تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري کریم خلیلي ته منسوبه شوې اډیو یا ټېلفوني مکالمه جعلي ثابته شوه. دا خبره د ولسمشر د دوهم مرستیال دفتر او د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي وکړه.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي او د ولسي جرګې وکیل اسد الله سعادتي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې ښاغلي خلیلي دا اډیو په نړۍ کې د ږغ پېژندلو درو معتبرو مرکزونو ته لېږلې وه چې هغه معلومه کړي خو د درو واړو ادارو څېړنو وښودله چې خلیلي ته منسوب شوی ږغ د ده نه دی.

ښاغلي سعادتي همداراز وویل:«دا ږغ د ولسمشر له دوهم مرستیال سره هیڅ ارتباط نه لري. موږ غوښتل چې د دې قضیې مغرضانه هدف څرګند کړو.»

ده همداراز وویل چې مخالف ټیم یې د دې اډیو په وسیله هڅه کړې چې د ښاغلي خلیلي شخصیت او د انتخاباتو په بهیر کې د حکومت بې پلویتوب ته زیان واړوي.

سعادتي دا هم وویل چې که د دې ډول جعلکاریو مخه ونه نیول شي په راتلونکې کې به د ملي یووالي بنسټونه کمزوري شي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د پخواني ريیس ضیاالحق امرخېل په نوم هم ورته اډیو خپره کړې وه خو امرخېل وايي چې په دوبۍ کې یې د ږغ معلومولو یوه متعبر لابراتوار ته د تشخیص لپاره یووړه او هغو ثابته کړه چې ده ته منسوب شوی ږغ د ده نه دی.

کریم خلیلي د هیواد له امنیتي او قضايي اورګانونو هم غوښتي چې ده ته د منسوب شوې اډیو په اړه څېړنه وکړي. لویې څارنوالۍ څه موده مخکې ویلي و چې دا قضیه څېړي خو دې څارنوالۍ د خپلو تحقیقاتو د نتیجې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “کریم خلیلي ته منسوبه شوې اډیو ناسمه ثابته شوه”
  1. محترم داکتر صاحب اشرف غنی احمد زی ، او دده دټيم مخلصو ملګرو ته خپل اواز جګوم ?
    شه پوهيزم چه تاسي ټول زما څخه پوه او متوجه ياست زه غواړم ستاسی توجو دا پورتنی ليکنی ته راجلب کړم وګورۍ کريمينالتخنيک هر څه ثابته وی او ثابته کړی چه دکريم خليلی اواز نه بلکه يو ساختګی اواز دی په دی هم شه پوهيږی چه داکار چا سازماندهی کړی اوچا په جهانی تو ګه خپل اواز دجهانيانو تر غوږو ورسولو او يو لوړپوړی شخصيت ته دشخصيت ضربه او تور داغ ئ په سپينه پاکه لمن ورته کيشود.
    راخم اصلې مو ضوع ته زه ديو اپراتيفی او استخباراتې کار پوه په توګه خپل پشنهاد په لاندې توګه وړاندی کوم .
    ۱/که چيری عبدالله او دعبدالله تيم ته چه بايلونکې دی په حکومت کی ځاې ورکول ستاسې دبد نامۍ او سردردۍ سبب وی .( جنګ شديار ، سر شديار ).مه ځان شرموۍ نه مونږه دوستان.
    ۲/امنيتی دري واړه ارګانونه ،اقتصادی دری واړه ارګانونه،دری مستقل ارګانونه پورې دریس جمهور او دده دټيم ابرو او عزت او او دوطن ترقي او بربادي تړلی ده که په يو اورګان کي نا مطلوبه نفر منځ ته راځی داسی تو طيه ئ به جوړوي لکه چه دريس جمهور معاون کريم خليلی ته ئ چه جوړه کړه بيا به لاس تکوۍ وخت به تير وی دوی په داسی کارو , نه شرميږی مګر ستاسی هم شرموی اوهم ملی اوبين المللې اعتبار ته مو ضربه رسوی دا دنستوڼی ماران دی.
    ۳/ملی حکومت دامعنی نه لرې چه يوه کوچني اولسوالې چه په ولايت تبديله شوي حتمی به دوې ته په حکومت کي ونده ورکول کيږی نه کار بايد اهل کار ته وسپارل شي نه دولايتو او منطقو او ژبنی تقسيمات په معيار .
    ۴/داکه کوم عادي رياست چه کوم نفر ددوي شايستګی ولری ور کړل شی فرق نه کوی.اشرف غنی او دده دټيم ملګرو په نره ګټلی په نره دی قدرت په لاس کې واخلی او بايلونکی ددی حق نه لری چه داغواړم يا دا بايلونکی هيڅ وخت ستاسی دکاميابۍ دپاره کار نه کوي بلکه کندی به کنې او ستاسی به په کی غورزوی دا وه زما مشوره که څه وشول بيا مو په مخ درته راوباسم

  2. زه هم د دروند ورور جنرال حبيب الله جلالزوي خبری په تایید، په تاکید سره په تاکید سره په تاکید سره بیا بیا بیا د محترم جنرال حبيب الله جلالزوي د خبری په تایید زیاتوم ، چی دهغه افغانی مشهور ضربالمثل په ویلو « په مرګ یی ونیسه او په تبه یی راضی کړه » دلته د عبدالله او دهغه د دلو سره صدق کوی! هغهوی مخکی هم د ملګرو ملتونو د پنځه فقره ایزو دصلح پلان د افغانستان دپاره سبوتاژ کړې دئ چی دا یو لوی ملی خیانت او ملی جنایت دئ دوی باید محاکمه شی! بل دا چی دا ځلی دامریکایی دیموکراسی دپاره یی هم دسبوتاژ لوی جعلی لاسوهنی وکړلی چی په نتیجه کی یی د ملی شخصیت ضیاالحق امرخیل او محترم کریم خلیلی ته یی دجعل له لاری بی حیثیتی را واړوله چی هدف یی بیا پر افغانستان د واکداری او د جنایی حاکمیت دوام د نظار شورا د دلی له خوا وو او هر هغه څه چی یی له لاسه راغله ویی کړه او بیشکه پدی ملی خیانت او سبوتاژونوکه د دوی سره بهرنی استخبارات لاس لری، اوس نو محترم اشرف غنی ته پکارده چی دا موضوع عادی او ساده ونه ګنی ، تر تولو لمړیتوب ددې ملی خیانتونو او جنایتون عاملی چی یو یی پخپله داکتر عبدالله دی ومحاکمی ته را کش کړی او بیا دی په دولتی چاروکی د واک خبری ته اجازه ورکړی! نور موخوشه بریالتوب موغواړم

  3. جنایت او جرم د نظار شورا پدری مسلک دی. دوی د توطیو په جوړولو کی پخه تجربه لری. وطن فروشی، جرم جوړول، انسان وژل، ترور ، تهدید ، اختطاف او نوری فجایع 95 فیصد د پنجشیریانو او د هغوی د ملګرو کسب ګرځیدلی دی.د پاکستان او ایران جاسوسی اداری له دغو ملی خاینینو سره تل په تماس کی دی او هر اړخیزی مرستی ورسره کوی.
    پداسی حساسو شرایطو کی د یو وطندوسته ، با ایمانه او باعزته ملی مشر تنها پریښودل له مجرمینو سره مرسته کول دی. باید د هیواد په داخل او په بین المللی سطحه د نظار شورا د بدمرغو او جاسوسانو پرضد پراخه مبارزه او کمپاین پیل او د خلکو اذهان روښانه شی. له هغوی د هیواد خلاصول د هر با ایمانه انسان دنده ده.

ځواب ورکول Hashemi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *