ضیاالرحمن ودان

موږ کې چې څوک ناڅاپه ، پرته له خوارۍ او وړتیا شتمن شي ، موږ ورته وایو چې فلاني ته خدای ورکړه نو څنګه یې کوې ، کرزي ته هم خدای ورکړه ، خدای ورکړه او لا امریکا ورکړه خو مقصد پاراشوټ کې را ولوېده او د کابل په تخت کېناست.

دا داسې یو وخت و چې څه وختونه وړاندې د امریکا سرسخت سیال روس په افغانستان کې له ماتې خوړلو وروسته له دغه هېواد څخه وتلی و او په هېواد کې له روس وروسته د ملا محمد عمر اخوند کمبله هم ورټوله شوې وه

کرزی د داسې یوه هېواد ولسمشر وټاکل شو چې اتیا سلنه وګړي یې نه په سیاست خبر وو او نه په دې پوهېدل چې دا فرښته له کومه را نازله شوه ، خو مداري خدای پرې مسلط کړ ، کله به یې ملت ته ژړل او کله به یې ورته خندل ، کله به یې ورته ویل چې غلا کوئ خو له دولت څخه یې کوئ خپلو کې یې مه کوئ او کله به یې ویل چې هر څنګه یې چې کوئ خو بهر یې مه وړئ ، د کرزي وروڼه اوس هم په بنډارونو کې دا خبره کوي چې کرزی زموږ په وروڼو کې ګڼکپ و ، هر چا ته به یې دوکه ورکوله ، وایي موږ ټولو وروڼو ته خپل پلار عبدالاحد کرزي ویلي وو چې ګورئ زامنو حامد کرزي باندې اعتبار ونکړئ او هره مهمه خبره هم د ده په وړاندې مه کوئ ، مطلب دی فطري فرېبکار هم دی پرته له هغې چې د امریکې برنامو پلې کولو ته به یې له فرېب کار اخیست.

کله چې کرزي ملت ته وروستۍ وینا کوله هم په ډېر افتخار یې وویل چې ما ته به مارشال فهیم ، احمد ضیا مسعود ، یونس قانوني ، سپانتا ، خرم او ځینو نورو د چا د تقرر مکتوب وړاندې کړ ،  ما به په پټو سترګو لاسلیکول ، یواځې یې مکتوبونه په پټو سترګو ندي لاسلیک کړي ، ډېر داسې بنسټیز کارونه یې هم په پټو سترګو له مخې چپ کړي دي چې اوس غني ته ور له غاړې دي ، کوي به یې ځکه کرزي خو هېواد مشري ونکړه ، هغه خو پخپله ویل چې زما دیارلس کلنه دوره یوه اوږده مېله وه ، خلکو خوړل څښل پته نه لګېده

واااااااااااااااااا ته دې هدایت نصیب شه ، نو خوړل څښل خو پکې یواځې د غوایانو غوندې پړسېدلو کول ،  نو ته زما په لېرې ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو کې له هغو غریبانو څه خبر یې چې د وڼو پاڼې یې خوراک وې ؟

له دې ټولو نادودو سره سره یې د شورای نظار لنډغر هم وپړسول ، مارشالان یې کړل ، ملي قهرمانان یې کړل ، جنرالان یې کړل او د بسته نظام اتیا سلنه برخه یې یواځې د پنجشېر په خوله کې ورکړه ، هر لنډغر به چې ورته ګوته وښوروله وزیر به یې کړ خو فقط یې غوښتل چې د ده موقف ساتلی وي ، وروڼو یې د ده له شتون څخه په استفادې د پوډرو او قاچاقو کاروبارونه کول ، خو لنډه دا چې هېڅ داسې بدرنګي پاتې نشوه چې کرزي خېلو نه وکړه ، سړی  د افغانستان غوندې د یوه در بدر هېواد ولسمشر و او ده فکر کاوه چې د پاریس ولسمشر دی ، بیا چې ځینو خو به دا بوشول هم ورکړل چې تاسو خو د کندهار خانان یئ نو بیا به دې ښه را تم کړی وای .

بلاخره په کرزي باندې دیارلس کلنه دوره داسې تېره شوه لکه دیارلس ممیز چې خولې ته اچوې ، نه یې ځان راځي کړ او نه یې ملت راضي کړ ، د ملت دیارلس سرنوشت ټاکونکي کالونه یې داسې داو کړل چې باور وکړئ که څوک د قیمار قیتې ( پارې ) داسې داو کړي .

