میوند شینواری

وايي چې پیاوړی توپوهونکی او ښه فیلډر شفیق الله شفق به د نړیوال جام په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل شي. کاشکي رښتیا شي، موږ له شفق سره هیڅ ډول د خپلوۍ یا ملګرتیا اړیکه نه لرو، خو شتوالی یې د لوبډلې او هېواد په ګټه وینو. تېره شپه رییس احمدزي له یوې راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د لوبډلې د غوراوي ټول واک له بهرنیو روزونکیو سره دی. د شفق په اړه چې کله غږیده په خبرو کې یې له ورایه توپیري چلند ښکارېده. نژدې و چې د احساساتو له مخې ځینې خبرې وکړي خو ځان یې کنټرول کړ.

«وه وروره! دومره خو موږ هم په کرکټ پوهیږو، د نورعلي ځدران په اړه مو ښه پوره بېغوري کړې ده. که تاسو وایئ چې پیچونو سره نه دی بلد یا خوږ دی ، نو هغه وخت خو لا نړیوال جام ته درې څلور میاشتې پاتې وې، ایا په دومره وخت کې یې درملنه نه کیده او ولې مو له هغه لوبغالو سره اشنا نه کړ!!؟»

اوس چې نورعلي نشته نو د شفق په اړه بې تفاوته پاتې کېدل به مو لویه جفا وي. تاسې چې هر څومره ووایئ چې غوراوی د روزونکیو کار دی خو موږ پوهیږو چې ستاسو رول پکې څومره دی!!!

موږ دا نه وایو چې شفق به خامخا په نړیوال جام کې تر نورو ښه لوبیږي مګر د هغه وړتیا ته پام باید ووایو چې هغه د نړیوال جام د لوبو حقدار جوړیږي. دا چې لوبو کې بیا څه پیښږي او څنګه ترسره کیږي په هغې ټول پوهیږو، په شفق کې موږ هر ډول وړتیا وینو. که توپوهنه و نه کړي نو توپ نیونه (فلډینګ) خو به درته وکړي کنه، په لوبډله کې شاملول به یې هیڅ پښېمانتیا ونه لري. د ځان لپاره نه، د افغانستان لپاره یې غواړو.

One thought on “کرکټ کې تازه اوازه!! – میوند شینواری”
  1. شینواری صیب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه:
    سمه او رښتیا خبره مو کړیده ، ( چی که د غوراوی واک که نلری نو رول خو پکی حتمی لری ).
    هیله مند یو چی د افغانستان د کرکت بورد چارواکی د شفیق الله “شفق ” په اړه خپل غور وکړی ، او خپل سمتی تعصباتو ته د پای ټکی کیږدی.
    په درنښت
    د سر لوړی ، خپلواک او آباد افغانستان په هیله

ځواب ورکول زیارمحمد تصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *