تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن /جمعه/ روسیې ته لاړ چې د دغه هیواد په سوچي کې د ۲۰۱۴ میلادي کال ژمنۍ المپیک لوبې وویني.

د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې له کرزي سره، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د سوچي المپیک لوبو په پرانستونکو مرامسو کې ګډون ته بلل شوی، یو جګپوړی دولتي پلاوی هم ملګری دی.

ښاغلی کرزی به په دې یو ورځني سفر کې له خپل روسي ساري ولادیمیر پوتین، د چین له ولسمشر شیا یانپینګ او د ملګروملتو له سرمنشي بانکي مون سره وویني.

له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل ملګري دي.

د سوچې په ژمنیو المپیک لوبو کې، چې نن پرانستل کېږي، د نړۍ ۶۰ مشران ګډون کوي.

پوتین د جمعې په ورځ د سوچي المپیک لوبو تر پرانستلو مخکې روسي لوبغاړي وهڅول، دوی ته یې وویل چې د خپل هیواد خلک پرې حساب کوي.

روسي لوبغاړو څلور کاله پخوا د کاناډا د ونکوور  په ژمنیو المپیک لوبو کې ښې نتیجې نه وې ترلاسه کړي، دوی د سرو زرو یوازې درې میډالونه ګټلي وو.

One thought on “کرزی په سوچي کې د روسیې او چین له ولسمشرانو سره خبرې کوي”
  1. کرزی فقط خفل ځان دهیوادونو له ریسانو سره بلدوی لکه نا دیده جمهور ریس کله فه یوه خوا مندی وهی کله فه بله الله ج به ورسره حساب وکړی ځکه یی افغان مظلوم ولس سره له حده زیاته جفا وکړه خصو صا پشتون قوم سره او بیا خصو صا دقند هار مظلوم ولس سره

ځواب ورکول انجنر حبیب الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *