ولسمشر کرزی

تاند – له ارګه یو شمیر سرچینو تاند ته وویل، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ په ډاګه وویل، چې، طالبانو مشرانو ده ته ویلي دي چې په هیواد کې له روانو شخړو دوی بې خبره دي او پکې لاس نه لري.

په جمهوري ریاست کې ځینو کسانو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، زیاته کړه چې ولسمشر کرزي د جمعې په ورځ د علماو د شورا له غړیو سره په ارګ کې د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د طالبانو چارواکو ده ته ویلي دي چې له دغو خبرو چې وایي، طالبانو خلک ووژل او چاودنې یې وکړې دوی بې خبره دي.

افغان ولسمشر بیا وویل، که خبره داسې وي، ولې طالبان خپل غږ نه اوچتوي چې دا کار دوی نه دی کړی.

ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې خپل غږ پورته کړي او ځانونه له دغه حالته ازاد کړئ.

حامد کرزي بیا وویل، د طالبانو بې واکي په قطر کې هم څرګنده شوه چې بهرنیو د دوی پورته کړی بیرغ راښکته کړ.

ولسمشر کرزي بیا وویل، د دې سربیره به هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ حامد کرزي د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ شي او په دې سفر کې د سولې د عالي شورا یو هیات هم د ده ملګرتیا وکړي. افغان چارواکي به  د دې سفر په ترڅ کې اسلام اباد وهڅوي چې طالبان د سولې خبرو ته تشویق کړي.

2 thoughts on “کرزی: طالبان وایي موږ له چاودنو خبر نه یوو”
  1. دا خو عجیبه خبره ده چی وای مونږترینه نه یو خبر
    دوی هم لکه چی دپاکستان په شان پالسی شروع کړه
    چی کار وکړی اوبیاورباندی منکروی خدای دی دوی ټول پوه
    کړی چی دپردی ترشاه اصلی حقیقت څه دی

  2. داخبره هیځ امکان نلری چی دوی کړی ده
    خدایه .ج د هغه ځوک چی نه غواړی افغانستان کی امن راشی هدایت ورپه نصیب کړی

ځواب ورکول SARWAR ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *