تاند: (ابوبکرجبارخېل)- ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې روانه جګړه د امریکایانو او نورو غربیانو دسیسه بولي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو پر اساس ولسمشر کرزي د چنګاښ په اومه د اتلانتیک مجلې سره په مرکه کې ویليچې دهپه افغانستان کې جګړه نه، بلکې توطئه ولیده او هڅه یېوکړه چې دغه توطئه شنډه کړي ځکهله امله یې د افغانانو وینه تويېدله.

هغه زیاتوي چې د ده اهداف د امریکایانو او د ناټو سازمان له اهدافو سره توپیر درلود.

کرزي وړاندې وویل: (( په افغانستان کې جګړه نه وه او هېڅکله مې دا نه ده منلې چې په خپل هېواد کې په جګړه کې ښکېل واوسم،هېڅکله مې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د خپلو خلکو ترمنځ جګړه پرمخ نه ده بیولې،خوښ یم چې دا کار مې نه دی کړی او په راتلونکي کې به هم داسې ونکړم.))

حامد کرزي په وینا دی د دې دسیسې خلاف دی او په خبره یې امریکایان او غربیان هڅه کوي څو دغه جګړه نوره هم وخوروي.

هغه وویل: (( زه د دغې توطئې پر خلاف ولاړ یم؛ خو امریکایان او نور غربیان دا جګړه خوروي، ترڅو موږ له یو بل سره په جګړه کې ښکېل واوسو او دوی وکولی شي خپلې طرحې پر موږ او پر دغې سيمې عملي کړي،هغوی کولی شي چې خپلې طرحې زموږ د پرمختګ او له موږ سره د ملګرتیا له لارې عملي کړي، خو نه زموږ د خلکو د ځان، زموږ د هېواد د ويجاړولو په قیمت.))

هغه زیاته کړې: (( زه د خپلو سرتېرو ترڅنګ ولاړیم، د خپل پوځ ترڅنګ ولاړ یم او له هغوی څخه ملاتړکوم. دوی د دې خاورې بچیان دي چې خپل ځان د دې هېواد د ساتنې لپاره قربانوي؛ خو د دوی ژوند په داسې یوه جګړه کې قرباني کيږي چې هغه زموږ جګړه نه ده، بلکې داسې یوه توطئه ده چې موږ یې قرباني یو.))

د نوموړي په وینا په افغانستان کې روانه جګړه ورته دسیسه ښکاري او دی هڅه کوي څو دغه دسیسه شنډه کړي.

کرزی زیاتوي: (( د طالبانو پر ضد د جګړې په نوم د جګړې دوام نه ستایم او ما ته دا جګړه ريښتينې نه، بلکې توطئه ښکاري، داسې یوه توطئه چې هم پکې طالبان او هم امنیتي ځواکونه د افغانانو په توګه مري او زه غواړم دغې توطئې ته د پای ټکی کېږدم.))

ولسمشر په وینا دی هیڅکله نه غواړي چې له چا سره په جګړه کې ښکېل شي او په خبره یې دواړو خواوو ته افغانان مري.

هغه ډیروي: (( زه هیڅکله نه غواړم له چا سره په جګړه کې ښکېل شم. اوس مهال دا افغانان دي چې د جګړې په دواړو خواووکې مري، دا وضعیت باید پای ته ورسیږي، نو ځکه ما هېڅکله هم نه دي غوښتي چې په داسې یوه جګړه کې د وسله وال پوځ د اعلی سر قومندان دنده ترسره کړم چې په هغه کې یو افغان بل افغان وژني. زه دغې جګړې ته د توطئې په سترګه ګورم. دا افغان وژنه ده، دا افغان وژنه د پخواني شوروي له یرغل راهيسې دوام لري او زموږ خپل ځواکونه له خپلو افغانانو سره په جګړه کې ښکېل دي.))

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “کرزی: په افغانستان کې روانه جګړه د امریکایانو او غربیانو دسیسه ده”
  1. دیر افسوس کوم چه ته اوس دا وایی نو دا دومره خلګ چه مړه شول ته هلته چیرته وی او وروڼو دی چه ټول افغانستان چور کړ ته چیرته وی او د یو عادی عطا نه د فرعون جوړ کړ ته چیرته وی افسوس

  2. ښاغلی کرزی وایي : په افغانستان کې روانه جګړه د غربیانو دسیسه ده . خو د افغانستان پر د سیسه پوه خلک وایي چې کرزي صیب ځان د حسن چپ پر کوڅه وهلی او خلکو ته فرېب ور کوي . ځکه په دې د سیسه کې خپله کرزی صیب هم له غربیانو سره شریک دﺉ ، په دې مانا چې که غربیان په افغانستان کې خپلې ګټې لري ، نو کرزی هم هېڅکله خپل مافیایي ګروپ او مافیایي ګټې په خطر کې نه غورځوي او نه یې له لاسه ور کوي . همدا اوس د اوباما یو خاص سړی له کرزي سره په ارګ کې ناست او د واک پر لېږد د جرمني په منافقانه منځګړتوب خبرې کوي چې لومړی خو باید تر (۲۰۱۶ ) میلادي کال پورې خپله کرزی پر واک پاتې شي ، که دا نه وي نو په افغانستان کې د جرمني د ګرین ګوند اصلي غړی ( ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ) باید تش په نامه د دوو کالو له پاره موقت جمهور ریْس وي ځکه هغه هم شعله یي دي او پر نمبر ون باندې هم دا ټاپه له پخوا را هیسې موجوده ده . نو هېڅکله به ددوی له دایرې واک نه پردی کېږي . د کرزي ورور محمود کرزي هم په څوڅو ځلې ویلي چې کرزی غواړي بحران ایجاد کړي تر څو په واک کې خپله دی پاتې شي . د انتخاباتو مهندسي شوي کمېسیون ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، د هلمند جګړې ، د پوځیانو وژنه . د وزیرستان جګړه ، پر کونړونو د توپونو ګوزارونه ټول هغه څه دي چې د ګاونډ یانو سره په توافق بحران ته لاره هواروي ، اوبه خړوي او خپل کبان په کې نیسي . یونس قانوني د همدې پروژې له پاره پر پټو خبرو لګیا دﺉ . خو دا به ګرانه وي چې امریکا او ور سره ټلواله له کرزي او د هغه له تقسیم شوي ټیم څخه د افغانستان د خاموش اکثریت په وړاندې ودرېږي . دا ځل به دوی ټول له ماتې سره مخ کېږي .ځکه ملت (۱۳ ) کاله تر دې چپنه لاندې ځپل شوی . او چپنې نور خپل عمر خوړلی او باور یې د ملت په وړاندې له لاسه ور کړی .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *