عطاالله خوږیاڼی
موږ د نړۍ د هغه بې وزله،غریبو او په ځانګړي ډول هر وخت د غمونو څپو وهلی قوم یو،موږ تل د ټوپک ډز اوریدلی،د مرګ مو خبر اوریدلی،د غم مو سندرې غږولي،خو د خوښیو د سمندر تر غاړې هم ناست نه یو.
مشران هم ونه توانیدل،چې د کړاونو له دغه زولنو څخه مو خلاص کړي،ښه وو،چې لوبغالی پیدا شو او په لوبغالې کې لوبې هم پيل شوې.
زموږ د تکوندو،فوټبال … او کرکټ لوبغاړې په لوبغالي کې وو،ملي سرود ته په نامه دریدل،بیراغ یې نورو ته هم ډالۍ کړې وو او خپله یې هم د په افتخار له ځآنه تاو کړې وو،ملي ژبې یې هم په زرګونو تلویزیونو باندې واورولې.
هغه افغانانو چې د خپل شهید پسې اوښکې تویولې،د دوی په بریا یې په شونډو موسکه او په لیمو یې راښکته شوې اوښکې وچې پاتې شولې.
خو دغه اوښکې راته تر ډېره د کرکټ ملي لوبډلې وچولې،دوی خو له چمنې خضورې څخه تر نړیوال جام ورسیدل،هو ستاینه یې هم شوې خو … دوی به یواځې د کاروان په تګ سره بدرګه کېدل،په یوې غونډې کې به یې ستاینه کېده،خو موږ فکر کاوه،چې بس ستاینه همدومره وي خو خبر نه وو،چې ستاینه بل ډول ده .
شکر چې فوټبال لوبډلې مو پاکستان مات کړ،له هندوستان یې غچ واخیست او دا بریا رښتیا هم د ستایلو ده خو دغه بریا د کرکټ په پرتله د اسمان او ځمکې توپیر لري،کرکټ مو نړیوال جام ته رسیدلی او دوی یواځې د اسیا یوه برخه کې له تم دي.
هو ګیله له خپلو کیږي،موږ په پدې سترګې نه پټو،چې د فوټبال ملي لوبډلې د ستاینې تر شاه د چا لاس وو،مسؤلینو ته یو چا ذهنیت ورکاوه،چې باید لوبډله وستایل شي،هغه کسان چې فوټبال په ځآن پورې تړي،په رښتیا ډول د فوټبال ملي لوبډلې ته د ستاینې زمینې برابرې کړې،ولسمشر ته یې میدان ته د ورتګ ذهنیت ورکړ،په پارلمان کې یې دبولې چارې ورته پیل کړې،په تلویزیونو کې د مرستو اعلانات ورته پیل کړل او دغه لوبډله له اټکل څخه هم ډیره ونازیده .
موږ خوښ یو،هغه هم زموږ اتلان دي،خو که د پارلمان رئیس فوټبال ته کار کوي نو مرستیال ( یاسیني) او مشني يې د پښتنو کرکټ ته هیڅ هم نشي کولای.
چې د مشرانو جرګې مرستیال فوټبال ته کار کولای شي نو جنابې مسلمیار خو دهغه رئیس دی کنه ولې د کرکټ کارنامې هیروي.
که ولسمشر مو ملي فکر لري،نو ولې شهزاده مسعود چې ځان یې سلاکار هم بولې نه خبروي،چې کرکټ مو نړیوال دی او فوټبال له مو لا له اسیا څخه ندې وتلی.
که عطا محمد نور له مزاره مرسته کولای شي،نو ګل اغا شیرزي خو د کرکټ له حال خبر دی کنه …
موږ وایو تېر په هیر،اوس هم اوبه خړي ندي،اوس هم کرکټ ملي لوبډله لوبې لري،نړیوال جام ته لاره موندې،مشران ورته باید پاملرنه وکړي او کله چې لاره پیدا کړي نو خامخا به مو بیراغ د نړۍ په زرګونو تلویزیونو د بېلابېلو ژبو خلک وګوري،سرود به مو واوري او د میلیونو خلکو په وړاندې به خپل سرود ته لاس په نامه دریږي،نو چې دومره ویاړ ته لاره مومي نو باید نازولو ته یې له اوسه کار وکړو
هسې نه چې زموږ د کرکټ اتلان له موږ خفه شي،ګیله وکړي او هغه لوړ کړی بیراغ مو یو ځل بیا ځوړند نشي.
کنه بیا داسې ونشي،چې زموږ اسمان کرکټ د وچکالې په موسم کې یواځې لمر ورکولو ته پرېښودل شي او ټول باران راباندې فوټبال راپرېږدي .
عطاالله صیب نه ډیره مننه چی داسی یوه خوږه او په زړه پوری لیکنه یی کړی ده زما ډیره زیاته خوښه شوه او الله تعالی دی وکړی چی ټول لوستونکی خوښه کړی زما په فکر زمونږ هیواد داسی یو هیواد دی چی په نړی کی غریب او ورسته پاتی دی هیڅ کوم خاص عواید نه لری او نه کومی خاصی زیرمی او په ۱۰۰ کی ۱۰۰فیصده مسلمان هیواد دی خو زمونږ خلک بیا هم کینه او کرکه یو د بل څخه لری ولی دا خبری خلک کوی چی دا پښتنو دی او دا تاجک یا هزاره یا یو بل قوم ایا کرکټ د پښتنو لوبه او سر لوړی ده که د افغانستان یا فوتبال د پښتنو لوبه یا سرلوړی ده د کوم بل قوم که د قوم یا قبیلی وی نو بیا ولی د افغانستان بیرغ په نړی کی ښکاره کوی یا افتخار پی کوی کوم قوم ځانته بیرغ لری چی په نړی کی ورپوی نو زمونږ بعضی خود عرضه مشران په لوبو او ورزش کی هم فرق کوی وایی دا کرکټ دی د پښتنو یا فوتبال دی د فارسی زبانو نو راځی په ګډه سره دا بعض د خپلو زړونو نه لری کړو او کرکټ سم ولمانځو چی د ټولو افغانان وروولی زیاته کړو او خپلو وطنوالو ته ښکاره کړو چی افغانان یو دی خو افسوس په مشرانو چی دا کارونه کوی زمونږ ولس مشر هم داسی فرقونه کوی نو ګیله د چا نه وکړوا
سلامونه!
خوګیاڼۍ صاحب! اندېښنه مو تر یوه حده د بحث وړ ده اما که ستاسې اندېښنه د ځینو مالوماتو سره مل شي تر ډېره به ځینې مسایل بل ډول تعبیر شي.
تر ټولو د مخه ښه خبره به دا وي چې لوبې په قوم پورې ونه تړو بلکې لوبې د هغوی په علاقمندو پورې وتړو!!! د فوټبال لوبه افغانستان ته د امیرحبیب الله خان په وخت کې په رسمي توګه راغلې چې نژدې سل کاله یې کېږي او په تدریجي توګه افغانستان په سیمه کې یوه قوي د فوټبال ملي لوبډله درلوده او وروسته او په منظمه توګه د دې لوبې د ترویج لپاره کارونه شوې و. د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو کیدای شي دا بهیر هم خنډنی کړی وي خو بیا هم د فوټبال لوبه ان د طالبانو په وخت کې هم خورا ډېره دود وه.
زه چې په کابل کې هغه مهال اوسېدل له ځانه سره مې یو د کرکټ بيډ د پېښوره راوړی و، خو هیچا د ډې لوبې نوم نه و اورېدلی او د هغې بیډ په کارولو مو د توپ ډنډې لوبه کوله. خو بلعکس د فوټبال منظمې مسابقې وې د یوې سیمې د فوټبال ټیم د بلې سیمې د فوټبال له ټیم سره مسابقې کولې مډالونه ورکول کېدل، کپونه او نور ډېر پروګرامونه. یوه ورځ مو یاد شي د امر بالمعروف یو څو سپاهیانو موږ د لوبو له میدان څخه پسې واخیستلو، خو زموږ یو ملګری په منډه کې سست و هغه په ګوته ورغی. هغه یې ورسره بوتلو له څو پوښتنو وروسته یې هغه ته سپارښت کړی و چې موږ له لوبې نه منعه کوو خو د لمانځه په وخت کې لوبه مه کوی او لمانځه ته ولاړ شئ.
نو د فوټبال لوبه د افغانستان په ټولو سیمو په خلکو ډېر علاقه مندان لري. دا په داسې حال کې ده چې کرکټ افغانستان ته هغو افغانانو راوړ چې په پاکستان کې مهاجر و نو د کرکټ ټول تاریخ په افغانستان کې یوه لسیزه نه دی. نو زه فکر کړم د لسیز پرمختګ د سلیزې سره به بې انصافي وي.
په کومه کچه چې کرکټ په افغانستان کې وده کوي د فوټبال د سلیزې مزل به کیدای شي په لږ وخت کې ووهي اما اوس په هغه حالت کې نه دی. نو بناء زه فکر کړم دا ډېره قومي نه بلکې ذوقي مسئله ده.زه فکر کړم کیدای شي یو لس کاله وروسته کرکټ هم د فوټبال په څېر ډېر مینه وال ولري.
د چارواکو په اړه ستاسې اندېښنه کیدای شي داسې توجیه شي چې د افغانستان یو ویاند حامد علمي پخوا د افغانستان د ملي لوبډلې غړی و او اوس د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یو چارواکی دی. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشر په عین وخت کې د پنجشیر والی دی. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لوی سلاکار حمیدمبارز د ظاهر بابا په وخت کې د فوټبال د ملي لوبډلې غړی. په افغانستان د اشغالګرو ځواکونو ټول د ۴۰ شاوخوا کې ملکونه په خپلو ملکونه کې فوټبال لوبه لري. حتی کریکټ د هغوی په ملکونه کې ډېر کم مینه وال لري. ښه مثال به یې انګلستان وي. سره له ډې چې د کریکټ سر لارې بلل کېږي مګر په وس کې یې کرکټ ډېر لږ دی او ټول د فوټبال مینه وال دي. د اروپايي ټولنې خو د کریکټ سره د غوښې او چاړې دښمني ده، خو په دې مانا نه چې کریکټ دوی نه لري شته خو په ډېره پیکه توګه.
نو طبیعې ده چې حکومت د خپل ولس چې د خوشالولو لپاره، د خپلو همفکرو د خوشالولو لپاره او په ټوله کې د اشغالګرو ځواکونو د هېوادونو چارواکو ته په دغه تشویق او هڅونه کې ډېر پیامونه درلودل.
زه فکر کړم دا ښه محاسبه شوی کار و او د افغانستان حکومت وغوښتل په دې توګه په یوه غښي څو نښې وولي. زه چې په الماني ټولنه کې له ملګرو سره خبرې کوم آلمانان د حکومت له دغې چارې ډېر خوښ ښکاري.
په بل اړخ کې ستاسې اندېښنې هم د مور او میرې د چلند توګه د یادونې دي چې حکومت دغه پالیسې لري. اما لږ تر لږه باید دغه مسایل په قومي توګه برجسته نه شي. بلکې د یوه مسلکي طرحې په وړاندې کولو سره مطرح شي.
لکه د کرکټ د وډې لپاره کوم کارونه وشي، کرکټ څنګه عام شي او دې ته ورته!!!
که چېرې موږ د لوبو په مقایسه، د لوبو په قومي کولو او نورو مسایلو دغه دوه ګونی چلند را پورته کوو، زما په ګمان د ګټې په ځای تاوان لري. د پالیسي جوړونې له اړخه زما په ګمان د کرکټ لوبې ته حکومت ډېره پاملرنه کړې. ښه مثال یې د ا دی چې فوټبال د همډې بریا وروسته په یوه مستقل فدراسیون بدل شو، په داسې حال کې چې کرکټ لا څو کاله د مخه یو مستقل بورډ درلود. همداسې لوبځایونه په دولتي کچه د کرکټ په برخه کې جوړ شوي اما د فوټبال په برخه کې لږترلږه کابل یوازې په غازي استدیوم بسنه کوي. چې دا د لوبې بد حالت ښکاره کوي.
نو تمه چې په مسایلو له سره غور وکړو او د قومي کېدو مخه ونیسو. راځئ په لوی لاس د فوټبال ټیم یوې ډلې ته او د کرکټ ټیم بلې ډلې ته منسوب نه کړو. بلکې دواړه د هغوی په علاقمندانو ووېشو. ځکه ډېری پښتانه دي چې د کرکټ نه یې ښه نه راځي او بل مقابل د فوټبال د ملي ټیم ډیرګړي لوبغاړي په خټه پښتانه دي. د هرات ۵ لوبغاړي ټول پښتانه دي چې پښتو یې نه زده، د کابل دری لوپغاړي پښتانه دي د کندهار یوه ملګري هم پکې شته دا خپله غټ رقم دی.
مننه تمه ده چې په خپله اوږده تبصره مې تاسې نه وی ستړي کړي.