تاند- ولسمشر حامد کرزی نن له دولتي مامورینو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې وویل، هر ځل چې پاکستان ته تللی یم راڅخه غوښتل شوي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنم او لاسلیک ورکړم خو ما د دوی غوښتنه رد کړې ده.

کرزي په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه وویل، د پاکستان سیاسي مشران د سولې ملاتړ کوي خو په دغه هیواد کې ځیني نور قوتونه په افغانستان کې د سولې مخالفت کوي.

ده په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا پر جګړې نیوکه وکړه. او په عین حال کې یې وویل چې د افغانستان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

کرزي وویل، پاکستان هلې ځلې کوي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي په کنټرول کې واخلي خو خبرداری یې ورکړ چې د افغانستان حکومت به پاکستان ته د دې کار اجازه ورنه کړي.

ده وویل، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې ده او په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو ته لېواله نه ده.

کرزي، چې د دوشنبې په ورځ واک نوي ولسمشر ته سپاري، د خدای پامانۍ په مراسمو کې همداراز وویل، افغان ملت د بهرنیانو د جګړې قرباني دی. کرزي همداراز وویل چې افغانستان غواړي چې له پاکستان او امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ولري.

کرزي د افغانستان له نوي حکومت سره د همکارۍ کولو ژمنه وکړه.

0 thoughts on “کرزی: پاکستان راڅخه بیا بیا د ډیورند کرښې د لاسلیکولو غوښتنه کړې”
  1. Karzai did not speak any of these words during Bush administration. In every conference video with president Bush, Karzai said “every thing was OK in Afghanistan”. Why suddenly things changed between Karzai and the US in Obama administration?

  2. محترم کرزی صاحب !
    داکتر نجيبالله چه زما سره ډير مخالف مګر په واقيعتونو سترګي نه شم پتولی تاريخ خپل خط اوسير مخ په وړاندی بيآئ .
    ۱/داکتر نجيبآلله د ديورند دنامبهومې , کرشي قربانې او دوطن شهيددی ,که تا واقعاء تاريخ در لوده نو تا به دواقيعتو په بنياد داکتر نجيبآلله ته دغازی, شهيد, او قهرمان ملی لقب ورکړی وو دا دې ونه کړو مګر يو داړه مار خونخوار ته دي چه په خيانتو کي پټ وو دمارشالۍ رتبه اولقب ورکړه.تاريخ ته څه ځواب لری.
    ۲/احمدشاه مسعود,او داکتر نجيبالله دستا دموقت ددوری دراتګ دپاره تکتيکی او ستراتيژيکې اهداف نه وه ايا ته ددي اهدافو څخه بی خبره وی نه هرګزنه.ايا دا دواړه ستا درياست جمهوري قرباني نه دې?
    ۳/حتی تبصري کيژې چه تا خپل پلار ددی لاري قرباني ګرځولی.
    ستا تاريخ به اينده نسل ليکۍ نه ته،.اول ما ستا دلاسه نهه کاله زندان بی له کومه جرمه تير کړی زه چه وخت رآغی دخپلو حقوقو داعادې وړانديز به مسولو مقاماتو ته دپوشتنی په خاطر وړاندی کوم
    ۴/تا دکنړ دبی وزلو خلکو دقتلونو په هکله دپاکستان څخه کوم اقدام وکړو ديو ريس جمهوپه توګه دکنړيانو لاس آوستا به ګريوان وي داچه ديور ئس جمهور په توګه انتقام دي نه شو اخستلی شرافتمندانه استعفا به دی وړاندي کړی وهداوه دبرآءت لاره
    مسآيل ډير دی منتظر دتارېخ اوسه

  3. Mr karzi was one of thoes politican who sold afghanistan for his personal property, he was just playing by afghans, we didn,t see such as black hsitory like karzi,s.
    all the corruptions and crisess which happned in afghanistan he is responsible for that.

  4. وروره جنرال صاحب حبيب الله جلالزوي! تاسو له چا سوال کوئ ؟ کرزی یو روغ لیونئ چی وایی هغه دئ ، هغه اوس هم جاسوس دی او دا بیځایه بیځایه خبری ددې دپاره کوی چی ګویا بیا خلکو ته ځان افغان معرفی کړی ، حال داچی اوس دیر دیر ناوخته دی، دهغه غول دافغانستان تاریخ یی دومره وروست او بویناکه کړی چی دئ یو وار بیا دسره که دخپل موره را وزیږی بیاهم هغه ملوث سړئ به وی ، ده دایرانه دګرګین د اولاده نه دبیغیرتی پیسې واخیستی، ده تر اوسه دامریکا داستخباراتو پیسی اخلی ، دانګلستان داستخباراتو او نور نور پیسی اخلی، ته او خدای دا څرنګه بی وجدانه او حیثیته کس دئ؟ یو ریس جمهور په کوم صلاحیت او کوم قانو داحق ځانته ورکوی چی دبهرنی استخباراتو پیسی واخلی؟ هیڅ هیڅ هیڅ قانون ، او هیڅ هیڅ هیڅ توجیه ودی کارته نلری، دئ باید محاکمه شی په ثفت دیو جاسوس او ملی خایین ! په لحاظ دخدای افغانانو مه پریږدئ چی کرزی دمحاکمه نه بچ شی! هرومرو باید په صفت دملی خاین محاکمه شی!

  5. نورو قومونو ته خصوصا خپلو شیعه ګانو ته یی ډیر خدمت کړی دی. خو پښتانه یی د احمدشاه مسعود د پنجسیریانو د ترانی په استناد اسلام دین ماست ، افغانستان به غین ماست عمل وکړ

  6. Afghan history will never forgive Karzai he totally destroyed Pakhtoon people.

    The most corrupt president ever in Afghan history he was not honest to Afghans.

    After he realises that there was no place for him inside the ARG then he has to hand over his newly built house for the use of the guest this demonstrates how much the Afghan hate this corrupt leader.

    Shame on you Karzai you will face the justice of Allah(swt).

  7. داسلام په زړه پوری سیاست وال دافغانستان نامتو جمهور ریس ښاغلی حامد کرزی په کارنامو په افغانستان کی هیځوک سترګی نشی پټولی دا په داسی حال کی چی افغانستان ددووغلامانو په منګولوکی ګیر وو چی یوی خواته دپاکستان غلامان اوبلی خواته دروس او ایران غلامانو ددی په تکل کی وو چی زمونژګران افغانستان تجزیه کړی چی له سالنګونو نه دیخوا به دپاکستان یوه صوبه شی اوآخوابه دروس او ایران نظامی پایګاه کله چی جناب کرزی صاحب راغی اوهغه حالت یی کاملآ په داسی حکومت بدل کړ چی ټول په یوه کاسه سره راټول شول او دخپل ګران هیواد دجوړیدا لپاره یی کار شروع کړ او تر دی حالته یی چی افغان ولس دخوړلولپاره ځه نلرل خو اوس الحمدالله دهرچا په کور کی تر خوړلو زیاد ځه پیداکیژی ، جناب هاشمی صاحب زه ستا له خبروسره تر یوی اندازی موفق یم اما داهم دپښتنوپه کم فکری او له دوی نه په دناوړه استفادی دلالت کوی داځکه چی کله کرزی صاحب دهزاره اویا تاجکو سیمو ته ځی نو هغوی یی په ګلانو هرکلی کوی اوبلعکس کله چی زما او ستا پښتنوسیموته ځی نو یی دراکت په حملو هرکلی کوو نو اوس ته راته داووایه کله چی ته چاته زړه نږدی کوی او هغه ستا زړه وژنی نو بیابه ته ورته زړه نږدی کړی ؟

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *