تاند- افغانستان، پاکستان او ترکیې د پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د یقیني کولو، د خپل منځي همکاریو د زیاتولو او د ډله ییزو هلوځلو د دوام لپاره پر خپلې ارادې ټینګار وکاوه.

ښاغلیو کرزي، عبدالله ګل او نوازشریف په انقره کې له درې اړخیزې سرمشریزې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپلو خبرو پر پایلو رضایت وښود، ویې ویل چې په دوستانه فضا کې یې ګټورې خبرې کړي دي.

کرزي وویل چې د پاکستان له صدراعظم سره یې طالبانو ته د پناه ورکولو په اړه زغردې او اوږدې خبرې وکړې.

ده په عین حال کې وویل :«موږ له دې مشکله د وتلو لپاره لا هم کومه لار ونه موندله. لا هم په ورته حال کې یوو.»

خو د پاکستان صدراعظم نوازشریف بیا په خپلو خبرو کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د خپل هیواد پر صادقانه او کلکې ژمنې تاکید وکاوه.

ده وویل:«افغانستان نن د خپل تاریخ په خورا حساسو او ټاکونکو شېبو کې دی. دا د ټولو افغانانو لپاره هغه وخت دی چې سره یو شي، سوله وکړي او خپل هیواد اباد کړي.»

ده هیله څرګنده کړه چې افغانان به پر ټولو ستونزو په زغم او کلک هوډ بریالي شي او پاکستان به د سوله ییز افغانستان لپاره د سولې د بهیر د اسانولو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوازشریف همداراز وویل:«موږ په ګډه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د یوه نوي باب د رامنځته کولو لپاره کار کوو، او زه د اسیا په زړه کې د تلپاتې سولې د رامنځته تګ لپاره د ترکیې د ملاتړ ستاینه کوم.»

6 thoughts on “کرزی وايي، د پاکستان له صدراعظم سره یې د طالبانو پر پناهځایونو خبرې وکړې”
  1. محترم كرزي صاحب
    دا يو داسي قوم دي جي بنجاب بوري تعلق لري او د بنجواوبونه جوردي دودي ذهنونه دير جتل او دجالونو دي دك دي فه خوله يوه خبره او فه زره بل سه دي او بل فه خقيقت كي نواز واك نلري

  2. ورته خبری تر دی مخکی هم شویدی خوکومه پایله یی نده درلودلی اصلا خوپه کستان کی میشت افغانی طالبان اویاهم هلته دباکستانی طالبانوحمایت دباکستان دملکی اداری کار ندی بلکه دوی لا تری حتی خبریږی هم نه چی هغوی چیرته دی .داپه پاکستان کی دهغه هیوادپټه اداره یا آی اس آی ده چی دامریکی په سلااومشورودغه شان لویی پروژی په کار اچوی ډیری وخت دغه شان اداری په ځینوهیوادونوکی دخپل هیواددثبات اوراتلونکی لپاره ښه کارکوی .یادی اداری دپاکستان دثبات اوددی نوبنیاده حکومت لپاره وروسته تردی چی په له برتانوی هند څخه جلاشو تراوسه ښه کارونه کړی اوله هند څخه یی له یوه پلوه دکشمیر مسله هیره کړه اوله بل پلوه یی یی په افغانستان کی دګډوډی رامینځته کولوپه ترڅ کی دغربی هیوادونو اقتصادی ،سیاسی او هراړخیز پام پاکستان ته را اړولی اوورسته تردی چی په افغانستان کی دجګړو اورتود ساتل شوی پا کستان زیاته ترقی کړیده که وکتل شی دافغانستان له جګړی مخکی یعنی د۱۳۵۰ لمریز کلونوپه درشل کی دهغه هیوادپښتون میشتی قومونو دخپل بیلوالی غوښتنه کوله اوس پدی جګړوکی یی هم له هغوی څخه کسات واخیست او هم یی دهغوی خوله ورپټه کړه خویوازی پنجابیانو دافغانستان له جګړی څخه هیڅ زیان نه بلکه ګټه یی لیدلی اوس پاکستان ښه منظم پوځ لری ،اتومی وسله اونسبتا ښه اقتصاد لری .لروبر پښتانه چی مخکی به یی دغیرت خبری کولی اوس یی به جګړه اچولی اوداسلام په نوم یی تباه کړل .نوراتلونکی کی به نه څوک وی چی دپښتونستان دعوه وکړی اونه هم ددی قوت ولری چی له پنجابیانوڅخه خپل حق وغواړی اوس ګورو چی هر ورځ په پیښور اویانورو سیموکی هم پښتانه مری اودغه لړی به روانه وی ترڅو چی دپاکستان بټه اداره خپلو موخوته رسیدلی نه وی

  3. داسلامی امارت وقت کی ولی طالبانو دکرزی غوشتنه له فاکستان نه کوله ۰۰۰دکرزی فا چاهی به خلاصه شی بیا به حساب او کتاب کوو افغانان زموږ ورونه دی خو کرزیان به حساب ملت ته ور کوی

  4. واقعا کرزیانو دشوری مشری دفشتنو او اسلام دشمنانو ته فه لاس ورکړی او یا خو امریکایان او شمالیان فه ګډه صلحه نه غواړی او یا خویی کرزی صلحه نه غواړی دفردی تر شا یی نوره لوبه شروع کړی خدای تعالی د دافغانستان فه مظلوم ولس ورحمیږی چی څو کلونه افغا نان رهبرانو وغولول او فعلا کرزی غواړی شاهی نظام بیا را ږوندی کړی او بعضی فیسه خواره او فه فساد کی شکیل افغانان وس هم ورسره ملګری غواړی او یا بیا کرزی غواړی ۰۰۰دکرزی او ببرک کوم فرق نشته کی افغا نان عقل ولری

  5. ملا امام الدین ، حبیب الرحمن، مولوی عبدالله. کرزی چی په پاکستان نیوکی وکړی تاسو باندی ولی بد خوری…. ایا تاسو په واقعیت سره پاکستانی یی که دپاکستان پښتانه یی نو ستاسو حالاتو باندی زه شرمیږم ځکه برق نه لری اوبه نه لری کله وریجی درباندی بندی وی کله بوره ایا دخره هم داسی حالات نه وی چی ستاسو اوس دی…..

    حبیب الرحمن ته خو خبری مه کوه او مه د طالبانو طرفداری کوه ځکه ته حکمتیار خیل یی او طالبانو به په خپل وخت کی ویلی که یو روسی او یو حزبی ولاړ وی نو طالبان به له حزبی سرغوڅ کوی او نن دپاکستان په امر سره لاس ورکوی
    ایا حکمتیار د کعبی شریفی قسم خور نه دی
    ایا حکمتیار د ۱.۵ میلیون افغانانو قاتل نه دی
    ایا حکمتیار دپاکستان جاسوس نه دی
    ته ولی خبری کوی دطآلبانو په وخت کی هم درته دوژلو امر شوی وه او هم سعودی عرب درپسی ګرځی ترسو ود وژنی ځکه تا د کعبی شریفی توهین کړی

ځواب ورکول ملا امام الدین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *