تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د انتخاباتو د پایلو په اعلانېدو کې له رامنځته شوي خنډ سره سره به واک پرېږدي.

د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، افغانستان ممکن د قدرت له تشې (خلا) سره مخامخ شي ځکه چې ولسمشر کرزي خبرداری ورکړی چې د ده د ځای ناستي په اړه له جنجال سره سره به ژر واک پرېږدي.

ښاغلي کرزي ویلي چې بکسونه یې تړلي او کلکه اراده یې کړې چې د سې شنبې تر ورځې له واکه لېري شي.

خو په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي نن ښاغلي کرزي ته وویل چې د سپټمبر په دوهمه د رایو د تفتیش د بشپړېدو او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ترسره کېدو امکان نشته. یان کوبیش ویلي چې د رایو تفتیش به د سپټمبر تر لسمې بشپړ شي.

ولسمشر کرزي د ارګ ترڅنګ ځان ته لوکس کور جوړ کړی او غواړي چې له ولسمشرۍ وروسته پکې واوسي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل:«ولسمشر خپل کالي او وسایل څو ورځې وړاندې ټول کړي. اکثره فرنیچر چې هلته وینئ په ارګ پوري اړه لري، خو ده خپل ټول شخصي وسایل، په تېره بیا خپل کتابونه چې نوي او زاړه کتابونه دي، په کارتنونو کې اچولي او تیار دي چې وایستل شي خو نوې ودانۍ ته یې لا انتقال کړي نه دي.»

ولسمشر ته نن د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي وویل چې د سپټمبر تر دوهمې پوري د رایو تفتیش نه شي خلاصېدای.

کرزي مخکې د دواړو کاندیدانو په غوښتنه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه د سپټمبر دوهمې ته وغځوله او ویې منله چې تر دې نېټې پوري به کار ته دوام ورکوي.

خو د عبدالله عبدالله له لوري د رایو په تفتیش کې بیا بیا خنډونه او په نتیجه کې یې د دې بهیر ځنډ سبب شو چې د انتخاباتو پایلې په خپل وخت اعلان نه شي.

<iframe width=”640″ height=”360″ src=”//www.youtube.com/embed/BPIY39mF7z8?feature=player_embedded” frameborder=”0″ allowfullscreen></iframe>

5 thoughts on “کرزی وايي، د انتخاباتي جنجال له دوام سره سره واک پرېږدي”
  1. کرزی به داسې ونه کړي. که ويې کړل نو څرګنده شوه چې دعبدالله عبدالله دغو سره يې خبره يوه وه؛ ځکه چې دا د واک پرېښودل نه بلکې دوی ته د واک ورکول دي.

  2. هیله ده چی ښاغلی حامدکرزی په ډیر ویاړ او افتخار سره د افغانستان ملی بیرغ نوی ولسمشر ته په شاندارو مراسمو سره تسلیم کړی. په دی کار کی عجله نه ده پکار او عجله کول به دوی ته نه یواځی سرلوړی ورپه برخه نه کړی بلکه نوری ملامتی به هم ورواړوی. هغه نسبی ثبات او امنیت چی شته هغه به هم له خطر سره مخامخ شی. چپاولګران او غله لا پخوا کابل ښارته راغلی او په زور ارګ ته د ننوتلو هڅی کوی.
    د 1371 کال تجربی باید بیا تکرار نه شی. غلو او داړه مارانو زمونږ سل کلنه افغانی او تجربه لرونکی ملی اردو له منځه یووړه ، تر څلورسوو ډیری جنګی ، ترانسپورتی او څرخی الوتکی ، تر 5000 ډیر مدرن او عصری تانکونه او شوبلی ، پيچور ، لونا ، سکات ، بی ام 40 توغندی او په میلیونونو نور نظامی وسایل، وزارتونه ، فابریکی، ترانسپورتی او اکمالاتی شرکتونه ، د خلکو کورونه او دولتی ګودامونه او هرڅه چور او د کباړ په بیه په پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو خرڅ شول، د آریانا یوه ملکی ترانسپورتی توپولیف الوتکه په مشهد کی په 35000 دالرو خرڅه شوه او د یوه جنګسالار استاد جیبونه ته ولویده .
    د ملکی خلکو وژلو او ځورولو ، مهاجرکیدو او نورو بدوعواقبو یادول به د ولس په زخمونو مالګی اچول وی.
    نو زما غوښتنه له ښاغلی جمهور رییس نه داده چی شروع کړی کار د په خپله پای ته ورسوه او د هیواد دښمنانو ته بیا د خپل سری زمینه مه برابره وه . یوڅو ورځی نور هم د خپلو خلکو د خدمت او مشری ویاړ مصدر شه . پریږده چی ستاسو نوم د یوه ښه او حوصله لرونکی ولسمشر په حیث په تاریخ کی ثبت شی.ولس پر تاسو باور کړی و او دا باور بیرته د ولس له خوا ټاکل شوی ولسمشر ته ورتسلیم کړه او ځان له دی تاریخی مسوولیت نه په رسمی او افغانی دود سره خلاص کړه . ښه صحت او سلامتی مو په برخه شه. حضرت سهاک

  3. زه كه خه ريس جمهورته ليكم دا به زما لو يه اشتباه وي ،ريس جمهور زما خخه به دي مساءيلو دير شه بوهيزي صرف بايد يوه أشاره بايد وكرم هغه ( خاليكاه قدرت ده)كه جيري خاليكاه قدرت به دي شرائطو كي منخ ته راخي اند كترينه اشتباه به خيانت بدليزي هيله مند يم جه ريس جمهور دا موقع دوطن ددشمنانو به لاس كي ورنه كري حبصله وكري او خانته منفي باينت به دي هكله كما ءي نه كري

  4. Halim Fidaye

    دافغان ټاکنودتفتیش اوبیا شمېرني دعیتني شاهد په توګه مې دپراخې اوسیستماتيکې درغلۍ څه ونه لیدل په غیرله ځينوټاکنيځوبې نظمیوڅخه.يولوپوړي بهرني چارواکي غوښتنه کوله چې ۶ لکه رایي بایدباطلې اعلان شي ،نه داچې جعلي دي بلکې ددې لپاره چې داروپايي اتحادیې اوعبدالله عبدالله حيثیت وژغورل شي، چې نوم به یې په مناسب وخت په ډاګه کړو. مونږ له ملګروملتونوپه کلکه غوښتنه کوو،چې دتفتیش پروسه په ټاکلي مهالویش پای ته ورسوي.هرډول نورځنډهیواداوخلک دناڅرکند راتلونکي په لور بیایي

  5. ژاړه بر دراڅی چه پنجشریانو ملا تړلی دپښتون قوم تباهی غواړی (لر او بر پښتون ) چه کیمیت یی په وار وار زیات دی ولا دغیرت له نګاه نه صفر دی پنجښیریانو ددوی ضعف پیدا کړی نن ور باندی نخری کوی ور باندی ملنډی وهی رازیل او بی غیرته زلیل پول پرسته کثیف غدار پښتون ورته ګوری نن یی دمزارشریف دشمشاد رادیو -تلویژیون وشو زاولو سباته ستا کور سوزوی او ستا بی عزتل پلا نونه کوړوی او تاسو ناظرین یاست دغه څه در باندی وشول نوره پړی ستونی ته درغلی فقط چه خفه

    ۲– …………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….راولاړشی اول دکمسیون غړی ټول له منڅه یوسی دپښتون قوم قبر کن دی

ځواب ورکول Hazrat SAHAK ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *