تاند- په بلخ کې پر شاهین قول اردو د جمعې د ورځې له وحشیانه تروریستي حملې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن /یکشنبه/ وویل، نور طالبان ناراض وروڼه نه بولم.
کرزي وویل، هره ډله چې افغانستان ته زیان اړوي تروریستي ډله ده.
ښاغلي کرزي، په یوه خبري غونډه کې وویل«هر څوک چې افغانان د سیاسي او بهرنیو هدفونو لپاره استعمالوي، تروریستان دي.»
ده وویل چې په بلخ کې د ځوانانو وژله یو تروریستي عمل دی چې طالبانو کړی دی.
کرزي دا هم وویل چې په بلخ کې پر شاهین قول اردو له تروریستي بریده وروسته د طالبانو په اړه د ده دریځ یومخ بدل شوی او له دې ایسته طالبان ناراض وروڼه نه ګڼي.
کرزي تېره اوونۍ په اچین ولسوالي کې د داعش پر تروریستي ډلې د امریکا له لوري له ستر بم غورځولو سره سخت مخالفت وکړ او له دې کبله د یو شمېر خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو خو یو شمېر نورو وستایه.
کرزي د خپلې واکمنۍ په مهال هم طالبان ناراض وروڼه بلل او له همدې کبله د یو شمېر کسانو له لوري پرې انتقاد کېده چې ولي هغه کسان وروڼه بولي چې د ملي اردو او ملي پولیسو ځوانان او عام افغانان وژني، د افغانستان عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي او د ګاونډیو هیوادونو د ستراتیژیکو او جیوپولیټیکو ګټو لپاره کار کوي.
د هیواد ناورین اود کرزی بابولالي! وایی: یو وخت یو سړۍ په لاره روان وو او لیری مو د مخی باد یی پری شو نو سملاسی یی وویل . اۍ هۍ! ځوانۍ ولاړي. لږ وخت وروسته یی چی شاته وکتل څوک نه وو ورپسي نویی بیرته په خندا وویل :په ځوانۍ کی هم چندان شۍ والله که وم!؟. اوس هم د شمالی والو دیګانانو متل دۍ چی وایی: زور کاکاس،که انګور در تاکهاس.هغه د غربی نړۍ او امریکا پریمانه پیسي او بی حسابه مالی سرچیني وی چی سړۍ یی ځنی جوړ کړۍ وواونظار د شورای څخه ده فرعونان جوړ کړل چی اوس یی هر یو غل چی د واک نه لیری شی نو د جنګ اوموقتی یا مواز اداری د جوړولوڅخه ټیټه خبره نه کوی.کرزۍ صیب چی د امریکایانو د یرغل په مهال یی په کویټه کی د حاجی شکور په پلازه کی د امریکایانو دجاسوسۍ د پیسو د ویش مسول وو نو یوڅو کنداریان ورغلی وو اودمظاهری د ملاتړ هیله یی ورڅخه کوی وه، پځواب کی همدی جنابعالی ورته فرماییلی وو:زه د سره لا پشتون نه یم! او اوس ځان بیا د پشتنو ایمل خان اوباچاخان ګڼی.د نوموړی دغه اوسنۍ څرګندونی د ده د سیاسی مالخولیایی حالت ښکارندوی کوی، پلاریی (خدای بښلۍ معین صیب عبدالاحدخان کرزۍ) په زړ بودۍ کی همداسی یو روانی حالت پیداکړ چی بیځایه به یی هرچا ته خوله اچوله.طالبانو د نوموړی د وژنی هیڅ پلان نه درلود!مګر د نوموړی د ډرندی خولی په توسن یی د مازدیګرلمانځه نه وروسته د ګول مسجد ته څیرمه وویشت. زما افسو س د هغو ساده زړو خلکو پحال دۍ چی د نوموړی په خبرو باور کوی اوتر ګړنګونو لویږی .نو ای خلکو هوښیار اوسۍ لدی سړی سره چی هیڅ د باور سړۍ ندۍ .د سهار په کلیمو یی غلط مشی ««»» چی کورونهورانوی نوم یی شمۍ دۍ..
تر ليکنې تبصره خوندوره ده. ژوندی اوسې
په کرزي هيڅوک باور نه لري هغه چي تر ګړنګونو لویږی د هغوی ګټي ورسره تړلي دي
هغوی او خاصتآ هغو چه د چټلستان د ای ایس ای په کاسه کي اوبه چښلي وي د خیر طمع ترې کول دا به یوه لوېه تېروتنه وي. ځکه په چټلیستان کي اوسېدلي سیاسیون هیڅکله وطن ته وفادار کېدای نسي
تر څو چه ترهګر په داخل دنظام کي شنډ نه سي همدالړئ به ادامه ولري
په داخل دنظام دترهګرو دشنډيدو تر مخه آمريکاه تر هګر ته او دهغه ترهګرو ملګرو ته دخدائ په آماني ووايو او کومکو ته ئې منفي ځواب وکړل سي.
که نه تر دغو بدو عواقبو ته منتظر واوسئ.