د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د څو مسابقو په اړه د دوو هیوادونو د کرکټ بورډونو د مشرانو له څرګندونو وروسته کرکټ بورډ ووویل چې تراوسه په دې اړه پرېکړه نهايی شوې نه ده.

د تاند ارشیف
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د څو مسابقو په اړه د دوو هیوادونو د کرکټ بورډونو د مشرانو له څرګندونو وروسته کرکټ بورډ ووویل چې تراوسه په دې اړه پرېکړه نهايی شوې نه ده.
د پنجاب دولت پداسې حال کې عالمان یی خرمرګي په خپل هېواد کې حرام بولي زمونږ په هېواد کې روا بولې ، په سپین بولدک کې د افغانستان په کلیو د مالکیت مستقیما ادعا کوي او له افغان سرتېرو سره مخامخ جنګ کوي، نړیوالې سوداګريزې لارې د ټولو نړیوالو نورمونو او حقوق خلاف په میاشتو بندوي، افغان مهاجر او کډوال واړه ، زاړه ، تورسرې او سپین سرې له کورو راباسې ، وهې او ټکوی یې.
خو زمونږ د کرکټ بورد بیا وایی چې سپورت له سیاست سره مه ګډوی ، د افغانستان کرکټ بورد فکر کوي چې دوی ته به هم پنجابیان چک چکې کوی او تشویق کوی به یی، دوی ځانونه له خلکو مجزا بولي ، چې د کرکټ بورد او لوبغاړو ساعت تېر وی نو د هیچا پروا د هم نه کوي.