تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې ارګ ته څېرمه د تېرې اوونۍ حملې ته په اشارې وویل چې دا ډول بریدونه به د سولې لپاره د افغانستان اراده بدله نه کړي.

کرزي چې نن په کابل کې د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل: سره له دې چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی بس کړی، د سولې د خبرو پیلولو ته یې لېوالتیا ښودلې ده.

کرزي د طالبانو د سې شنبې د ورځې حمله بې اهمیته وبلله، ویې ویل:«کاشکي دوی ټول وخت د ولسمشرۍ پر ماڼۍ پر حملو تېر کړی وای او له نور افغانستان سره یې کار نه درولودلی.»

د افغانستان د فدرالي کولو هڅې

ښاغلي کرزي پاکستان ته په اشارې وویل: ځیني هیوادونه غواړي چې په افغانستان کې ملک الطوایفي رامنځته کړي. ده تاکید وکړ چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسی د دې هدف لپاره هلې ځلې روانې دي.

ده زیاته کړه:«له شپږمیاشتو راهیسي د طالبانو په وسیله د ملک الطوایفي هڅې رواني دي. دوی طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو له لارې غواړي چې خپل دا پلان عملي کړي. موږ ته له پاکستانه اوازې راغلي او په دې برخه کې راپورونه هم لرو چې دوی په دې باب هلې ځلې کوي. نپوهېږم چې په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. داسي یو حالت د پاکستان لپاره لا په تاوان دی.»

ویل کېږي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه به د سولې په پلمه طالبانو ته وسپارل شي او بیا به فدرالي نظام رامنځته شي.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې ځینې ډلې په تېره بیا د محقق په مشرۍ وحدت او د دوستم په مشرۍ جنبش د داسي یوه سیستم د رامنځته کولو لپاره له پاکستاني چارواکو او د امریکا د کانګریس له ځینو غړیو سره خبرې کړي او د هغو موافقه یې هم ترلاسه کړې ده.

د جنبش او وحدت ګوندونو سرچینې وايي چې د فدرالي سیستم پر اساس دې هره سیمه یا ایالت جلا قانون او بیرغ ولري. دوی وايي که د جنوب خلک طالباني شریعت غواړي نو اجازه دې ورکړای شي چې هماغسي سیستم پکې عملي شي خو دوی دې هم اجازه ولري چې له خپلې خوښې سره سم بېل حکومتي نظام او قوانین ولري.

د چارو کارپوهان وايي، پاکستان په داسي یوه سیستم کې د افغانستان د کمزوره کولو هدف ته رسېدل غواړي.

8 thoughts on “کرزی: پاکستان په افغانستان کې ملک الطوایفي غواړي”
  1. آيا دا خبري د طالبانو د مشر دي؟

    حقمل

    ډېرو دا گمان كولو چي طالبان به هيڅكله د امريكايي ځواكونو د شتون په صورت كي له هغوى سره خبرو ته كښېنني، له اوربند سره به توافق ونه كړي او د امريكايانو په وينا به د كابل له حكومت سره مذاكرات پيل نه كړي!! خو له پټو مذاكراتو مطلع كړيو ويل چي د طالبانو يوه ځواكمن اړخ په ټولو دغو مواردو كي د طالبانو د معلن او څرگند دريځ خلاف له امريكايانو سره توافقات كړي!! اوس چي په قطر كي د امريكايانو په وينا طالبانو ته دفتر پرانيستل شو، د يوې ورځي لپاره پر دې دفتر د طالبانو سپين بيرغ ورپېدو او د امارت اسلامي سياسي دفتر لوحه پرې وځړېده، خو ډېر ژر د امريكايانو په امر بيرغ نسكور او لوحه لري شوه، او امريكايي چارواكو اعلان وكړ چي طالبان بايد پر خپلو ژمنو ودرېږي، له موافقې سره سم عمل وكړي كه نه نو دفتر به ئې وتړل شي، په كابل كي د امريكا سفير وويل: امريكا د طالبانو امارت اسلامي په رسميت نه پېژني، دا دفتر د مذاكراتو په موخه پرانيستل شوى، د طالبانو هيئت به لومړى د امريكا له استازو سره خبري كوي او ورپسې به د صلحي عالي شورى له هيئت سره!! په رسنيو كي د طالبانو د استازو دا حيرانوونكي اظهارات هم منعكس شول چي حاضر دي د اوربند او له 2014 وروسته د يو شمېر امريكايي ځواكونو د پاته كېدو په اړه خبري وكړي، دې ته هم چمتو دي چي د كابل له حكومت سره مذاكرات پيل كړي!! دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا دا خبري د طالبانو د مشر دي؟ او آيا د طالبانو ټول اړخونه له دغو خبرو سره موافق دي؟ كه دا د طالبانو د مشر خبري نه وي او د طالبانو ټولي ډلي ورسره موافق نه وي نو ولي د دغو غلطو دريځونو په خلاف عكس العمل نه ښيي، هغه نه ترديدوي او له دې گناه ځان نه تبرئه كوي؟ كوم مؤمن او عقلمن مجاهد به په داسي حال كي له اوربند او د بهرنيو ځواكونو له حضور سره توافق وكړي چي هېواد ئې د اشغالگرو ځواكونو په لاس نيول شوى، د خپلي خوښي نظام او لاس پوڅى مفسد حكومت ئې تپلى، د اشغال دوام او د دې نظام بقاء غواړي او په همدې موخه ئې له مخالفينو سره مشروط خبري پيل كړې؟!! آيا په دوحه كي يو داسي بې واك او بې اعتبار دفتر چي د بيرغ او لوحې نصبېدل او نسكورېدل ئې هم د بل په واك كي وي او د دښمن اشاره پرانيستل كېږي او تړل كېږي، آيا داسي دفتر په دې ارزي چي دومره تنازل ورته وشي، د دښمن ټول خطرناك او د نه منلو وړ شرائط ومنل شي؟!! او دا ټول په داسي حال كي چي دښمن د جنگ په ډگر كي ماته خوړلې، له وتلو پرته بله چاره نه لري، لاس پوڅى حكومت ئې شړېدلى، مجاهدين كولى شي په لږ نور صبر سره خپل ټول اهداف ترلاسه كړي، د هېواد خپلواكي، د بهرنيو ځواكونو بلاقيد او شرط او بشپر وتل، د افغان ولس د خپلي خوښي او له خپلو معتقداتو سره سم نظام راتگ تضمين شي.

    په كار خو دا وه چي اوس او د سپيني ماڼۍ له دې اعلان وروسته چي تر 2014 وروسته به هم د دوى ځيني ځواكونه په افغانستان كي پاته وي او د ايټاليا، جرمني او تركيې يو شمېر ځواكونه به هم له دوى سره وي، د دې اعلان له خپرېدو سره سم بايد طالبانو خپل پټ مذاكرات هم قطع كړي وى، د حزب اسلامي د اسلامي او جهادي دريځ ملاتړ ئې اعلان كړى وى، همغسي لكه چي پر افغانستان د امريكا د بريد پر مهال حزب اسلامي د طالبانو د دريځ ملاتړ وكړ او خپلو مجاهدينو ته ئې لارښوونه وكړه چي د ټولو هغو كسانو ملگرتيا وكړي چي د يرغلگرو په ضد مقاومت كوي، له ټول افغان ولس ئې وغوښتل چي د امريكا په ضد مقاومت كي فعاله برخه واخلي.

    موږ باور لرو چي حقيقي مجاهدين به هيڅكله د قطر له دې بهير سره ملگرتيا ونه كړي، له پټو معاهدو او مشروطو مذاكراتو سره به توافق ونه كړي او تر هغه به خپل جهاد ته دوام وركوي چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له هېواد ووځي او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي، امريكايان او افغاني لوري بايد په دې پوه وي چي د معامله گريو له لاري څه نشي ترلاسه كولى، هغه دور تېر شوى او بيا به هيڅكله تكرار نشي چي پردي زموږ پر هېواد حكومت وكړي، خپل تالي څټي پر افغانانو مسلط كړي او كومه ډله وكولى شي د پرديو د مټو او وسلو او پيسو په زور پر افغانستان حكومت وكړي.

  2. دا ټول صحیح دي خو آیا ملا خر اخوند په دې خبرو پوهېږي؟ خالق تعالی دې دوی په خپل غضب اخته کړي چې د لیونیو سپیو په څېر په خپلو مربیانو پنجابیانو باندې خولې ولګوي او نور یې افغانان او په خاص ډول پښتانه له غمه خلاص شي.

  3. څنګه، اوس لکه چې ملک الطوایفي روانه نه ده؟ که یې نه منې نو د مزار شاروالۍ یو عادي مامور د جنګسالار والي له موافقې پرته له دندې ګوښه یا تبدیل کړه، خپله والي خو پریږده ، دا یو کوچنی مثال دی. پاکستان خو له سره افغانستان غواړي نه او دا کومه نوې خبره نه ده. نو داسې والي که پاکستان مقرر کړی وي، ولې؟ او که تا مقرر کړی وي نو ولې له مرکزه اطاعت نه کوي؟ دا خو ته یې چې له ملي خاینانو دې نظم ډک کړی دی. مال خپل ساته ګاونډی غل مه نیسه.

  4. حقمل صاحب، نوم دی په ځانی حقمل ایښی دی نو ښه به داوی چی حق ووایی. هسی بدګمانی او اوازی خپرول یوه مسلمان سره نه ښایی هغه هم چی ځانته حقمل وایی. طالبانو هیڅکله نه دی ویلی چی د ۲۰۱۴ کال وروسته د یوشمیر امریکایانو په باره کی خبری کوو. دغه خبره طالبانو رد کړی او اوس هم دغه تردید د طالبانو په الاماره سایټ کی موجو د دی او اسوشیټید پریس چی د طالبانو د کوم ویاند په حواله دغه خبر لیکلی وه، هغه هم وایی چی ما له چاسره مرکه نه ده کړی او نوموړی پخپله دغه خبر رد کړی دی چی د هغه تردید د الاماره په سایټ کی شته. لاکن تاسی دغه ټکی ته هیڅ اشاره نه ده کړی.
    په کابل کی د دفتر په خلاف د منفی غبرګون وروسته ، طالبانو هم خپل غبرګون ښودلی او دفتر ته نه دی تللی. بل دا چی وایی طالبان په افغانستان کی ملوک الطوایفی راولی، دا د کرزی او د هغه د اداری وهم ده. ددوی عکس العمل په اوازو او په درواغژنو مطبوعاتو راپورونو ولاړ دی خو پوه سیاسیون اوازو په بنیاد فیصلی نه کوی او نه عکس العمل ښکاره کوی. اوس ټول ولس کرزی ملامتوی چی یو وخت یی ویل د طالبانو ادرس معلوم نه دی که معلوم شی زه پخپله ورځم لاکن اوس پخپل عمل سره ځان ټول ولس او تاریخ ته درواغژن ثابتوی. د قطر انتخاب د طالبان استقلال ثابتوی چی هیڅ یو ګاونډی هیواد یی انتخاب نکړ او دا هم ښیی چی د هیوا ګټو ته ژمن دی. بل طالبانو لومړی شرط او د مذاکراتو لومړی ټکی د بهرنی اشغال خاتمه ده. که دا کار طالبان د مذاکراتو له لاری ترسره کوی، نو ولی تاسی ته سم نه ښکاری او هسی تبلیغات کوی، شکونه رامینځ ته کوی ؟ ا

  5. ھی عبداللہ ورورہ.سرمہ پسی گرزوہ عاقلان پخپلہ پوھیژی چی سوک ملامت سوک سلامت دی سوک گوڈاگیان سوک ازاددی سوک دپیو مجنونان اوسوک دوینی مجنونان دی.ددی پانڑی می خواوگرزیدہ.زکہ دادتاند پانڑہ خپلواکہ ندہ.دا(اینبودصدای افغانستان قانع صاحب پانڑہ دہ.

  6. حقیقت خو دادی چی په افغانستان کی یوازی او یوازی خودخواهی او ځانځانی ده..نه څوک دجهاد په کیسه کی دی او دنه دوطن،ازادۍ،اسلام او مسلمانۍ په کیسه کی دی…کرزی بیچاره ددنیا دزورور ملکونو،پاکستان،بی دینه او متعصبه شمالیانو،سرټمبه ..
    طالبانو او ناپوه اواحساساتی ملت ترمنځ پروت دی…

    موږ ناپوه او احساساتی ملت په دی خاطر یو چی هیڅ کله مو دعقل څخه کار نه دی اخیستی ،هر څوک مو لکه ماشومان تیرباسی او بیا وایو چی افغانان پر وطن مین خلک دی….لعنت دی وی پر داسی وطن دوستۍ…..زموږ دناپوهۍ اندازه ددی څخه مالومیږی چی بی ادبی معاف یوخر دمخه سی ځان ته هوښیار او پوه ووایی او موږ لکه ړانده په پسی سو….طالبانو ۵کاله وینی توی کړی ،په هغه وخت کی مو هم ددی قاتلانو او جاهلانو ملاتړلی وه اوس هم هغه خلک دی هره ورځ مو باسواده او پوه خلک وژنی….شمال ګل کلزار دی مګر پښتانه جهاد کوی..طالبه که ته رشتیا جهاد کوی او دافغانانو غم درسره وی نو په دا ۱۲ کاله کی دی افغانستان دښمنان لکه دوستم عطامحمد محقیق او خلیلی غوندی کسان چی داخلک یوازی اویوازی دافغانستان تجزیی ته انتظار دی،طالب پر دی خاین یوه حمله ونکړه،یو پکښی مردار نسو..بیله ربانی څخه چی هغه ددوی څخه جلا سړی وو…مګر پښتانه قومی مشران او پوه خلک مو ووژل…تاسی پوهیږی چی ولی طالبان یوازی پښتانه په نښه کوی او دشمال لنډه غر چی یو وخت ددوی سرسخته دښمنان وه هیڅ ضرر نه رسوی بلکه خبری هم ورسره کوی چی څنګه افغانستان تجزیه سی،،داځکه چی پاکستان دوی ته وایی چی پر شمالی والو به حملی نه کوۍ ځکه چی پاکستان پوهیږی چی داغه شمالی وال به بیا دافغانستان دتجزیی موقع برابروی او د ضرورت په وخت کی به دپاکستان هره خبره هم منی…که دا خلیلی محقق دوستم عطا او فهیم نه وای اوس به دافغانستان مشکل یو طرفه سوی وای..نه به چا دپارلمانی سیستم چی اصلا دتجزیی کیلی ده ناری وهلی او نه به دشمال او جنوب خبره وای……

    که چیری افغانستان دتجزیی تر حده ورسیدئ نو ددی یوازینی او یوازینی عاملین به طالبان وی..ځکه چی طالب اول خو یی ۵ کاله افغانان د اسلام په نامه په اور کی وسول افغانستان یی پر شمال او جنوب وویشۍ..ددنیا څه چی ترهګری ډلی وی هغه یی افغانستان ته …،راوستلی، امریکا او انګریزانو ته یی داموقع برابره کړه چی پر افغانستان حمله وکړی..په زرګونو افغانان شهیدان سول..اول خو سولی ته نه اماده کیدلاست اوس چی پاکستان درته وولی چی بچیه وخت دی دی ځان خبرو ته اماده که..اوس دخپل خودخواهی او قدرت طلبۍ په خاطر افغانستان پر څو ټوټو ویشی او دامریکا اوانګلیس فارمولونه دوی عملی کوی….

  7. I think Karzai wants fiefdoms a good example is his brother in Kandahar, Sher M Akhund in Helmand, Matiuallah in Rozgan, Brahwi in Nemrooz and the northern Atta M and Dostum. Taliban will get rid of them all.

ځواب ورکول ابویاسر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *