تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې وویل چې د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې محمد اشرف غني ته رایه ورکړې وه.
ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل:« اشرف غني مې پېژانده چې څومره تجربه او وړتیا لري ځکه مې رایه ورکړه او دا خبره مې ټولو ته په ښکاره کړې ده.»
له پخواني ولسمشر کرزي څخه وپوښتل شول چې له دې سره سره بیا ولي د ملي یووالي پر حکومت نیوکې کوي، ده وویل:«زه په کورنیو او حکومتي مسلو کې مداخله نه کوم، خو کله چې د افغانستان د خلکو د ګټې مسله وي، اعتراض کوم.»
حامد کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې اوازې وې چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي او نژدې وه چې عبدالله عبدالله متبادل حکومت اعلان کړي، وویل:«د ۲۰۱۴ کال انتخابات خورا ښې ټاکنې وې، افغانستان په هاغه مهال بیخي ارام و او دا ډول تبلیغات بهرنیانو د افغانانو د بېرولو لپاره کول.»
ښاغلي کرزي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې رد کړې.
ده د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی د افغانانو ترمنځ په درز رامنځته کولو او د هغوی د روحیې په خرابولو تورنه کړه، ویې ویل، تر څو چې آی ایس آی له افغانستان سره خپله دوستي ثابته نه کړي، له دې ادارې سره همکاري د افغانستان د ملي ګټو خلاف ده.
کرزي یو وار بیا وویل چې د وزیرستان اوسېدونکي په افغانستان کې مهاجر نه دي بلکې افغانستان د هغوی خپله خاوره ده.
ده وویل چې له کله چې ډیورنډ کرښه پر افغانانو تپل شوې ده، د وزیرستان خلکو نه ده منلې.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې ډیورنډ کرښه نه مني خو پر دې موضوع له پاکستان سره د جګړې غوښتونکی نه دی.
د حامد کرزي په وینا د ډیورنډ مسله د شلمې یا یوویشتمې پېړۍ ستونزه نه ده بلکې د خاورې د غضب مسله ده، د افغانستان د خاورې یوه برخه انګرېزانو په زور ونیوله او زموږ د خاورې یوه برخه د انګرېزانو له لوري په زور نیول شوې او زموږ یو شمېر خلک په زوره او جبر د بل هیواد برخه ګرځول شوي دي.»
کرزي د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې وغندلې چې ویلي و، کرزي د خپل واک په دوره کې ټول واک پنجشېریانو ته ورکړی و.
ته و خدای کرزی صیب چې په ر ښتا داسېي نه ده چې تا د ملک واک پنجشیر یا نو ته سپارلی و؟
پدي کښي شک نه سته د کرزی دغه جفا به زه ترمرګه هیره نه کړم د افغانستان ټول واک یې پنجشیریانو ته سپارلي ؤ، البته هغوی هم ددغه خاوری خلګ دی افغانان دی مګر کرزی د پښتنوخپل نه دي نه هم ؤ
This was fact that he give the 80 percent of outhouraty to the people of Panjsher
This is clear to all afghan you can hide it mr Karzi