لیکنه: دوکتور قمشه اي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي
سخت مغرور شوي وو، ډېر بوخت شوي وو، د طبیعت په تخریب او تصرف کې بې پروا شوي وو، له خپلې ګټې پرته مو پر نور څه فکر نه کاوه، کمزوري او بې وزله مو نه لیدل، خو شتمنو او د قدرت څښتنانو ته مو غوړه مالي کوله.
موږ په دې باور وو چې همدا به په نړۍ کې د ژوندي پاتې کېدو او پرمختګ قانون وي.
اسمان مو په دوود، سربو او وژونکو کازونو تور کړی او لړلی وو.
سیندونه مو له کبانو خالي کړي، خو کثافت دانۍ مو په کثافاتو ډکې کړې وې.
د دین، مذهب، دمکراسۍ او بشر د حقونو په نوم مو وژل کړل، بندیانول مو کړل، چور او چپاول مو کاوه.
هر څه خپل حد لري، د کائناتو تحمل هم حد لري او د ځمکې او اسمان ظرفیت هم خپل حد او اندازه لري.
بلاخره باید یو څوک وای، چې مغروره انسان ته یې فرمان ورکړای وای، تمه شه!!! صبر وکړه!!! ، ځان وپېژنه!!!
دغه ماموریت یوه کوچني ویروس؛ داسې کوچني ویروس ته ورکړل شو چې په سترګو نه لیدل کېږي، څو مغرور او سرکښه انسان رام کړي او داسې ورته و وایي؛
ته ډېر کمزوری یې،
ته ډېر یوازې یې،
ته ډېر ډارن یې،
هر څه په ټپه ودرېدل، الوتکې، ګاډي او مېترو ګانې،
ټولې فابریکې، بازارونه او سوداګریز مرکزونه وتړل شول.
د سټوډیمونو، تفریحي ځایونو، هوټلونو، رسټورانټونو، سینماګانو، پارکونو او نورو دروازې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انسانانو پر مخ وتړل شوې او د ځمکې کرې ته وویل شول؛
اوس ساه واخله،
اسمان ته یې وویل اوس زرغون شه،
لمر، سپوږمۍ او سترو ته یې وویل اوس وڅرخېږئ او ځلاوې وکړئ.
ژوو ته یې وویل؛ اوس د ښکاري له وېرې پرته په ځنګلونو غرونو او رغونو کې هغسې وګرځئ، څه ډول مو چې زړه غواړي.
او انسان ته وویل شول؛
په کور کې کېنه! څه دې چې لرل شکر دې پرې ونه ایست خو فکر وکړه، کېدای شي په نړۍ کې د سم اوسېدو لپاره فرصت درکړل شي.
لیکوال او ژباړن ته دي خدای اجر ورکړي، د لیکني د نیمایی څخه بیا تر پایه مي اوښکي ونه درېدې. رښتیا هم موږ څومره مغروره وو.
رښتیاهم لیکوال او ژباړن د زیات قدر وړ اوعالی دید لری،پند اخلی او پند ورکوی او انسان ځان پیژندنی ته هڅوی،ګمراه انسان هرڅه او حتی طبیعت همداسی فاسدوی لکه چی لیکوال لیکلی
الله رب العزت ،خالق د کایناتو داسی فرمایلی:
یا ایهاالانسان ما غرک بر بک الکریم الذی خلقک فسواک فعدلک فی ای صورة ما شاء رکبک کلا بل تکذبون بالدین………..
اوس انسانیت دی ډول درسونو او پندونو ته سخت اړ دی،ترڅو ځان وپیژنی ،تل مفید اوسی اوکه چاته خیر یی نه رسی په ضرر کی فکر هم ونکړی