تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له یوې بریتانیايي اوونیزې سره په مرکه کې وویل، ډاډه دی چې ملا عمر ژوندی او په پاکستان کې دی.

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې، چې نن د ولسمشر په انګلیسي ویبپاڼه کې خپره شوې ده، له امریکا سره د خپل حکومت د اړیکو د خرابېدو، امنیتي موافقې، د بګرام د محبس د بندیانو د خلاصون، د جهاد په مهال له سخت دریځو سره د امریکا د ملاتړ، له اوباما او بوش سره د خپلو اړیکو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي د سنډې ټایمز اوونیزې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ملا عمر د پاکستان په خاوره کې اوسي.

ده وویل، پاکستان په خپله ویلي چې پر طالبانو اغېز لري نو چې اغئېز لري باید له خپل اغېز څخه عملاً په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره کار واخلي.

کرزيله امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په اړه خپلو شرطونو ته په اشارې وویل: امریکا باید طالبان خبرو ته راولي. که دوی وايي چې دا کار نه شي کولی باید په پاکستان فشار واچوي او که پاکستان نه شي حاضرولی پکار ده چې دا خبره اعلان کړي چې پر پاکستان یې وس نه رسېږي.

کرزي د امنیتي موافقې په اړه د سنډې ټایمز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې تایید کړه چې امنیتي موافقه له انګرېزانو سره د ډیورنډ کرښې ته ورته ده.

ده وویل، افغانستان پخوانیو پاچهانو د موافقو په لاسلیکولو کې له بیړې کار اخیستی و چې د افغانستان لپاره یې ویجاړوونکې پایلې لرلې.«که زه هم تر فشار لاندې نن هماغسي کار وکړم، نه پوهېږم چې عواقب به یې څه وي، نو باید د امنیتي موافقې تر لاسلیکولو مخکې د هغې د پایلو په اړه پوره ډاډه شم. زه قمار نه شم وهلی، نه دا کومه شخصي او  د یوه کس پرېکړه ده، دا د ملت پرېکړه ده.»

په انګلیسي ژبه بشپړه مرکه ولولئ

2 thoughts on “کرزی وايي، ملا عمر په پاکستان کې اوسي”
  1. پاکستان دتروریزم کارحانی لری او 12 کاله کیږی چه دعو کارخانو تولیدات په افعانستان کی ګرم بازار جوړ کړی دی کرزی صاحب رشتیا وایی ملا محمد عمر د دالو ډیر شوقی دی چیرته لاهورکی به کوم دربار کی به له ځان نه پیر جوړ کړی وی

ځواب ورکول نجیب ا لله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *