تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سې شنبې په ورځ /جولای ۱۴مه/ وروسته له دې د ولسمشر غني لیدو ته ورغی چې کرزی د نوي حکومت په تخریب تورن شو.
تېره شپه شاوخوا ۸ بجې کرزی ارګ ته لاړ او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د پخلاینې هڅه وکړه.
ادعا کېږي چې کرزی شخصاً له غني سره کوم اختلاف نه لري خو د ده ځینې شاوخوا کسان او حتي د ده پخواني منتقدان، چې اوس یې ځانونه کرزي ته خورا نژدې کړي، هڅه کوي چې نوموړی د حکومت مخالفت ته ولمسوي.
له کرزي سره رنګین دادفرسپنتا، چې پخوا د کرزي د ملي امنیت سلاکار و، ضرار احمد عثماني (مقبل)، چې د کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر و، صادق مدبر، خالق فراهي او کریم خرم ملګري ول.
د کرزي سرچینو خپلو رسنیو ته ویلي چې پخواني ولسمشر د پاکستان له استخباراتو سره د افغانستان د ملي امنیت د موافقې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې نه دا موافقه منلی شي او نه حاضر دی چې ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي.
کرزي ته نژدې رسنیو ونه ویل چې د ولسمشر غني ځواب څه و خو مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتی ادارو ترمنځ کومه موافقه نهايي شوې نه ده.
د دوشنبې په ورځ د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغانستان پخوانی ولسمشر تورن کړ چې د نوي حکومت لپاره خنډونه جوړوي.
د ورځپاڼې په وینا، د واک له پرېښودو ۹ میاشتې وروسته حامد کرزی نه یوازې ګوښه شوی نه دی؛ بلکې په سیاسي صحنه کې قوي حضور لري او نفوذ او مداخلې یې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره خطرناکې ښکاري.
ګارډین د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي، ولسمشر غني د کرزي پر ارادو پوهېږي؛ خو تر ډېره حده هڅه کوي چې له هغه سره ښکاره لانجه ونه کړي.
همداراز د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د بدخشان خلکو ته په وینا کې، بې له دې چې د کرزي نوم واخلي، د نوموړي هلوځلو ته په اشارې وویل چې د اوسني حکومت د ړنکولو لپاره د ځینو کسانو د هلوځلو خوب به هیڅکله رښتیا نه شی.
د حکومت ځینې سرچینې حامد کرزی او د هغه پلویان په دې تورنوي چې هڅه کوي حالات خراب شي او د یوې لویې جرګې له لارې د هغه د بیا واک ته رسولو لاره هواره کړي.
عبدالله وویل:«څوارلس کاله غوږونه کاڼه نه وو، موږ په هماغه حکومت کې وو، په یوه خندا، په یوه ټوکه به یې د ملت یوې لویې کیسې، یو لوی مصیبت ته ځواب وایه او ترې تېرېدل به.
نن ورځ د دغه حکومت ړنګېدا ته انتظارباسي چې دغه حکومت سقوط وکړي. دعا هم کوي، ویناوې هم کوي او تبلیغ هم؛ خو هغه تورزړي دې چې د افغانستان طلایي فرصتونه یې په تور خوب بدل کړي دي او نن ورځ د ملت رنځ د دوی د همدغو کړنو میراث دی، د دې خوب وویني.»
دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر غني تراوسه پوري د حامد کرزي د منتقدانه دریځ په وړاندې هیڅ علني غبرګون نه دی ښودلی حال دا چې د ده ټولې نیوکې اشرف غني ته متوجه دي نه عبدالله عبدالله ته.
د پا کستان د څار ګرې ادارې سره د تړون د مخا لفت په اړه د جلا لتمآب حا مد کرزي د مو قف ملا تړ کوو، که اشرف غني د امریکې په اشاره غواړي د ډیورنډ کرښه په رسمییت و پیژندل شي دا به د نو موړي یوه تا ریخي اشتباه وي دا د ملت کار دۍ نه د رییس جمهور ، په دې اړه د ملت نه با ید پو ښتنه وشي،
دافغانستان د قومي. سیاسي .حکومتي مشرانو نه د یو افغان په صفت غوښتنه کوم چي د خپل منځي اختلافاتونه صرفی نظر ی شي او په دی بیچاره ولس د خداي په خاطر رحم وکړی ځکه یو ساعت هم پدی ملک کی بی له وینو د تویدو نه تیریږی هر کور په مستقیم او غیری مستفیم ټول په غم اخته وي هر څوک چي مړ کیږی که مخالف او که دولتي وی اولادونه یی بي سرپرسته کیږی بي تعلیم او تربیی په کوڅو کی لویږی تاسو ته هم داسی فکر پیدا شوی دی چی د دغه بي سرپرسته یتیمانو اینده د دی ملک په ګټه وی او که په تاوان د خدای په خاطر لږ د خپل مسولیت احساس وکړی ځکه چي تاریخ ستاسو په باره کی قضاوت کوی
It looks like the previous administration did not want peace with the Taliban. Ghani Sahib is winning, he is smart and knows how to win the battle and he will bring peace if the so called opposition leave him, no doubt about it. Afghan people finally got the right leader, long live “Ghani Baba”.
ډیر یو اړخیز خبرونه او لیکني خپروئ. کرزی خپله نه دی ورغلی، اشرف غني تر لس او شل ډیر هیئتونه ور واستول، بالاخره یې دا مناسبه ونه ګڼله چه اشرف غني دده کور ته ورشي، پخپله هلته ورغی. ګني د اختر په لومړۍ ورځ اشرف غني پتییلي وه چې کرزي ته ورشي او پخلا یې کړي.