تاند- په داسي حال کې چې راپورونه وايي، د افغانستان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته نژدې شوی دی ښاغلي کرزي پرون ماسپښین/یکشنبه/ له خبریالانو سره په یوه غونډه کې وویل چې لا هم پر خپلو شرطونو ولاړ دی.
کرزي وویل چې د افغانانو پر کورونو باید د بهرنیو پوځیانو حملې ودرول شي او افغانان د سولې د عملي او علني بهیر د پېلېدو غوښتونکي دي.
ده تاکید وکاوه چې له کلونو راهیسي یې دا دوې غوښتنې لرلې او اوس هم پرې ټینګ دی.
پرون د ولسمشر کرزي د دفتر نژدې سرچینو وویل چې امریکا د افغانستان د حکومت لومړۍ غوښتنه منلې او د امنیتي موافقې د لاسلیک په صورت کې به د افغانانو پر کورونو بریدونه نه کوي.
خو ښاغلی کرزی لا هم شک لري چې امریکا قصداً نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.
کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي په افغانستان کې به کورنۍ جګړه ونښلي، وویل:«دا تش تبلیغات دي.»
کرزي ادعا وکړه چې په نوي یمه لسیزه کې تنظیمي جګړې او یا له هغه وروسته د طالبانو او شمال ټلوالې جګړې کورنۍ جګړې نه وې بلکې بهرنۍ لاسوهنې وې.
ده په عین حال کې وویل چې هیڅ هیواد د بهرنیانو په مرسته ودان شوی نه دی بلکې دا د خلکو خپلې هڅې دي چې په نتیجه کې یې خپل هیواد ابادوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل:«له امریکا سره امنیتي تړون د اقتصادي دلایلو په خاطر نه بلکې د هیواد امنیت او له مصیبتونو څخه د هیواد ژغورنې لپاره ضروري بولم.»
ده همداراز وویل:«زه له امریکا سره د امنیتي موافقې غوښتونکی یم، خو باید د افغانانو کورونه د امریکايي پوځیانو له حملو ساتلي وي او افغانستان د اوږدو جګړو په میدان بدل نه شي.»
ده د سولې د عملي پروسې د پیلېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل:«موږ متحد او یولاس افغانستان غواړو چې د غښتلي حکومت خاوند وي، ځکه چې په افغانستان کې دوه بیرغونه نه شي ځاییدای.»
د ولسي چرګې دوو غړیو د یکشنبې په ورځ د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې ولسمشر کرزي ورته ویلي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته تیار شوی دی خو په خپله ښاغلي کرزي پرون له خبریالانو سره په غونډه کې بیا هم وویل، هاله به دا موافقه لاسلیک کړي چې امریکا د ده د شرطونو منلو ته تیاره شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ویلي چې طالبان حاضر نه دي چې پر سولې له دوی سره خبرې وکړي خو د کرزي لومړی او اساسي شرط، چې د افغانانو اکثریت یې ملاتړ کوي، یعني د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د حملو پای ته رسېدا، امریکایانو منلی دی.
او هیڅ هیواد دومره ډیر خائن واکمنان نه دی در لودلی چی د هغه هیواد د خلکو د وینو او زګیرویو په بدل کی تر لاسه سوی پیسې ئی په خپل جیب وهلی وی.
دښاغلی کرزی په لس کلنه واکمنی کی تر ټولو غوره خبره
ښاغلی کرزی وویل هیڅ هیواد د بهرنیانو په مرسته ودان شوی نه دی بلکې دا د خلکو خپلې هڅې دي چې په نتیجه کې یې خپل هیواد ابادوي.
ښاغلی قانع هم ورته نظر لری چه پرون تاندوالو خپور کړیدی
که په نوې پېړۍ کې بیا هم موږ د یوه خیرات خور ملت په توګه د نړۍ پر اوږو بار شو، نو دنیا به هېڅکله هم له موږ سره د یوه حر او ازاد ملت په توګه د ګټو د مساوي راکړې ورکړې معامله ونه کړي.
د پرديو مرستي خو تاسي محترمانو چور کړې او اوس پړه هم پر پرديو مرستو ور اړوی چي هيواد نه په اباديږي ، د
صيغه ئې اخوندانو په مرستو څنګه ، هيواد اباديږي که نه ؟
Wow! Great to find a post with such a clear measgse!