 اوس نو ویښ شو چې لکه پاچاهي خو به بل چا ته هم تسلیمېدل غواړي ، اول خو یې زړه و چې چوکۍ ځان پورې وتړي خو نړیوالو ورسره نه ومنله ، بیا یې زړه و چې خپل بې سواده ورور ولسمشرۍ ته نوماند کړي خو د چور ملګرو یې ورسره مخالفت وکړ ، وروسته یې د زلمي رسول غوندې کس باندې زور وواهه چې واک ته یې راولي ، د خوار او زار ملت پاتې بودیجه یې بیا د زلمي رسول له کمپاین ځار کړه ، کله چې یې اشنا ناکام شو او پوه شو چې اشرف غني واک ته را روان دی ، چاړه یې اوبو کې ولیده او عبدالله سره یې ګوتې پټې کړې ، د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ او تشویق یې کړ چې د ټاکنو پایلې وه نه مني ، همداسې وشول ، ګلمرجان وویل چې نه یې منم ، سړیه وه یې منه ، وایي نه یې منم ، وه وروره خدای ته ګوره ، دې نظام ته وګوره او دې ملت ته وګوره وه یې منه وایي نه یې منم ، مجاهدینو ته وګوره ویې منه ، وایي نه یې منم ، د ځمکو غصب ته وګوره ویې منه وایي نه یې منم .

بلاخره د هېواد وضعیت ته په کتو ، زموږ د سیاسیونو سیاسي بصیرت ته په کتو او په لویه کې نړیوالو برنامو ته په کتو ولسمشر پرېکړه وکړه چې د ملي وحدت حکومت جوړ کړي او همداسې یې وکړل ، کرزی چې هدف ته ورسېده اوس یې نو د خپلو کسانو د ورځایولو هڅې پیل کړې ، پر ولسمشر غني یې ډول ډول فشارونه راوړل تر څو د ده فاسد پخواني چارواکي واک ته راولي ، له ولس سره د کرزي په کړو نامردیو سترګې پټې کړي او همدا رنګه حد اقل په ځینو مسایلو کې ورسره مشوره وکړل شي .

ولسمشر غني ته د کرزي دغو فرمایشونو اواره ونکړه ، ایسته یې فاسد چارواکي ورته څوک له دندو لېرې ، څوک بندیان او څوک ممنوع الخروج اعلان کړل ، کرزي چې ځان د کندهار خان او ملي مشر باله دا ډول اقدامات د ځان پر وړاندې د ولسمشر غني ګستاخي وبلله او د ولسمشر غني په تخریب پسې یې مټې ور بډ وهلې .

لنډه دا چې کرزی زوړ شو سوړ نشو ، لا یې هم رګونو کې د ولسمشرۍ وینه ده ، نه غواړي ځان اوس هم باید عوام حس کړي ، کرزی لا هم غواړي چې خپلو ناوړه کارونو ته انکشاف ورکړي ، نظام تخریب کړي ، د ولسمشر غني لاسته راوړنې کم رنګه وښیي او خلکو ته وښيي چې زما دوره د ولسمشر غني له دورې غوره وه .

د دې تر څنګ بله د بحث وړ مسله چې کرزی پرې ځان ناراضه ښیي دا ده چې ولسمشر غني باید د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره که خپله نوماند کیږي هم له کرزي سره مشوره وکړي او که له بل چا ملاتړ کوي نو باید له داسې کس ملاتړ ونکړي چې د کرزي خېلو نا مشروع ګټو ته پکې تاوان رسیږي .

4 thoughts on “ کرزی ولې نا ارامه دی؟/ ضیاالرحمن ودان”
  1. د(( ترڅو )) ساري ناروغي به ترڅو روانه وي؟
    (له پايه څلورم پراگراف)خپلې ښايسته ليکنې مه بدرنگوئ په مينه او مننه ستاسې د ټولو زيار

  2. داخوهيح ليكنه نه شوه هسي قيصه يي ليكلي دا ليكنه همداسي وي دكرزي يي غيبت كري اوداشرف غني يي صفت كري او دي ته يي ندي كتلي چي هماغه قيصه روانه ده هماغه فاصدچارواكي يو په بل پسي په لورو پوستونوتاكل كيژي او دي لاتراوسه ويده ده.

  3. عجبه خلک یاست!!!!!!!!!! دا د ولسمشری تخت دهغسی دی چي هر يو پر کښيني هغه بدلارې کړي. افغانستان هیڅ کله نه جوړیږي خو یوازنی لاره یی د ټول اتحاد او اسلامی شریعت نافذیدل دی. مونږ او تاسو څومره بی عقلان یو چي د الله تعالی د نه منو د بنده ګانو د يی منو

    الله تعالی فرمايی: ما د اسلام دین ستاسو لپاره خوښ کړيدی اوس خو مونږ د اسلام د نامه څخه لا بد راځی او پلی کول یی خو لیری خبره ده.

    راځی چي خپله اسلامی مفکوره راژوندی کړو. د اتحاد، ورورګلوي، صداقت او ریښتنولي داسی یو مثال جوړ کړو چی نړی کښی یی ساری نوی…….. آیا دا به امکان ولری؟

  4. زما په اند ودان ورور ټول ریښتیا لیکلی دی، او همدا کرزی تر نن پوری د ټولو نه خوالو عامل .دئ. چه بدترین مثال یی د نظار شورا په ټول هیوا باندی واکمن کول دی

ځواب ورکول Bashir Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *