پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره د روسیې اړیکې د توجیه وړ بولي وايي چې طالبان پر نیمايي افغانستان اغېز لري او ځکه باید هر هیواد ورسره اړیکې وساتي.

ښاغلي کرزي د امریکا ږغ له اشنا راډیو سره په مرکه کې د طالبانو او روسیې اړیکو ته په اشارې وویل، نړیوال قدرتونه له دې پرته چې له طالبانو سره اړیکې وپالې، بله چاره نه لري.

کرزي تر دې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د امریکا له لوري د داعش پر سمڅو د بمونو د مور پر غورځولو د غبرګون په مهال ویلي و چې له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

ده د افغانستان پر حکومت په دې خاطر سخته نیوکه وکړه چې امریکا ته یې اجازه ورکړه چې په ننګرهار کې یې د داعش پر سمڅو ستر بم واچاوه.

3 thoughts on “کرزی وايي، روسیه حق لري چې له طالبانو سره اړیکې پالي”
  1. کله چی څوکاله مخکی امریکا طالبانو سره اړیکی ونیولی چی مذاکری ته لاره وشی، نو اول کس همدا ته وی چی مخالغت دی وکړ او د قطر دفتر دی پری بند کړ او اوس روسانو ته یی فتوا ورکوی. امریکا-طالب اړیکی حرامی خو د روس-طالب اړیکی حلالی

    د مفتی کرزی فتوا

  2. وایی: یو وخت یو سړۍ په لاره روان وو او لیری مو د مخی باد یی پری شو نو سملاسی یی وویل . اۍ هۍ! ځوانۍ ولاړي. لږ وخت وروسته چی یی تر شا وکتل څوک نه وو ورپسي نویی بیرته په خندا وویل :په ځوانۍ کی هم چندان شۍ والله که وم!؟. اوس هم د شمالی والو دیګانانو متل دۍ چی وایی: زور کاکاس،که انګور در تاکهاس.هغه د غربی نړۍ او امریکا پریمانه پیسي او بی حسابه مالی سرچیني وی چی سړۍ یی ځنی جوړ کړۍ وواونظار د شورای څخه ده فرعونان جوړ کړل چی اوس یی هر یو غل چی د واک نه لیری شی نو د جنګ اوموقتی یا مواز اداری د جوړولوڅخه ټیټه خبره نه کوی.کرزۍ صیب چی د امریکایانو د یرغل په مهال یی په کویټه کی د حاجی شکور په پلازه کی د امریکایانو دجاسوسۍ د پیسو د ویش مسول وو نو یوڅو کنداریان ورغلی وو اودمظاهری د ملاتړ هیله یی ورڅخه کوی وه، پځواب کی همدی جنابعالی ورته فرماییلی وو:زه د سره لا پشتون نه یم! او اوس ځان بیا د پشتنو ایمل خان اوباچاخان ګڼی.د نوموړی دغه اوسنۍ څرګندونی د ده د سیاسی مالخولیایی حالت ښکارندوی کوی، پلاریی (خدای بښلۍ معین صیب عبدالاحدخان کرزۍ) په زړ بودۍ کی همداسی یو روانی حالت پیداکړ چی بیځایه به یی هرچا ته خوله اچوله.طالبانو د نوموړی د وژنی هیڅ پلان نه درلود!مګر د نوموړی د ډرندی خولی په توسن یی د مازدیګرلمانځه نه وروسته د ګول مسجد ته څیرمه وویشت. زما افسو س د هغو ساده زړو خلکو پحال دۍ چی د نوموړی په خبرو باور کوی اوتر ګړنګونو لویږی .نو ای خلکو هوښیار اوسۍ لدی سړی سره هیڅ د باور ندۍ.

  3. سلام
    كرزي تة بة كاز دة جي لز شا ته وكوري او يا دي سهار به شيشه كي خبله خيره وخيري نو بيا به جي ده تل ويلي عالم اسباب كي دي دا خبل مزدوره دوره هم و خيري جي به عالم اسباب كي خوكددي تولو مرداريو سبب شوي او خبل دي ووايي جي ……… دي

ځواب ورکول ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *