تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وړاندیز کړی چې د حمل د میاشتې انتخابات دې د هوا د خرابولي په خاطر وځنډول شي خو امریکا او د کرزي منتقدان وايي چې افغان ولسمشر غواړي چې په دې ډول د خپل واک موده اوږده کړي.

کرزی وايي چې په حمل کې لا په یو شمېر سیمو کې واورې نه وي ویلي شوي او خلک ممکن د رای ورکولو مرکزونو ته ونه شي رسېدلی خو ځینې نور بیا وايي چې دا هغه وخت دی چې ډېری طالبان لا له پاکستانه افغانستان ته نه وي راغلي او امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه  وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې کرزی د درېم ځل لپاره ځان نه شي کاندیدولی او تراوسه پوري یې په زغرده نه دي ویلي چې د ولسمشرۍ په یوولسو کاندیدانو کې د چا ملاتړ کوي.

په عین حال کې کرزي ویلي چې له امریکا سره امنیتي موافقه دې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شي. نو که انتخابات وځنډول شي امنیتي موافقه به نوره هم وځنډېږي او دا په داسي حال کې ده چې امریکا وايي چې دا موافقه دې د روان میلادي کال تر پایه (۳۰ ورځو کې) لاسلیک شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني پرون په مشرانو جرګه کې د هوا په اړه وویل چې په دې برخه کې اندېښنې شته. ده همداراز وویل:«حتي ولسمشر ویلي چې موږ د انتخاباتو وخت بدلولی شو ځکه چې ده ته هم خلکو شکایتونه کړي دي. ما ورته وویل چې دا ممکنه نه ده ځکه چې دا نېټه اساسي قانون او انتخاباتي قوانینو ټاکلې ده.»

کرزی او د انتخاباتو د نېټې د ځنډولو پلویان وايي چې د حمل په میاشت کې د لېرې پرتو سیمو لارې بندې وي او خلک د رای ورکولو مرکزونو ته ځانونه نه شي رسولی.

خو قانون وايي چې د ټاکنو نېټه نه شي بدلېدای. د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوه چارواکي وویل چې قانون د نېټې د بدلولو اجازه نه ورکوي خو که هوا ډېره خرابه وي بیا کېدای شي چې د نېټې په بدلولو غور وشي.

دغه مقام، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«د انتخاباتو نېټه بدلېدای شي خو موږ هڅه کوو چې خلکو ته دا خبره ونه کړو ځکه چې لا تراوسه پرېکړنه نه ده شوې.»

که انتخابات وځنډول شي ممکن تر هغو کسانو، چې د لارو د بندېدو له کبله به رایې استعمال نه کړای شي، څو چنده زیات کسان د وسله والو طالبانو د تهدید له کبله په انتخاباتو کې ګډون ونه کړای شي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخابات باید د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نېټه وشي او د جوزا په میاشت کې نوی ولسمشر خپل کار پيل کړي.

3 thoughts on “کرزی غواړي چې د انتخاباتو نېټه وځنډول شي”
  1. زما په نظر شه به داوی چه همدغه کرزی نور هم واک ته پریشودل شی تر سو چه په افغانستان کشی نسبی سوله نه دراغلی، دی دپاره چه په یولس کاندیدانو کی زه خو داسی یو سری نه وینم چه وکولی شی په دی سخته او بحرانی شرایطو کی د کرزی خای پر کی او افغانستان تول وگری ورته شه راغلاست ووایی ، زه صل فیصد باور لرم چی بیا خلک کرزی دعا وکری او ووایی چی زنده باد کفن کش سابق

  2. Mr. Karzai will do every thing to extend his living in the Palace, His team will not give-up the dollar salaries going to their bank accounts, most of them were not capable to find minimum wage jobs in other countries. US must stop giving the American taxpayers money to this corrupt regime.

  3. داواقعیت لری چی دحمل په میاشت کی حتی دثور میاشتی تر پایه هم په ځینو ولایتونوله هغی جملی څخه په بدخشان اونورستان کی په ځینوسیمو کی دواورو ترڅنګ هغه مها ل دسیلابونوخطر هم وی نوناشونی دی چی ټاکنی په ټاکلی نیټه یعنی دوری یاحمل په شپاړسمه نیټه څنګه چی لازمه ده په سمه توګه ترسره شی ترسره شی خویوه هم دااندیښنه اوله بل پلوه جمهورریس راټلونکو ټاکنوته زما په اند خواشینی بریښی هغه داچی له ده سره داویره هم شته چی شمالی ټلوالی په تیره بیا دری ژبی ډیره هڅه کوی تر څو داکتر عبدالله داځل په هرډول چی وی دجمهوری ریاست څوکی ته ورسوی ځکه همدااوس هم چیرته چی شمالی ټلوالی پلویان په دولتی څوکیو کارکوی نواداری فساد چی هلته لادمخه هم ؤ اوس څوچنده شوي اونژدی ټوله دبیت المال دارایی په راتلونکو ټاکنوکی دکارونی لپاره ساتی اودوی دا چانس ګڼی چی یوازی یو کاندید چی هغه عبدالله دی نوټول رایه هغه ته ورکوی اوپه مقابل لوری یی نور لس تنه پښتانه دی او په پښتنی سیموکی خو هسی هم امنیت ناشونی دی چی له جمهور ریس سره له موسمی وضعیت نه زیاته هم همدغه ویره شته ځکه جمهورریس اودافغانستان اکثریت خلک پدی عقیده دی چی که داکتر عبدالله په ټاکنو کی بریالی شو نوهرومرو داویایمی لسیزی پیښی به تکراریږی نوجمهورریس کله امنیتی تړون لپاره شرطونه وړاندی کوی او کله هم زړه یی غواړی چی ټاکنی باید لږ څه وځندول شی چی عمده لامل یی هم همدغه چی دی راتلونکو ټاکنوته ترهه وهلی ښکاری زه فکرکوم چی کرزی به ترهغو چی دغه دواړو شرطونوچی یوهم امنیتی سند دی اوبل هم دټاکنوپه وخت ترسره کیدل په یوډول نه یوډول تخریبوی ترڅوراتلونکو ټاکنوته ښه ډاده شی چی څوک باید جمهورریس شی

ځواب ورکول تمیم شاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *