تاند- په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانستلو په کابل کې شورماشور جوړ شو او حتي هغه ته د خطر د زنګ په سترګه وکتل شول.

فیننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې له څو کلونو راهیسي په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو هڅې روانې دي خو کابل ورسره مخالفت کړی دی.

د دې ورځپاڼې په وینا د افغانستان په اوسني دولت کې نفوذ لرونکي جګړه ماران نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي.

د افغانستان په اړه د بون د ۲۰۱۱ کال په کنفرانس کې طالبان د قطر په مرکز دوحې کې د دفتر د پرانستلو لپاره د امریکا د شرطونو منلو ته ډېر نژدې شوي ول.

د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په پیل کې امریکا د جرمني او قطري دیپلوماتانو په منځګړتوب له طالبانو سره د څلورم ځل لپاره مخامخ خبرې کړې وې.

خو د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په وروستیو شېبو کې حامد کرزي په دې ادعا چې امریکایانو او جرمنیانو له ده سره په دې باب پوره سلا مشوره نه ده کړې، په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره مخالفت وکړ حال دا چې د ده ادعا حقیقت نه درلود.

دوه کاله نور تېر شول چې خبره بېرته هماغه پیل ته ورسېده او دا دی یو وار بیا هڅه وشوه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شي.

اوس په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستنې ته د سولې په خبرو کې د یوه لوی پرمختګ په سترګه کتل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې ولي د دې کوچني دفتر پرانستنه په کابل کې د دومره نارو سرو او د افغانستان د حکومت د سخت مخالفت سبب شوې ده؟
حامد کرز د قطر دفتر په افغانستان کې د تېرو دوولس کلونو د ټولو بریاوو لپاره ګواښ ګڼي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان حکومت له کلونو راهیسي طالبانو ته د سولې بلنه ورکوي، له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره یې د امن او سولې جرګې جوړې کړې او همداراز یې د سولې عالي شورا تشکیل کړه.

د لندن په کینګز کالج کې د افغانستان د چارو کارپوه پروفیسر اناتول لیفیون په دې اړه وايي:

«له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې له مرکزي روله پرته کابل داسي احساسوي چې څنډې ته شوی دی. حال دا چې که د امریکا، طالبانو او نورو افغان قوتونو، چې غواړي له دې بهیر سره یوځای شي، یوه موافقه وشي، حامد کرزی او په ځانګړي ډول د ده نژدې ملګري ځان په خطر کې ویني، فکر کوي چې د څنګ ته پاتې کېدو په صورت کې د دوی سیاسي بقا له داسي خطر سره مخامخ کېږي چې د افغانستان اوسنی حکومت په هغه کې ځان ته رول نه ویني.»

په پرتمینو مراسمو کې د طالبانو د دفتر پرانستنې د کابل چارواکو ته بیا پلمه په لاس ورکړه. مخکې تر دې چې د طالبانو او امریکايی چارواکو ترمنځ خبرې پیل شي، حامد کرزي په غوسه د طالبانو د قطر پر دفتر د طالبانو د بیرغ له پورته کېدو او د اسلامي امارت د لوحې له نصب کېدو سره مخالفت وکړ.

د قطر دفتر د یوه بدلون نښه ده او دا هغه څه دي چې حامد کرزی یې نه شي منلی.

د سیاسي تاوتریخوالي او افراطیت د څېړنو د مرکز مامور رایان ایوانس وايي، کابل په دې بهیر کې له دې پرته چې د ورانوونکي یا ګډوډوونکي رول ولوبوي بل انتخاب نه لري.

«حامد کرزی یوازې د ځان لپاره هلې ځلې کوي، دی په افغانستان کې د مختلفو ډلو د ګټو لپاره کار کوي. د اسماعیل خان، او د شمال د پخواني قومندان جنرال عبدالرشید دوستم په شان د پخوانیو جګړه مارو له خوا، چې ټول له طالبانو سره د خبرو مخالف دي، خورا زیات فشار دی.»

د لندن په کینګز کالج کې د افغانستان د چارو کارپوه پروفیسر اناتول لیفیون وايي، حامد کرزی چې د راتلونکي کال د پسرلي د انتخاباتو په نتیجه کې باید د ولسمشرۍ چوکۍ پرېږدي، د سولې په خبرو کې جدي نه دی. خو د افغانستان د کمزوري حکومت په اړه باید اندېښمن وي.

د اناتول لیفیون په باور، د قدرت لرونکو جګړه مارو او د قومي اقلیتونو د مشرانو له موافقې پرته به د سولې هر راز جوړجاړی د حکومت د نړېدو او د کورنۍ جګړې د پیلېدو سبب شي.

فیننشل ټایمز ورځپاڼه وايي، د حامد کرزي اساسي دنده باید دا وي چې په خپل حکومت کې ګډوډي اصلاح کړي او د افغانستان له خلکو سره خبرې پیل کړي. هغوی ته توضیح ورکړي چې ولې له طالبانو سره یو معقول جوړجاړی له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیو ځواکونو له حضوره پرته په هیواد کې سوله او ثبات تضمینوي او مرسته کوي چې له خپلو ګاونډیانو ایران او پاکستان سره د افغانستان اړیکې ښې کړي.

د فننشنل ټایمز ورځباڼې په باور، که کرزی اوسني چلن ته دوام ورکړي، هرڅه به له لاسه ورکړي او پر ځای به یې طالبان هرڅه په لاس کې واخلي.

10 thoughts on “کرزی له طالبانو سره د سولې او پخلاینې مخالف دی”
  1. ګرانه د تیری پنجشنبی خبر د پدی پنجشنبه نشر کړو!؟ داسې مه کوی چې ځمونږ ټولی ټوکیدلی هیلي د سولی لپارړه مو ورجولی

  2. سلامونه او نیکې هېلې ټولو ته وړاندې کوم،
    تاند ورځپاڼې ټیم ته یوه پوښتنه،

    تاسو چا ته کار کوۍ؟ د چا په ګټه؟ د پښتنو خو به نه وي! کرزي چې هرڅه کړي وي تیر شوي دي، خو اوس دۍ نه یوازې د پښتنو په کټه خو د ټولو افغانانو په ګټه ولاړ دۍ! د افغانستان د خاورې په ګټه ولاړ دۍ. مونږ ټول پوهیږو که طالبان یو ځل بیا د افغانستان حکومت شو همغه تورې شپې زمونږ پر خلکو راشي او هغه به هم د چا له لاسه وي؟؟؟؟ د طالبانو باباګان به نه وي؟؟؟ دوی خرڅ شوي پښتانه نه دي؟؟؟؟ په دې کې فکر وکړۍ، چې طالبان په کومو منتقو کې جنګیدلي؟؟؟ نیږدې ټول جنګونه یې د پښتنو په سیمو کې نه دي جنګیدلي؟؟؟ اکثره خلک یې چې وژلي، پښتانه نه دي؟؟؟ د کرزی حکومت به د پښتنو په حساب برابر نه وي، خو اوس خو د پښتنو په ګټه کلک ولاړ دۍ. هغه خبرې چې نه مني د افغانستان په نخص دي. تاسې په شان ورځپاڼو ولې پر کرزي پسې اخستې؟؟؟ دا یو کمپین ده!!! او داسې بریښي چې دا کمپین هم د طالبانو د باباګانو له خوا کیږي. نو پوښتنه دا ده چې د تاند باباګان څوک دي؟؟؟

    الله پاک د افغانستان هیڅ کله جلا نکړي. الله پاک د ټول افغانان راویښ او یو موټۍ کړي چې اوږه د ودریږي!!! مرګ د وي د هغو چې د ټولو افغانانو او ټول افغانستان په ګټه نه وي!!! . آمین سم آمین!!!

    1. سلطان محمد صاحب منظور مو له دې څه دی چې تاند د چا لپاره کار کوي. رسنۍ باید بېطرفه وي. تاند د هیچا لپاره کار نه کوي. د افغانستان ملي ګټې په پام کې نیسي خو اشخاص ورته مهم نه دي. له دې چې ورتېر شو په دې خبر کې چې څه ویل شوي لوېدیځو رسنیو ویلي. دا د تاند خپلې خبرې نه دي.
      خوشاله اوسئ
      تاند

  3. د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې پر مهال د ولسمشر د هغه ملي دريځ کلک ملاتړ وکړ، چې په دوحه کې يې د طالبانو په نوم د سياسي دفتر تر پرانستل کېدو وروسته په ډاګه کړی، پکتيکاوال وايي چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او وسلوال دې په پېل کې له وژنو او ورانيو لاس واخلي، په ورته وخت کې د پکتيکا والي محب الله صميم وايي افغان دولت د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره تلپاتې سولې ته ژمن دی

    هغه پراخه غونډه چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت مقام د جرګو په تالار کې جوړه شوي وه پکې د پکتيکا والي محب الله صميم نورو ملکي او نظامي چارواکو تر څنګ زيات شمير قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ونډه درلوده

    قومي مشرانو او علماوو په خپلو خبرو کې د هېواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د هغه ملي دريځ کلک ملاتړ وکړ، چې په قطر کې يې د طالبانو په نوم د سياسي دفتر تر پرانستل کېدو وروسته په ډاګه کړی، قومي مشرانو د ياد دفتر پر څرنګوالي هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي

    قومي مشرانو د سيمې استخبارات هم ګرم وبلل چې نه يوازې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنې کوي بلکې زمونږ په هېواد کې ناامنيو ته په لوی لاس لمن وهي

    د پکتيکا والي محب الله صميم په خپلو خبرو کې وويل چې سوله د خدای حکم او د هر افغان غوښتنه ده، ښاغلي صميم زياته کړه افغان دولت د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي

    والي صميم وويل افغانان نه غواړي داسې سوله وکړي چې ګټې يې نورو هېوادونو ته ورسيږي او د تيرې يوې لسيزې لاسته راوړنې يې زيانمنې شي

    ويل کيږي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ راپورته شوی کړکيچ حل ته نږدې شوی دی، يو شمير باوري سرچينې وايي، چې د سولې د عالي شورا يو پلاوی به په نږدې راتلوونکي کې د خبرو اترو لپاره دوحې ته سفر وکړي

  4. افغانان له جنګ او تباهي نه ستړي دي، دا د هر افغان هيله ده چى سوله راشي. مونږ وينو چى د افغنستان په تباهي کى بعضى خلکو ډيرې ګټې وکړې چى د مثال په توګه جناب کرزى صاحب او د هغۀ ملګري. که ددى خلکو پخواني ژوند ته وګورو دوي عادي، معمولي او غريب خلک و دغه ټولې لاسته راوړنې چى دوي لري هغه ټول په افغنستان کي د جنګ او د افغانانو د تباهي له برکته دي. نو دا يوه وا ضحه خبره ده چى دوي په افغنستان کى د سولې په ضد دي. دوي د افغانستان د خلکو نمايندګي نه کوي، په جعلي او تقلبي انتخاباتو کى په قدرت ورسيدل. اوس نو دوي بله لاره نلري چى په قدرت کى پاتى شي، يواځينې لاره چى دوي وشي کولى په قدرت. . کى پاتى شي هغه ګډوډي جوړول ده
    ڼريوا له ټولنه هم ددى ډلې نه په تنګ راغلې ده

  5. PATO واقعن ھمداسی دہ کرزی اوادارہ یی چی پہ پساد لومڑی مقام ترلاسہ کڑی. کلہ داسی یو نظام زغملی شی چی سباددوی سرہ حباب کتاب وکڑی.‏

  6. تاند چلوونکو او لوستونکوته ده مینه ډک سلامونه
    دا ټولو ته جوته ده چی کرزی او دهغه پښتون دښمنی اداره یی څومره بدمرغیانی پښتنوته ور په نصیب کړی.خو داهم باید له یاده ونباسو چی امریکا او پاکستان زموژ دوستان نه بلکه ده خپلو ګټو حامیان دی. زه فکر کووم چی کرزی ده خپله دوره په وروستیوکی تر یو بریده هڅه کووی چی خپل تیر ناکامیانی په یوڅه سطر کړی شاید ده دی دلیل دا نوی چی ښاغلی مصلحت مآب کرزی صاحب ده ملی ګټو په فکر کی ده خو هرومرو دی غواړی چی ده قیوم کرزی ده کامیابی لپاره په راتلونکو ټول ټاکنو کی هڅه او هاند وکړی. خو دلیل چی هرڅه ووی کیدای شی چی تر یوه حده ده هیواد ملی ګټی هم په نظر کی ولری لوستونکوته معلومه ده چی اوسنی اګثر مطرح سیاستوال لکه ده شمالی ټلوالی بدنام غړیو ټولو په ده وروستیوکی ده آی ایس آی سره کتلی او په هیواد کی ده ملواک الطوایفی ده دوهم ځل حاکمیت مخلصانه وعده یی ورکړی . زه فکر کووم چی کرزی ده حاکم تیم یوازینی سیاستمدار ده چی ده آی ایس آی ده غلامی تور په نشی لګیدلی. او ده دغی خبره ښه بیلګه ده کرزی ، کیانی او کیری وروستی جنجالی ملاقات دی چی په کووم نا اهله جنرال کیانی کرزی تهدید کړیی وو چی په راتلونکو څو میاشتو کی به آی ایس ای ده اسلام ده پتنګانو په مرسته خپل زور افغانستان ته وروښی او له همدی ملاقات وروسته وو چی ده آی ایس آی مخلصو انډیوالانو ده خالد ابن ولید ده عملیاتو اعلان وکړاو په لسګونوبی ګناه افغانان یی ده مرګ کنده ته واستول. زه فکر کووم چی پښتانه باید لازم سیاسی شعور پیدا کړی او په یوه غژ ټول ده یو صادق ، ملی ګتو ته متعهد او مسلمان مشرتابه باندی صلاح وکړی که نه بیا به ډیر نا وخته ووی. ده پښتون ملت ده ويښتیا او دوهم ځل ده مطرح کیدو په سپیڅلی هیله

    په درناوی
    مسافر

  7. ګوره کرزی صاحبه
    ته لومړی خپل څان د شمالي ټلوالي و ژغوره، او بیا پښتون ولس ته ووایه چې زه څوک یم، ته باید پدې پوه شي چې پښتنو تاته په ډیره میړانه رایه در کړه او تا ور سره جفا وکړه او ددوی په سیمو دی اور بل کړ، ولی له طالبانو سره خبرې نه کوي، آیا هغوی له شمالیانو هم بدتردي، ګوره یو دوستم دی نږدی ۶۰۰۰ پښتنو وینه توی کړه او تویوی یی، او ته او ستا جنرالان ورته ګوري، او هیڅ رسنۍ نه شته چې پوښتنه وکړي چی ولی، باید په هر قیمت چی وي د دطالبانو سره خبرې پیل شي، دا زموږ د افغانانو غوښتنه ده، او راغلو ستا د هغه قانون په اړوند چې ته تری ملاتړ کوي، هغه خو د دالهی فرمان سره په ټکر کی دی او ډیموکراسي کفري نظام دی او مسلمانان به یی هیڅ وخت و نه مني، خیر چاته ووایه چی درته یی وژباړي څکه ته خو په پښتو هم نه پوهیږي، والله ج چې له تاسی څخه هغه ډاکټر نجیب هم ښه وو.
    په پښتنه مینه

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *