که څه هم دکرکټ لوبه په افغانستان کې ډېره وروسته دود شوه او هغه هم ډېره مسلکي او معياري نه وه ، يا په بل عبارت دافغان لوبغاړو دمينې او علاقې له مخې په غير رسمي ډول او کمو امکاناتو پيل شوه ، خو په ډېر کم وخت کې يې زيات پرمختګ وکړ او دافغانستان جنډه يې نه يواځې په نړيوالو لوبغالو کې ورپوله ، بلکې لوبډلو مو غوره مډالونه او برياوې هم ترلاسه کړې او خپلې خاورې ته ډک لاسونه راستانه شول.

دارواپوهنې له نظره ديوه شي په ترلاسه کولو کې تر ټولو زياته او مهمه ونډه خپله د ترلاسه کوونکي مينه او هوډ لري ، هر کله چې مو له يوه شي سره مينه تر دې کچې ورسېږي ، چې په اړه يې خوبونه هم وونيو او دشپې مو دخوب په بستر کې خوب وتښتوي ، نو همدلته ده ، چې له همغه تر لاسه کوونکي شي سره مو مينه دريابي شوي او تر لاسه کول يا ورسېدل يې هم دومره لرې نه دي . خوش له مينې پرته ديوه شي تر لاسه کول په تحميلي بڼه وي او دشخص فطري وړتيا په کې نه شي لوبېدلى.

همدا خبره دافغانستان دکرکټ لوبډلې په برياوو کې دپلې کېدو وړ ده ، ما په افغان کرکټ لوبډلو پورې دپاکستان دکرکټ نوموتي لوبغاړي او کپتان شاهد افريدي پټې او ښکاره خندا ګانې ليدلې وې ، چې دتمسخر په ډول به يې هغوى ته کتل او يادونه به يې کوله ، خو بالاخره نږدې يوه مياشت وړاندې مې هغه ننداره هم وليده ، چې افغان لوبغاړو ته يې په خپل هېواد کې يوه عادي لوبه وبايلله ، له غوسې نه يې هوا ته لاسونه غورځول ، خو ډېر زر له غوسې او ژړا سره له لوبغالي ووت .

دافغان کرکټ لوبډلې ډېر پياوړي غړي دکډوالۍ پر مهال په پاکستان کې له هغو کډوالو څخه وو ، چې دپاکستاني کرکټ لوبغاړو نندارو ته به تل ولاړ وو او په زړه کې يې دغه يوه پټه هيله وه ، چې يو وخت به دوى هم دخپل هېواد لوبغاړي وي ، دغه ډګر ته به په مېړانه راځي او افغان حکومت به هم دهغوى په لاسته راوړنو اوکړنو وياړي ، يوه ځانګړې اداره او حتى بوديجه به ورته ټاکي ، چې دهغوى دمينې او همت له امله همداسې هم وشول.

کډوال لوبغاړي خپل هېواد ته راغلل ، خپله مينه يې له دغه لوبې سره وپاله ، مټې يې را بډ وهلې په خاورينو لوبغالو او خړو ميدانونو کې يې له زړه نه لوبې وکړې او خلک يې په پرځان ورمات کړل ، دغه بهير مخ په وړاندې لاړه ، خلکو په زړونو کې ځاى ورکړ ، دهغوى دلوبو نندارو ته يې خپل کارونه او کلک مصروفيتونه پرېښودل ، لويانو او کوچنيانو دعا ګانې ورته وکړې ، ماشومانو په ترانو ونمانځل ، شاعرانو ورته شعرونه وليکل اوسندرغاړو ورته خپلې ښکلې سندرې ډالۍ کړې.

افغانستان له تېرو درېيو لسيزو دجګړو ، ورانيو او شخړو ډګر دى ، دلته خلکو دهېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې په لوبغالو ( ستډيومونو ) کې دلوبو اولوبغاړو دنندارو په ځاى داعدامونو وژنو ، دټاپو لګولو او فتواوو ورکولو غونډې ليدلي ، خو هغه څه يې ډېر کم ليدلى ، چې لوبغالي يې په موخه جوړ شو وو .

افغانانو په نړيوالو سياليو کې ګډون نه و کړى ، هغوى ته نه وه معلومه ، چې ״ که کور مې وسوځېد ، دېوالونه يې پاخه شول ״ دوى به په ساينس ، علومو ، هنر او … ډکرونو کې له دغه سيالۍ پاتې و ، خو يوازې يو څه ، چې دغه تمه ترې کېده ، هغه دکرکټ لوبه وه او افغان لوبغاړو په کې له شک پرته خپل فطري وړتيا څرګنده کړه.

ددوى دغه برياوو تر شه له شک پرته ، چې دزرګونو افغانانو دعاګانو او هيلې په څپو وې ، هلته که دلوبې په کوربه هېوادونو کې په سلګونو افغان کډوال او ددوى مينه وال د لوبو نندارو ته راغونډو وو ، خو دلته په هېواد کې هم په زرګونو کسانو هغوى تلويزيون له سکرينونو او دراډيوګانو له خپو اورېدل ، خپل احساس يې ورسره شريکاوه او له زړه راوتې دعاګانې يې ورته ډالۍ کولې.

دغه لوبو او برياوو عاموافغانانو ته ګڼ پيغامونو درلود او په يوه ټولنيز خوځښت او ملي وېښتابه يا ناهيلۍ په ورکولو کې يې خپل مهم رول ولوباوه.

     تر ټولومړۍ دا ، چې ددوى نه يې هغه ناهيلي تر ډېره لرې کړه ، چې ګني افغانان دنړۍ تر ټولو وروسته پاتې او بې هوډه خلک دي او دنړۍ له اوسنيو پرمختګونو سره هېڅ دسيالي نه شي کولاى .

دوى فکر کاوه ، دافغانانو په نصيب کوم برى نه شته او بريا يوازې په امکاناتو او پرمختګ پورې تړلې ده . خو له ښه مرغه ، چې دکرکټ ملي لوبډلې برياوو يې دغه منفي ذهنيت تر ډېره لرې کړى او دا پيغام يې تر هر چا رسولى ، چې کرکټ يوازې يوه لوبه او دژوند دسيالۍ يو اړخ و ، خو که هرڅوک په خپل مسلک او برخه کې همداسې په خپله وړتيا او هوډ باور ولري ، دخپلې موخې لپاره قرباني ورکړي او ځان له نورو کم ونه ګڼي ، نو له شک پرته ، چې دپرمختګ مخه يې څوک نه شي نيولى او وړتيا يې په يرو کې دلال غوندې هر ځاى راڅرګندېږي . دسياليو ګټل په امکاناتو پورې تړلي ، خو تر دې ټولو مهم فکتور يې دسيالي کوونکي هوډ او پر ځان ويسا ګنل کېږي او دا خبره په هر ځاى کې ثابته ده .

کرکټ لوبو ته که په زرګونو کسانو دساعتونو ساعتونو لپاره نندارې ته ناست و ، خو له ځان سره يې هر يوه دا پيغام اخيستى ، چې ناهيلي دخداى ( ج ) د ناسمو بنده ګانو ځانګړتياده ، هر کس په خپل مسلک او حرفه کې له ځان اتل او سيال جوړولاى شي.

يوه بله مهمه خبره او پيغام دا و ، چې په افغانانو يې دملي يووالي خواږه وڅکل ، ډېرى افغانان وپوهېدل ، چې بهرني هېوادونه او ټولنې دافغانستان دهر قوم او اړخ بريا يوازې دافغانانو بولي ، هلته ددې هېواد هر وګړى يوازې دافغان په نوم پېژندل کېږي او هغه پولي ، چې ځينو مغرضو سياسينو ټاکلې په بهر کې نه يوازې ، چې مانا نه لري ، بلکې شرم او خجالت پرته پکې هېڅ پيغام نه شتهWrit.

ويلاى شو ، چې همدا برياوې په ملي يووالي او پخلاينه کې اغېزمنې ثابتې شوې او افغانانو ته يې دا پيغام راسولى ، چې دهر افغان ماته او بريا دهېواد په نوم دى او دواړه يې دخپل هېواد لپاره حسابېږي .

دافغانستان کرکټ بورډ ادارې ته ښايي ، چې نه يوازې دلوبغاړو ښه روزنه ، هڅونه او څارنه وکړي ، بلکې له دغه لوبې نه دې دهېواد په دننه هم دلوبو او رونيزو پروګرامونو په ترتيبولو کې دملي بيدارۍ ، يووالي او پخلاينې په برخه کې اغېزمن کار واخلي .

دنړۍ پراخه او په ميليونو ډالره مرستې ، زموږ هېواد تر يوې اندازې جوړولاى شي ، خو زموږ تر منځ ملي پخلاينه او يووالى نه شي ر اوستلى ، دا کار بايد دهمداسې سپورتي فعاليتونو ، لوبو او نورو ټولنيزو فعاليتونو له لارې تر سره شي ، ځکه چې دکرکټ هر لوبغاړى او اتل دسولې او امن سفيرهم دى ، دخلکو په زړونو کې ځاى لري ، نو ځکه به يې پيغام هم ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي .

One thought on “کرکټ او ټولنيز مورال/ ګل رحمن رحماني”

ځواب ورکول hafizullahturab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *