تعريف:
د وجدان پلورنې يوه ساري ناروغي چې د افغانستان په محافظه کارواو مامله پالو سياستوالو، خدای ناترسه قومي مشرانو، ماده پرسته فرهنګيانو او د سرکار او دربار په بنده ګانو کې موندل کېږي.
عوامل:
دغه ناروغي چې اوس مهال لا هم د پراخو څېړنو لاندې ده. د کرزيميا وايروس له امله رامنځ ته کېږي چې د انسان د عصبي نظام د عفل او فکر برخې سلبوي، وجدان يې زيانمنوي او د وطن پالنې روحيه يې په کامل ډول له منځه وړي.
د تشخيص لارې چارې:
– د ناروغ تاريخچه بايد ټکی په ټکی و کتل شي. که پخوا د ولسمشر کرزي په سرسخته مخالفينو کې و، که په تېره دولس کلنه واکمنۍ کې يې د دولت له پاليسيانو سر ټکولی وي، که د ولسمشر کرزي حکومت يې فاسد او ناکامه بللی وي. خو اوسمهال د کرزي نازولي بې زبانه کانديد حضرت زلمي رسول (رح) پلوي وي نو پوه شه چې کرمی دی او د کرزيميا وايروس تر سختې حملې لاندې دی.
– د ناروغ فېسبوک پاڼه بايد و کتل شي چې پخوا يې څه ويل او اوس څه وايي. که د خبرو ترمنځ يې 180 زاويې توپير ليدل کېږي، د منطق قوه يې صفر شوي وي او د منطقي بخثونو پرځای يې د هېواد د راتلونکي يواځينۍ هيلې او عالم انسان ډاکټر اشرف غني احمدزي پسې بې اساسه تورونو ته کش ورکړی وي او د غني د علم و دانش لارويانو ته سپکې سپورې وايي نو ��وه شه چې کرمی دی.
– ناروغ بايد وکتل شي چې چېرته خو به ټوپک سالار، د ځمکو غاصب، د پرديو استخباراتو نوکر، دځان له سويې د پورته دولتي پوست اشغالونکی نه وي او لا يې هم توبه نه وي وېستلي او د حضرت زلمي رسول (رح) لاسونو ته اوبه اچوي نو پوه شه چې کرمی دی او د کرمي نظام يې ښه ساتنه کولای شي.
– ناروغ بايد وکتل شي چې د بې ګناه افغانانو قانلينو ته خو به ورونه نه وايې او يا خو به د يو داسې چا ننګه نه کوي چې اسلام شرموونکو ته ورونه وايې. که يې نتيجه مثبت وه نو پوه شه چې کرمی دی.
درملنه:
– ناروغ بايد له کامل اخلاقي جراتت نه کار واخلي، په خپل تېر تاريخ پښېمانه شي او د ټول ملت نه رسما بښنه وغواړي.
– ناروغ بايد د کرزيميا وايروس څخه د خلاصون په موخه د خپل ضمير دروازه وټکوي، را ويښ يې کړي او د 30 مليونه اولس د برخليک په اړه کلکه مبارزه وکړي.
– ناروغ بايد د تلپاتې روغتيا په خاطر د کرمي سينډروم د متخصص “غني” د ” د عادلانه نظام لار” مطالعه کړي او ترڅنګ دې يې د “قرار انټي کرميجن” واکسين څو ډوزه تکرار کړي. که مرض يې ډېر شديد وي نو خپله ډاکټر غني ته دې ورشي او د غني د منطقي او عالمانه خبرو وېټامينونه دې واخلي.
د مخنيوي لارې چارې:
له کرمي سينډروم څخه د مخنيوي په خاطر بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي ترڅو خدای مو د شخصيت وژنې له دغې وژنکې ناروغۍ وژغوري.
– خدای شاهد وګرځوئ. د ملت خوار وزار حالت وګورئ. ملي ګټو ته په خپلو شخصي ګټو لومړيتوب ورکړئ. د خپل ځان او خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه فکر وکړئ. ټول کانديدان ښه وڅېړئ. که لږ مو هم ضمير ژوندی وي او احساس لرئ حتما به د “غني” لارويان شئ.
– په لوړو پوسټونو، د پېسو په لالچ او د کرمي په حکومتي زور تکيه مه کوئ. ډېر کم وخت يې پاتې دی. پام چې ونه ښوېږئ. هغه څه چې تاسې پرې تکيه کولای شئ ودان افغانستان دی.
ودان افغانستان پواځې د “غني” په وجود کې ممکن دی.
خدای مو وساته!
نجيب ننګيال
25 مارچ 2014
*زلمي رسول ته ځکه حضرت وايم چې ځان د اعليحضرت امان الله خان خوريی بولي او (رح) ځکه ورسره ليکم چې په نيم ژواندي ځان بې چاره هسې ولسمشر کرزي په عذاب اخته کړ. مړ دی خو هسې دا لږ چې ژوندی دی د ولسشمر کرزي د روح تاثيرات دي.
يادونه: د دغې وژونکې ناروغۍ پرخلاف په عامه پوهاوي کې مرسسته راسره وکړئ. ليکنه شريکه کړئ او ټولنه مو له ناروغۍ وژغورئ.
————————————–
د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.
محترم وروره! زه هم ستا هم نظره يم او دغه ډول مريضانو ته دې په زړه پورې درملنې لارښونه کړې. که خپل ځان ورته مهم برېښي او په نږدې راتلونکې د افغان ملت د حساب او کتاب ځان خلاص بولي چې، د کزيميامل وايروس باندې د اخته کېدو د احتمال نه د حضرت زلمي رسول (رح) او د هغه منحوس ټيم د ملاټړ څخه دې لاس په سر شي.
په قلم مو بر کت
د ډاکټر اشرف غني پلويانو !
تاسې په دې سپوکو سپورو څه کول غواړئ ، ايا تاسې په دې ډول ولس ته د ښکنځل زده کولو هنر ورښياست !
ايا تاسې د غني د مبارزې د پاره دا کاميابه لار بولئ !
ايا تاسې دا ښکاره کوئ چې که غني ګټونکى سو نو بيا به د ښکنځلو يو پوهنتون جوړوئ ! زه چې ستاسې ودې سپکو ته ګورم په ريښتيا زورېږم ځکه تاسې اصلن د غني د لاري اساسي دښمنان ياست !
که په سياست نه پوهېږئ ولاړسئ اول يې زده کړئ بيا مبارزه وکړئ …
تاسې واياست چې د ليکنو پرون او نن مو فرق لري کرميانو ، نو ته اول د غني د ډلي پرون او نن وګوره ، پرون کرزى ملايکه وه نن يې ښه په مايکروسکوپ کي نه مالومېږي …
بل تاسې د جنګ سالارۍ او د زور سالارۍ يادونه د کرمي په ډله پسي کړيده نو ايا دوستم ، ظاهر قدير ، لالى ، جبار قهرمان اوداسي مشهوره نور ټوپک سالاران د کرمي ملګري دي که د غني .
هيله ده چې مبارزه مو سياسي ، علمي او اخلاقي کړئ په دې ډول به تاسې غني د ولس تر ميني ورسوئ او کنه نو په دې ښکنځل ماره لار مو غني د ناکامۍ د لاري مساپر وينم .
نجبب جانه لکه چی د ښاغلی زلمی رسول ټیم له ملاییکو ډک دی . د مشهور جنګ سالار او د کابل ښار د ورانونکو، چور او چپاول کوونکو، د افغانستان د سل کلنی ملی اردو او د هغو د مهماتو ويجاړونکو د مشرانو ورونه او نور درانه استازی د هغه په ټیم کی نشته؟ هغه چی په مسکو کی د افغانستان لوی سفارت چور او عواید یی شخصی حساب ته ولیږل او په دوبی کی د خپل معاونیت په وخت کی له دالرو ډکو لویو بکسونو سره نیول شو او د ملت یا بیت المال له تالان نه خبر نه یی او که هسی ځان د حسن خان په کوڅه تیروی؟
وایم په ګوتو دې برکت شه