزي په دې کتنه کې امریکايي کانګریس مینانو ته همداراز وویل چې امنیتي تړون به هغه مهال لاسلیک شي چې د افغانستان خلک ډاډ ترلاسه کړي چې د هیواد امنیت او ملي حاکمیت یې د امریکا له لوري ساتل کېږي.

کرزي امریکايي استازو ته وویل چې په لندن کې یې د پاکستان له صدراعظم سره خبرې مثبتې وې.

د کانګریس پلاوی پرون په یوه ناعلان شوي سفر کابل ته راورسېد. له دغه پلاوي سره د کرزي د کتنې ویدیو وګورئ:

2 thoughts on “کرزی د وخت له نظره پر حکیم الله مسود حمله نامناسبه وبلله”
  1. ګرانه مشره دادومره وخت امریکا یا نو مسود نه واژنه نن چه حساس پړاو دمزاکری او سولی شروع کیده خمله وشوه مطلب حه وه؟ ټول سره پوهیږو چه من دری چارکه ده اوس باور کوی او کنه؟

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته!
    کرزي ويلي، چې اوس يې مناسب وخت نه وو، چې ومو وژلو، مګر وژل يې ضرور ول، ځکه په ۲۰۰۱ ميلادي کال چې تر ۲۴۰۰۰ افغان ځوانان په کلايي زيني، کلايې جنګي، کانتېنرونو او د ليلا په دښته کې ووژل شوول، نو هغه مهال د بشر وژنه هم د هغه مهال اړين ولاو مناسب کار وو، ځکه د امريکا د يرغل لپاره يې لاره هواروله، خو نن بل دغه بدمرغی ووژل شو!
    مرګ يې ځکه نا مناسب وخت کې وو، چې په ژوند دوی خپله سياسي ګټه ترې پورته کوله! له بده مرغه اور د پښتنو په سيمه بل دی، چې هم يې يو پلو ته وژني او هم يې بل پلو ته رټي، خو د دغه ناورين طراحان که امريکايان دي، خو ممثلين يې بيا افغانان دي او جمبوريان يې بيا کونلوڅي پنجابيان دي او مداريان یې بيا آي اېس آی دی! نو اوس ورته ټينګ شی، چې له ښکيه مو په ګوليو ولي او له پاسه مو په توغندويو توغي! دې ته وايې د وحشت او دهشت له وينو ډکه لوبه، چې نه سر لري، نه بر لري او نه هم پای!
    پښتنو ته صرف يوه لاره پاتې ده، چې مشران يې په لر او بر کې خلک ملي قيام ته چمتو کړي! خپلواکي نه وېشل کېږي، مګر ګټل کېږي او په وينو مينځل کېږي! ځکه امريکايان هم له شنو ډالرو سره هم خپله ناولې وينه تويوي او هم د افغان ولس د مبارزينو او ملکي خلکو سره وينه وينه بهوي، چې د هر غاټول پاڼې ترې رنګ اخلي، خو سربېر پر دې چې د د يو شمېر بې ننګو تور داغونه په ټټر کې ساتي!
    معه سلاموکم الاهلول مجاهدين و الاخوتالمسلمين
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *