د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیايي کپ په سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه پر پاکستان وبایلله.
لوبه یا بیټنګ پاکستان پیل کړ او د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې افغانستان ته ۲۵۹ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبغا��و دا هدف پوره نه کړای شو او په ۷۲ منډو یې لوبه وبایللّ.
نولس کلنو سریلانکا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د لومړۍ درجې هیواد سریلانکا ته ماتې ورکړه او اووم مقام یې خپل کړ.
د ۱۹ کلنو د نړیوال جام اړونده داووم مقام لپاره دغه یو ورځنۍ لوبه نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.
ددې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنه پریکړه وکړه، دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د توپ اچوونکې د ښې لوبې له امله دسریلانکا توپ ووهونکو سمه لوبه ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۱۴ منډو وسوځیدله.
د افغانستان له لوري سید شیرزاد او عثمان غني درې، درې، شرف الدین اشرف دوه، فرید احمد ملک او محمد مجتبی دسریلانکا یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په یویشتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري احسان الله په زړه پورې لوبه وکړه او ۳۷ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز حشمت الله شهیدی او عثماني ۲۴ د یاد وړ منډې جوړې کړې.
دغې بریا سره افغانستان د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې اووم مقام خپل کړ.
تر دې مخکې افغانستان په دې سیالیو کې دلومړۍ درجې هیواد اسټرالیا پیاوړې لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد په دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
ډاکتر نور محمد مراد وایي چې د ۱۹ کلنو لوبډله په دې سیالیو کې ښه وځلیدله او د لومړۍ درجې دوو پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړه.
هغه زیاتوي چې دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د بریاوو په لور روانه شوې او په نږدې راتلونکي کې به نورو پیاوړو لوبډلو ته هم ماتې ورکړي.
د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د نړۍ ۱۶ پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه او ددې سیالیو پای لوبې ته د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو لاره موندلې ده.
پاکستان ۲۴۹ منډې هدف وټاکه، او افغانستان په ۷۵ نه بلکه په ۷۲ منډو بایلله.
نن دومره خپه لکه د کنړ په شهیدانو، دا نه وایم چې لوبه وبایلله،خپه په دې یم چې په لوی توپیر مو بایللي باوجود د دې چې په لومړي سر کې مو بالینګ او بیټنګ دواړه سم وو
نور لېکل هم خوند نه راکوي