تاند- د مارشال محمد قسم فهیم له مړینې وروسته د پخوانۍ نظار شورا د فشارونو او پر ولسمشر حامد کرزي د دې ډلې د اغېر په نتیجه کې ټاکل شوې ده چې د دفاع اوسنی وزیر ژر تر ژره د ولسمشر لومړی مرستیال ونومول شي.

نا تایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه د جنرال دوستم د ملاتړ د پای ته رسولو لپاره نوموړي ته د دفاع وزارت وړاندیز کړی و خو دوستم دا وړاندیز په کلکه رد کړی دی.

د دې اوازو په اړه نه جنرال دوستم او نه هم دولتي چارواکورسماً څه ویلي دي.

په همدې حال کې ویل شوي دي چې ولسمشر کرزی غواړي چې همایون فوزي دفاع وزیر او مجید روزي لوی درستیز وټاکي.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې ولسمشر کرزی به ژر ولسي جرګې ته د دفاع اوسنی وزیر بسم الله محمدي د قسیم فیهم پر ځای د خپل لومړي مرستیال او همایون فوزي د دفاع وزیر په توګه معرفي کړي.

د ولسمشر کرزي ویندویانو او نورو دولتي سرچینو تراوسه پوري دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي مسایلو په اړه اوازې خپرېږي او ډېر ځلي مخکې تر دې چې د یوې پرېکړې خبر ارګ اعلان کړي د ارګ د پرېکړې اوازې په هیواد کې خپرې شوي وي.

16 thoughts on “کرزی غوا��ي بسم الله محمدي د فهیم پر ځای لومړی مرستیال ونوموي”
  1. زه نور څه اعتراض نه لرم،خو داوایم چې همایون فوزي د تڼي له کودتا وروسته له ګارد څخه اتمي پلي فرقی ته د مرستیال په توګه را واستول شو، زه هلته وم. ډیر متعصبه برچمی دی، یوه ورځ په کوه صافي کې مجاهدینو څو تنه عسکر ووژل، مهمات ورته پر وخت ونه رسیدل .په نتیجه کې له هلمنده راغلیو ملیشو شاته تګ وکړ، کله چې همایون خبر شو لاندي قرارګاه ته یېې را وغوشتل او هلته یې لمړی خلع سلاح کړل.بیایې دهغوی په وحلو شروع وکړه د هلمندیانو خوارانو یې نه مخ ته کتل ، نه سرته په وینو یې ولړل بیا یې په پلو ازبکو او تاجکو باډیګاردانو لاسونه وروتړل او دهغوی دوحلو امر یې ورته وکړ،
    ډیري بدي کنځاوی يې ورته وکړي، یوه له هغو حخه داوه: «پشتون بې ناموس ریاست جمهوری کده میتاني از جنګ فرارر میکنی) او
    بیا وروسته له دوستم سره یوخای شو

  2. توبه توبه د کز رزي خر زي د نامردې

    بسم لله مخمدی خو د انسا ن نوم نه دی
    او فوزی خو د نرښځی نوم د ی
    او مجید روزی هم د نر ښځی نوم دی
    دا خر زی چی پلار یی هم د ایران جاسوس وو
    د د نستو ڼی د ما را نو په کو نه کې څه لید لي
    د ه که د ا بی نا موسه انتخاب کړی وې نو
    د ا کرزی یا خرزی خو په انسانانو کې هڅ نه حسا بیږی
    خو د د ه مور څو ک د ه د ا خر ز ی څو ک د ی

    د ا کا کو کو م غیر شعو ري کا کو د ی

    مننه که د ا کم ضرفه انتخاب …..
    د ا کرزی یا خرزی خو په انسانانو

  3. په کابل کې دا اوازه هم خپره ده چې کرزی اوس له عبدالله سره په رابطه کې دی چې ملاتړ یې وکړي. کرزی له رسول څخه مایوسه شوی ښکاری خو څر نګه چې د کابل بانک او نورو درغلیو په خاطر د محاکمې وېره ورسره ده نو هر رنګه کې کېږي کوښښ کوي چې یو ځل بیا غله قدرت ته ورسوي چې دی ډاډه شي. خدای دې په افغانستان باندې رحم وکړي.

  4. آفسوس دکرزی په دی بی غیرته پریکړه چی دیو مخکښ پښتون نومانداوراتلونکی بریالی ولسمشر دپرزولو په خاطر یی جنرال دوستم ته د ملی دفاع چوکی وړاندیزکوی نوددی څخه داسی نتیجه اخلو چی دکرزی په پرتله مونژته جنرال عبدالرشید دوستم ښه دی چی دکرزی وړاندیزیی رد کړ او پرځای یی د ډاکټرصاحب ملاوروتړله او په ډیر نژدی راتلونکی کی به انشالله مونزڅپل هدف ته ورسیږو.
    دډاکټرصاحب اشرف غنی د بریا په هیله

  5. موږ افغانان فه دی فوه شو چی کرزی ډیر فشتون فلورنکی قوم فلورونکی او ددو۲ فنچشیرانو تر اغیز لاندی یو ډاریدونکی جمهور ریس ده ۰ فه افغانستان کی دومره فشتانه مسلمان نشته فه افغانستان کی دومره غیرت نشته چی دفهیم عدت نه ده فوره فورا بیا بل فنجشیری مټی رافورته کړی چی دفاع وزارت کی ښه غلاوی ده او معاوینت کی ښه غلاوی ده بل افغان حق نلری فنجشیریان او کرزیان دی وخوری دملت غوشی دقنداریانو حقوق دفشتنو حقوق دفکتیا حقوق او فه ننګرهار او مشرقی کی خوکرزی بیخی نر نه وینی۰۰۰

  6. د ما په نظر کرزی یو دیر ناکام او وطن فروش شخص دی او هیڅ کار یی دی سړیتوب ندی کړی زه دیر افسوس کوی به داسی بیغیرته جمهور ریس په لرلو

  7. کرزی هیڅ واک او اختیار نه لری ټول واک اوس هم همدغه جنګ سالاران، پاټکیان، خونخورو، ظالمانو او د ولس په وینو سره لاسونو ولاوو د شمال ټلوالی سره دی بیا چی کله ځای یی راشی وایی چی حکومت له پشتنو سره دی، حکومت څه کوی ټول واک له تاسو سره دی، کرزی اوس هم د ملی یووالی چیغی وهی پداسی حال کی چی دا خبره خپله دا ثابتوی چی چوکی ویشل شوی او میراثی دی، آیا ضرور دی چی لمړی مرستیال باید د شمال خونخورو څخه وی؟ دی هیواد کله هم لیاقت، استعداد او پوهه په نظر کی نه دی نیول شوی، الله پاک دی د کرزی حکومت ژر تر ژره ختم کړی او مونږ دی نور له دغه خونخورو څخه خلاص کړی

  8. په افغا نستان کی عوامو ته هیڅ حق ند ی ورکړل تر څو پخپل خوښه یو کار وکړی هسی په نوم جمهوریت دی اوبس اوبه د پاس نه خړی دی هغوی چی څه وغواړی هماغه کوی پاک ناپاکه او ناپاکه پاک کوی شی ورڅ تر بلی مو امید د لاسه ورکو الله دی په مونږ خپل رحم وکړی

  9. د دفاع د وزير پتوگه د دوستم تعينول فقط د كرزي هدف د داكتر صاحب اشرف غني د تيم ضعيفه كول دي ، خو كه دا كار هم وكي پروا يي نشته زكه اوس اشرف غني د خلكو په قلبونو كي زاي لري او رايه وركوي.

  10. زه محترم کرزی صاحب ته داوایم! چی تر کومه وخته د افغانستان د خلکو پر سر لوبی کوی آیا دا یو شاهی او میراثی نظام دی چی د پوی ولسوالی خلک چی اوس یی په زور ولایت کړی دا چوکی په ټیکه نیولی دی، قحط الرجال راغلی او که څنګه؟ که چیری تاسو محترم داسی تصمیم نیولی وی نو لامل یی دادی. اول غواړی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی احمد زی انتخابات ونګټی، د پښتنو لاس له وزارت دفاع لنډ شی، او ستا د کاندید وڼده درنده شی او نظام بیا ستا او ددی لوی خیټو په لاس کښی ولویږی. ډیر ښه او سوچه مسلمان ارکان حربان لرو ولی هغوی وزارت دفاع ته نه ټاکی، په اصل کښی دغه ډله د ټول تاجک قوم نماینده ګان ندی. پریږدی که مو جهاد د خدای لپاره کړی وی مه یی یادوی او کنه بس ده نور مو په دی سپیڅلی نامه ډیر تجارت وکړ او هم مو د خلکو کورونه وران کړ اصلی او په خدای مین مجاهدین یا پناه شول او یا هم لیونی. نور نو ددی بیځایه قهرمانانو په صفت ستړی شوو. داد سرای شهزاده فاتحان دی نه ددی ملک ساتونکی صرف چی چا ډیره ونډه ورکړه په هماغه پسی منډی وهی اوس خو خارجی کمکونه هم کمیږی ددی خوار اولس څرمن به پری وباسی.

  11. اوس نو دا خو يوه حتمي خبره ده چی سقوان به په مونږ حکومت کوي
    يو خو دا کلينر فهيم و چې بيا وروسته مارشال شو ، اوس چې خدای پر مونږ ورحميدۀ نو اوس بيا بل پنجشيری دی. خدای دې زمونږ خير راپيښ کړي

  12. وروڼو تاسو ډیری احسا ساتی خبری مه کوی کیدایشی کرزی داسی فری کړه ونکړی چی ټول دی فنجشیریان فه داسی کدرو راشی چی مړه کیږی نو داسی به نه وی چی ځامن یا ورونه یی فه هغه چوکی کار وکړی که داسی وی زما فلار هم یوه وقت کی وزیر وه باید زه هم وزیر شم

  13. فه دغه امتحانی دوره کی که کوم فارسیبا طالب معاوین وتاکی ددولت او ملت لفاره شه ده ځکه کرزی فشتون ده معاین به یی فارسیبا شه او که متوکل وتاکی دیره شه ده

  14. د ځمکې په کره ډېر وروسته پاتې ملکونه او يو اندازه په فساد تورن مشران شته خو دا سې نمونه چې نـن سبا افغانستان دئ پکې نه ليدل کيږي ، زمونږ د خلکو دا لویه آرزو ده چې په ژوند دا د مافيا کړۍ خواره او ذليله وویني

ځواب ورکول ملا سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *