د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کوټې د بولان طبي پوهنتون د نجونو محصلینو په بس کې خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.
د رسنیو د راپورونو پر اساس د شنبې په ورځ د بولاند میډیکل پوهنتون د محصلینو په بس کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودلو له امله یوولس نجونې محصلانې او استادانې ووژل شوې او شاوخوا ۲۰ نورې ټپي شوې.
حامد کرزي دغه تروریستي عمل په ډېرو شدیدو الفاظو وغانده، ویې ویل چې د انسانیت او اسلامیت خلاف دا ډول اعمال چې په افغانستان او پاکستان کې تر سره کیږي د دواړو هېوادونو خلک تیارو او بدبختیو ته ورټیل وهي.
ولسمشر وویل دا چاودنې د هغو کسانو لخوا کیږي چې د انسانیت دښمنانو ته خدمت کوي او سیمه د یوه ناورین خواته بیایي.
ده زیاته کړه، د افغانستان خلک د پاکستان له خلکو سره په دې درد کې ځان شریک بولي، ځکه په افغانستان کې هم هره ورځ ښځې، نارینه، نجونې او هلکان د تروریزم قرباني کیږي او د تعلیم او تحصیل مخه یې نیول کیږي.
د افغانستان د ولسمشر د دفتر له لوري په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي چې د افغانستان حکومت یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د دې مصیبت د ټولو ابعادو په درک کولو سره په پوره اخلاص او صداقت له افغانستان سره په ګډه له تروریزم سره مقابله وکړي.
ماشاالله تاند د نوي ډیزاین سره ډیر ښکلی ښکاري. زما عادت ګرځيدلی چې د تاند ویب پاڼه هرورځ وګورم خو دا دوه درې ورځې هیڅ نوی خبر په ویب پاڼه کې نه ترسترګو کیده
دیو خنډ او ځنډ نه وروسته تاند یو ځل بیا خپلی تاندی څانګی غوړولی دی هغه هم په نوی بڼی سره په لیدو ییی ډیر خوشاله شوم مننه
ما شاالله ډېر مې خوښ شو د تاند نوي ډېزاین. زه تاند نږدې هره ورځ ګورم.
lal ta di hpel gham khora dbel ghama khawa somra cha dar sar gham sherike kerai che os yee ta khalkosara kawe