کرزی له افغان هندوانو او سیکانو سره خبرې کوي

تاند- ولسمشر حامد کرزي افغان سیکانو او هندوانو ته وعده ورکړه چې د دوی ټولې اساسي ستونزې به په یوه میاشت کې حل کړي.

د افغان سیکانو او هندوانو د ټولنې مشر رویل سینګ وویل، ولسمشر کرزي له دوی سره په لومړنۍ کتنه کې په ورین تندي د دوی شکایتونه او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د افغان هندوانو او سیکانو د غضب شویو شتمنیو د خلاصون لپاره به فوري اقدام وکړي.

د تنظیمي جګړو په کلونو کې د افغان هندوانو او سیکانو کورونه، دوکانونه او حتي د مړو د سوځولو ځایونه د غاصبو توپکوالو له لوري قبضه شول او تراوسه لا پرې ځینو زورورو خېټې اچولي دي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د مشرانو جرګې غړې ډاکترې انارکلي هنر یار او رویل سنګ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، دوی د حامدکرزي په مشرۍ په تېرو یو ولسو کلونوکې په هېوادکې له ترسره شویو کارونو او په بېلابېلو برخوکې پر شویو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.

دوی همدا راز په افغانستان کې  په هندو او سیک مذهب پورې د هغو اړوندو تاریخي او مذهبي اماکنو او شخصي جایدادونو چې د یو شمېر زور واکو لخوا غصب شوي دي د بیرته ورسپارلو، د هندوانو او سیکانو له عبادت ځایونو څخه د اوبو او برېښنا د لګښت  د پیسو د وربخښلو او دوی ته د سرپناه لپاره د ځمکو د ویش غوښتنه وکړه.

افغان سیکانو او هندوانو ولسمشر ته وویل چې په ولسي جرګه کې د دوی ځانګړې چوکۍ دې بېرته احیا شي، د مړو د سوځولو لپاره دې ځای ورکړای شي، عباتځایونه دې یې خوندي کړای شي او غضب شوي ملکیتونه دې بېرته وروسپارل شي.

د ولسي جرګې غړیو د په وروستیو کې د انتخاباتو د نوي قانون د تصویبولو په مهال د هندوانو او سیکانو لپاره ځانګړې چوکۍ حذف کړه.

له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر کرزي هندوانو او سیکانو ته وویل چې په یوه میاشت کې به د دوی ستونزې حل کړي او د حل ډاډ به هم ورکړي.

ولسمشر ویلي چې هندوان او سیکان هم د نورو افغانانو په شان د افغانستان د اتباعو په شان برابر حقوق لري او حکومت به هڅه وکړي چې د کډوالو شویو هندوانو او سیکانو د بېرته راستنېدو لپاره لازم ګامونه واخلي.

حامدکرزي د افغان هندوانو او سیکانو د غوښتنو له اوریدو وروسته وویل: په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان د نورو خلکو په څېر تاسو هم ډیرې ستونزې وګاللې، مهاجرتونو ته اړکړای شوی، جایدادونه مو له لاسه ورکړل او ځاني تلفات مو ورکړل.

د هندوانو او سیکانو استازي، چې ډېر کړېدلي او په تېرو دوولس کلونو کې یې شکایت ته چا غوږ نه دی نیولی، نن په دې نیت ولسمشر ته ورغلل چې که ولسمشر هم د دوی په خواست غوږ ونه ګیراوه نو د تابعیت تذکرې به حامد کرزي ته سپاري.

هندوانو او سیکانو خبرداری ورکړی چې که د افغان اتباعو په شان اساسي حقونه ورنه کړای شي له ملګروملتو به وغواړي چې دوی ته په یوه بل هیواد کې د پناه تابیا وکړي.

One thought on “کرزی: په یوه میاشت کې به د هندوانو او سیکانو غوښتنې اجرا شي”
  1. تا خو دا دنورو افغانانو ځمکی او کورونه او حقونه ډیر ښه پرځای کړل چي پاتی زموږ هندو وطنوال شول. غاصبین، لوټماران، جنایتکاران او قاتلان او جاسوسان خو ستا غبرګ معاونین دي، خدای دې .

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *