تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وايي، پر امریکا اعتماد نه لري ځکه چې د ده په وینا د امریکا په خبرو او عمل کې توپیر دی.

حامد کرزی، چې هند ته په سفر تللی، یوه ورځ مخکې ویلي و چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به د هیچا فشار ونه مني.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، د امریکايي چارواکو دا څرګندونې، چې که دی له واشنګټن سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي نو خپل ټول پوځیان به له افغانستانه وباسي، صرف د فشار لپاره دي.

ده ټینګار وکړ چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به له خپلو شرطونو تېر نه شي.

د افغانستان ولسمشر دا هم وویل، ډاډه دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه د افغانستان په خیر ده او افغانانو هم تایید کړې ده. خو د ده په وینا د افغانانو د کورونو ساتنه او د سولې د بهیر پیلېدا ضروري ده.

دا هغه دوه اساسي شرطونه دي چې د افغانستان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره ټاکلي دي.

کرزي زیاته کړه: د امریکا په دې خبرداریو باور نه لري چې که ده ورسره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه نو خپل ټول پوځیان به له افغانستانه وباسي.

د کرزي په وینا امریکایانو یو ډول لوبه پیل کړې او که د دوی دا څرګندونې لوبه نه هم وي، پرېږده هرڅه چې کېږي هغه دې وشي.

کرزي وویل د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په نتیجه کې به امریکا او ناټو د افغانستان په ۹ځایونو کې شاوخوا پنځلس زره پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته وساتلی شي.

د افغانستان ولسمشر وویل چې غواړي دا موافقه د دواړو خواوو لپاره یو بری وګڼل شي.

ده پرون د هند له صدراعظم من موهن سینګ او بهرنیو چارو وزارت له سلاکار کاپیل سیبل سره وکتل.

ښاغلي کرزي وویل د دغو ملاقاتونو په اړه وویل:

«موږ د هند له حکومت، له ښاغلي ډاکتر من موهن سینګ سره د دوو هیوادونو په مختلفو مسایلو خبرې وکړې. په دې خبرو کې د دوو هیوادونو ترمنځ همکارۍ، دفاعي او امنیتي مسایل شامل ول او هند په ډاډ مثبته لېوالتیا ښکاره کړه.»

هند ژمنه کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هر ممکن اقدام ته تیار دی.

د افغانستان ولسمشر هند ته په خپل تېر سفر کې د پوځي مرستو په برخه کې هندي چارواکو ته د خپلو غوښتنو یو لیست وړاندې کړی و او هیله لري چې هند به دا غوښتنې ومني.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه لیست په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو رسنیو ویلي چې د افغانستان ولسمشر د سپکو او درنو وسلو، الوتکو او جنګي وسایلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي نن وویل چې له هغو مرستو پوره خوښ دی چې هند یې له افغانستان سره کوي خو ده ونه ویل چې هند د څه راز مرستو ژمنه ورکړې ده.

ده په نوي ډیلي کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د سولې د بهیر لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري دي خو هغه طالبان چې افغانان دي نه هغوی چې له بهرنیو تروریستي تنظیمونو سره تړاو لري.

7 thoughts on “کرزی: په امنیتي موافقه کې له خپلو شرطونو نه تېرېږم، پرېږده هرڅه چې کېږي ودې شي”
  1. د مجددي شاګرد خبرو ته مه ګورئ، عمل او ماضي ته یې وګورئ. دی یوه ورځ کې لس دریځه نیسي، تر ماښامه یې لس ځلې ماتوي.

  2. که کرزی امریکایان په دوه مخي توب تورنوي ، تر ټولو زیات خپله دوه مخی دی.کرزی په تېرو ۱۲ کلونو کې هیڅکله هم . افغانانو ته ریښتیا نه دي ویلي او تل يي افغان دوکه کړي اوس افغانان دده پر یوه خبرهخ هم باور نلري!

  3. به نظر من کرزی صاحب یک اقدام خوب در قبال امریکا کرده است بخاطریکه اگر امریکا به واقعیت صادق میبود پس درین سالهای گذشته امنیت را تامین می کرد و نیوروهای امنیتی مارا تقویت میکرد در حالیکه غیر از رینجر و کلاشینکوف دیگری چیزی برای ما نداده است ضرور چیست که باز هم توقع از امریکا داشته باشیم باید کرزی صاحب به ممالک دیگر رو بگردادند مانند چین روس وغیره تا کومکهای تجهیزاتی با ما انجام دهند همرای نیروهای امنیتی ما هیچ باید با امریکا قرارداد را امضاء نکند

  4. زمونګ د ریس صاحب تولی خبری صحیح دی او امریکا یان دوه مخی دی او خفله لوبه مخ ته بیا ی اوس با ید امریکا یان د کرزی صاحب دغه دوه شرطونه ومنی

  5. زه دا منم چی محترم کرزی صیب په تیرو ۱۲ کلونو کی پښتون قوم ته کوم خدمت نده کړی خو دغه اخیری ۲ شرطونه یی دی پښتون قوم لپاره بیخی زیات خدمت ده که یی په امریکایانو ومنل. که لیږ فیکر ورته وکړو دی افغانانو دی کورونو تلاشی ډیره معمولی خبره ده او افغان پوځ یی په ډیره اسانی سره کولی شی . خو بیا هم امریکایان او پاکستانیان دیته تیار ندی چی له افغان وژنی او پښتون وژنی لاس واخلی او دا وژنی دوی همیشه جاری ساتی .او بل شرط سوله ده سوله په ریشتیا هم چی دی امریکایانو او پاکستانیانو پلاس کی ده او هغوي هیڅکله هم نه غواړی چی پښتانه دی په سوله ،امن او یوالی کی ژوند وکړی ځکه چی دی پښتنو یوالی او جوړښت دی امریکا او انګلیستان دی ناجائیزه بیچی پاکستان لپاره ډیره لویه خطره ده . که کله پښتون قوم ته سوله اوآمن راشی او یوالی یی په برخه شی په هغه ورځ پاکستان ختم ده .او ترکومه چی پاکستان په پښو ولاړ وی پښتون قوم به همداسی ختمیزی اوپه سرو اورو کی به سوزی .الله (ج) دی وکړی چی محترم کرزي صیب په دی شیطانانو باندی دا ۲ شرطونه ومنی که چیری دا ۲ شرطونه ومنل شو پښتون قوم به دی همیشه لپاره ددی شیطانانو له شره او فساده خلاص شی .

ځواب ورکول نجیب ا لله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *