ولسمشر کرزی

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن /شنبه/ وویل هر حکومتي چارواکی به، چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي، له دندې فوراً ګوښه کړي.

کرزي وویل، چې په انتخاباتو کې د خپل ورور قیوم کرزي پر کاندیدېدو خوښ نه دی او د انتخاباتو د دواړو کمیسونونو له غړیو سره په کتنو کې یې هغوی ته ویلي: هر دولتي چارواکی چې په انتخاباتو کې په لاسوهنې ووینې، ده ته دې خبر ورکړي چې سمدلاسه یې له دندې لېري کړي.

د کرزي د حکومت ځینو غړیو لکه د بلخ والي، د اقتصاد وزیر او ځینو نورو په زغرده ویلي چې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. په تېرو انتخاباتو کې هم ځینو والیانو او سیمه ییزو چارواکو په ښکاره د کرزي او عبدالله عبدالله په ګټه په انتخاباتو کې ګوتې وهلې وې.

کتونکي باور نه لري چې کرزی دې د بلخ د والي په شان چارواکي په انتخاباتو کې د مداخلې په خاطر له دندې ګوښه کړای شي خو کمزوري چارواکي، چې ګوندي، قومي او سمتي ملاتړ نه لري، ممکن په دې نوم برطرفه کړي.

کرزي وویل:«موږ تېره اوونۍ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د کمیسون له غړیو سره غونډه لرله، ما په زغرده ورته وویل چې که یې دولتي چارواکي ولیدل او یا یې باوري معلومات ترلاسه کړل چې دوی په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي، او یا له حکومتي وسایلو او امکاناتو څخه کار اخلي، له ما غوښتلی شي چې دوی له خپلو چوکیو لېرې کړم.»

کرزي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په ټاکلې موده یعني نن/ د عرقب ۲۵مه/ د ولسمشرۍ د کاندیدانو نهايي لیست اعلان نه کړای شو. کرزي د خپل کاندید ورور په اړه وویل:«زما ورور قیوم کرزي، چې ځان یې کاندید کړی دی، په خپله خوښه دا پرېکړه کړې. ما ورته ویلي و چې زما په نظر لازمه نه ده چې ځان کاندیدوي، خو د افغانستان د هر بل تبعه په شان پوره ازادي لري او دا حق د افغانستان اساسي قانون ورکړی دی.»

د کرزي له لوري د ځینو چارواکو ټاکنې او تبدیلۍ لکه د ننګرهار د والي په توګه د عطا الله لودین ګومارنې ته خلک د شک په سترګه ګوري. د عطا الله لودین په اړه شکونه وروسته له دې لا ډېر شول چې څرګنده شوه نوموړی په هغه ايتلاف کې شامل دی چې د ارغندیوال په مشرۍ اسلامي حزب له عبدالله عبدالله او محمد محقق سره وکړ.

له بلې خوا د حکومت له لوري دا ټاکنې وروسته له دې کېږي چې عبدالله عبدالله او مرستیالانو یې په ارګ کې له کرزي سره وکتل او نوموړي ته یې د ده د راتلونکې په اړه اطمینان ورکړ.

2 thoughts on “کرزی: که هر چارواکی په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي، له کاره به یې لېري کړي”
  1. Karzai saheb, da ghore ma kra, zaka che atta noor aw nor shamali talwala aw panjsheran ba dar pore khandi. ka ta nar we aw reshtya ham de pashtun wina sta pa rago kshe wi, no yow panjsheray aw ya bal la dande lere kra. Hase ghore makawa, tol de us pejanai, che hase yow be arzasha kas ye, che fakat pa pashtano ie zdakawe.

  2. کرزی صیب خلک نور مه غولوه او لاپی هم مه وهه زه به یی در وښایم معلم عطا نور ټول دولتی ځواک د ځان په نفعه کاروی ، که نر یی ته خو ورته څه ووایه !!!

ځواب ورکول Ahmad Tawana ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *