نن د کرزي په کور کي د طالب او پنجاب خبري زمزمه کيدې! نن د ولسمشر غني او حکومت لسګونه مخالفين د حامد کرزي په کور کي راټول سوې وه.
دوی د بحث دوه موضوعات درلوده. په يوه موضوع کي يې د عمران خان نظر (موقت حکومت) او په بله کي يې د طالب ډلي نظر(د ټاکنو ځنډ) تمثيلوئ.
د غونډي ګډونوالو وويل چي، ټاکني باید شاته وغورځول سي، ځکه په وینا یې دا ټاکني نوري ستونزي پيدا کوي. دا خبره طالب ډله هم کوي، نو دلته له دې خبرو څخه د دې دواړو ډلو (طالب او د کرزي په مشرۍ د حکومت/ ولسمشر مخالفين) ترمنځ د يو ډول جوړجاړي او د حکومت په خاص ډول د ولسمشر غني په خلاف په يوه جبهه کي د راټوليدو؛ شک نه کيږي؟
په دوهمه موضوع کي د موقت حکومت پر جوړېدا او تر څنګ یې د ټاکنو د پروسې پر جدي سبوتاژ بحث سوی.
ويل کيږي، حامد کرزي د غونډي ګډونوالو ته ویلي، چي د ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ ضرورت نسته، ځکه په وینا یې چي د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه ددې پلوي نه ده.
ده ويلي چي موقت حکومت د ستونزو د حل یوازنۍ لار ده او د دې هدف د تر لاسه کيدو لپاره باید له ټولو لارو کار واخيستل سي. د ده په وينا؛ د موقت حکومت د ریاست لپاره ځیني کسان هم غوره سوي. او دا يې هم ويلي چي د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره هم په دې اړه مشوره سوې.
دا دوهمه خبره بيا عمران خان يعني پاکستان څو ځله کړې، او دوی يې هم کوي. نو دا بيا د پاکستان سره د حکومت او ولسمشر غني خلاف په يوه جبهه کي ددې ډلي د يوځای کيدو ښکارندويي نه کوي؟
اوس که يو ځل ټول ډلي ډلي کړو، او د دوی د نظرونو يووالي ته وګورو؛ نو د کرزي په مشرۍ د حکومت مخالفين، طالب او پاکستانۍ ډله د افغان انسان، افغان وطن، افغان نظام او افغان ولسمشر په خلاف په يوه ناځوانه جبهه کي نه دي راټول سوي يا د راټوليدو شک پرې نه کيږي؟ که نه؛ خو شکر دی؛ که هو! نو ولي!؟؟؟
د خدای پار دی، زموږ سياسيون ولي دومره بدرنګه سول چي، د خپلو شخصي ګټو په خاطر له پردو ان له دښمن او جګړمارانو سره هم د حکومت او دولت خلاف دريدای سي؟ دوی ولي تراوسه معيار خپلي شخصي ګټي نيولي؟ ولي د ټاکنو سره چي اوس په نسبي توګه، خپلواکي او بې فشاره ترسره کيدونکي دي، مخالفت کوي؟ ولي د نظام مخالف دي؟ ولي د ولسمشر غني مخالف دي؟
موږ روسيه، پنجاب او طالب ډله څه کوو؟ موږ ولي له دوی سره موافق سو، چي زموږ ټاکني او نظام وننګوي. اخير بس دی. که تاسو نه سړي کيږی، نو ولس بايد خپل سر ګريوان ته ټيټ کړي او ستاسو له ملاتړه لاس واخلي. او دا کار ولس پيل کړی. وطن دي ژوندی وي!
احمدشاه ساحل (غير ډيورنډ)
4 thoughts on “کرزی هم موقت حکومت غواړي؛| احمدشاه ساحل”
  1. حامد کرزی یو جاسوس ، ملي خاین او د پنځمې ستنې په شان چې هم پرې د دولت د تیر ولسمشر په توګه رنګ او سمبول لګیدلې او له بل پلوه د افغانان د وینو سفاکانو په لنګه د ښاغلي غني د یو راتلونکي غښتلي نظام د جوړیدو او ځواکمن افغانستان د راتلونکي پر ضد نورو خاینانو او د پارس او د پنجاب د توطیه ګرو سره په ګډه معاملې کوي ، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او هر څوک یې چې د سبوتاژ کولو هڅه وکړي ، هغه هم ملي خاین دی ، مونږ په دومره ستونزمنو حالاتو کې د ټاکنو پروسه تر سره کوو، چې آن امریکا چې ځان د افغانستان ستراتیژیک سیال بولي خو اوسمهال یې سیاست د فتنې نه خالي نه دی، همدارنګه ګاونډیان زمونږ د دولت د بې سارې کمزوري کیدو په طمع طمع شپې ورځې شماري ، لږ .
    باید دغه مخالفین د حالاتو نازکتیا درک کړي .

  2. زه خو په دغو خلکو کی له کرزی(د فساد مشر)
    او مفسدینو نورڅه نه وینم!ا
    دا به څه شی که هغه رانه جدا شي
    خدای دی نه کړي چې دا نن شپه سبا شي
    سیف الرحمن سلیم
    د کرزی تر مفسدینو دا ښه ده چې افغانستان سم په تله خرڅ کړو او تری بیغمه شو!ا

  3. له کندهارو نه پوره نه ده
    گرانه وطنه احمدزیِ به دی گــینه
    چي د جهاد له اس راکوز وِی
    کور یي کندر شه چی باور ورباندی کړینه

ځواب ورکول AB Nangyali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *