محمد امین کریم

تاند- د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مشر مرکچي وايي چې طالبان جاهل او متعصب دي.

محمد امین کریم، چې د افغانستان له حکومت سره یې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشري کوله او خبرې یې بري ته ورسولې، د طالبانو ډله له پردیو سره تړلې، ناپوهه او سرزورې ډله وبلله.

ده زیاته کړه، د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د عامو افغانانو، ښوونځیو او جوماتونو پر ضد هر ډول بمي حملې غندي.

حزب اسلامي په ځلونو ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې پر افغان امنیتي ځواکونو برید نه دی کړی.

ښاغلي کریم همداراز وویل چې اسلامي حزب له طالبانو سره خبرو او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب ته تیار دی.

ده وویل چې اسلامي حزب د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې له بشپړولو وروسته هڅه کوي چې د سولې خبرو ته نورې ډلې وهڅوي.

طالبانو په وروستیو کې په څو ولایتونو کې د حکمتیار د اسلامي حزب پر غړیو حملې کړي او د ښاغلي کریم له څرګندونو داسي ښکاري چې دا ګوند نور له طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې نهیلی شوی دی.

3 thoughts on “کریم: طالبان یوه جاهله او متعصبه ډله ده”
  1. جاهل او دپردیو مزدوران خو همدا تاسو یاست!
    دکابل ښار په ورانولو برسیره دزرګونو مسلمانانو قاتلین یاست،
    ملت مو دبیخه پیژني چه دافغانستان په بیلابیلو سیمو کی مو دمظلوم ملت درټلو شکنجه کولو لپاره همدا تاسو پاټکونه جوړکړیوه چه ښه نمونه یی زرداد ،قلم او چمن وه،:

  2. فکر کړم چې ښاغلي کریم داخبره دنیشې یاخوب په وخت کې کړې ده اوده هغه څه ویلي دي چې دده دډلې سره سمون خوري.

  3. کریم صاحب
    َښه شوه چی دطالبانو ډله چی په اصطلاح دعلماو او ملایانو مچموعه ده چی پلار یی حزب اسلامی او جمعیت دی تاسو د جاهلو په نامه ونومول

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *