تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د چین د بهرنیو چارو وزارت نن چهار شنبه په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې د دغه هېواد د باندنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره پر افغان سوله لیدلي دي.

 په دې لیدنه کې  د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان سوله یو حساس پړاو ته رسېدلې او لومړیتوب باید دا وي چې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو تر څنګ په بین الافغاني مذاکراتو کې هم پرمختګ وشي.

 وانګ یي په دې لیدنه کې ویلي، چین تل د افغانستان د خپلواکۍ او سیمه ییز ثبات درناوی کړی او له همدې کبله د افغانانو په خوښه د ټولو لوریو تر منځ د سولې د راوستو لپاره رغنده رول لوبولو کې بوخت دی.

 بلخوا حامد کرزی چې دا مهال د چین په سفر دی، د افغاني مذاکراتو لپاره یې د چین هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده  چې افغانان له دغه هېواد سره د تودو اړیکو ساتنه خوښوي.

 حامد کرزي په دې لیدنه کې ویلي، چې چین له یوې اوږدې مودې راهیسې د افغان کشالې له یوه لوري سره اړیکې ساتلې دي او د افغانستان په سوله کې یې مهم نقش لوبولی چې د ټولو لوریو لخوا یې هرکلی کېږي.

حامد کرزی په داسې حال کې چین ته تللی چې څه موده وړاندې يې ویلي وو چې ولسمشر غني یې د بیجنګ د سولې له بین الافغاني ناستې څخه نوم ایستلی دی.

2 thoughts on “کرزی چین ته تللی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي”
  1. کومه سوله؟ سوله خو تا په عالمي فساد برباد کړه

    وایي خوله د خدای په شیرینۍ او کونه په پسکۍ نه وبښئ په څوکۍ نه اموخته کوي. اوس د عبدالاحد خان زوی ته هم له خپل عادته ورپیښه ده

  2. کرزیه ملت توقع لری چه د مشروع او منتخب ولسمشر او دولت تر رهبری لاندی په متفق شکل د ملت د نورو صلح دوسته عناصرو په شکل چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت دولت تر چتر لاندی هلی ځلی کوی صلحی ته کار وکړه . د یوه مملکت او دولت د مشروع رهبری د غږنه دوهم غږ مه جګوه ، دغه کار د افغانستان د ملی وحدت او د افغانستا موجوده نظام د کمزوره کولو په معنی دی . هر نظر چه لری د اشرف غنی سره یی شریک کړه او د افغانستان په نمایندګی په ټولو ملی ، منطقوی او جهانی غونډو او مسائلوکی باید د افغانستان د دولت در چتر لاندی یو غږ او دریځ وړاندی شی ، دا کار د افغانستان دعزت او قوت معنی در لودلای شی . باید ته او ستا حواریون نور د موجود منتخب دولت سره هماهنګ شی ، او نور د افغانستان په عزت او قوت او د افغانستان په ملی وحدت سات تیری او ټوکی بندی کړی ، که نه نتیجه هم تر لاسه کولای نه شی او د ملت په منځ کی نور هم منفوره او تجرید خواته به ټیل وهل کیږی .ملت هغه پخوانی ملت نه دی اوس یی هغه حلقات او ټیکه داران چه د چوکی ، قدرت او شتمنیو د راټولولو دپاره تلاش کوی او هغه رهبران چه د ملی علیا مصالحو د پاره او د افغانستان د مستقبل د پاره تلاش کوی ډیر ښه پیژندلی ، نور ملت یوازی اعتماد نه بلکه حساب هم غواړی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *