د افغانستان کرکټ بورډ اداري مشرتابه له بدلون سره سم د ملي لوبډلې په میاشتنیو معاشانو کې هم د پام وړ بدلون راغی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه بدلون د ملي لوبغاړو پر روحیه او د دوی د اړتیاو په پوره کولو کې اغیزمن رول لوبوي.
د ملي لوبډلې معاشونه، چې د لوبغاړو اړتیاوې یې نه شوای پوره کولی، د مالي امکاناتو له ارزونې وروسته تر یوه حده لوړ کړای شول.
سربیره پردې، د ملي لوبډلې د سیالیو فیس او د سفرونو پر مهال ورځینی لګښت هم د پخوا په پرتله لوړ شو. له دې سره سره به د کورني کرکټ لوبغاړو ته هم د کورني کرکټ سیالیو پر مهال ورځیني لګښت او د سیالۍ فیس ورکول کیږي.
د ملي لوبډلې په معاشاتو کې د زیاتوالي پر خلاف بیا د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او اجراییوي رئیس په معاشونو کې هم بدلون راغی او د پخوا په پرتله را کم کړای شول. د عمومي رئیس او اجراییوي رئیس په معاشونو کې دغه کمښت په هغو مصارفو کې ورګډ کړای شو چې د ادارې لپاره له اړینو اړتیاو څخه بلل کیدل.
if this happened its a good and smart move by cricket officials specially in this special moment of world cup, Yes, Absolutely positive effect the mentality of our heroes in world cup, good work keep it up officials we proud on you.
د ستایلو وړ قدم د نوی لوړ رتبه ټیم څخه