سعدالله ستانکزی –
د نړیوالو اصولو پر اساس کرېکټ بورډ په هر ځای کې د خلکو ترمنځ د یوې ملي ادارې په نوم پیژندل شوی او منل شوې کمېټه ده. ولې په خواشینۍ سره چې زمونږ په خوږ وطن افغانستان کې دا کمېټه د یو څو تنو لاس ته پرېوتې، چې د بورډ ټولې چارې د خپل شخصي ګټو پر مدار څرخوي.
کله چې په ټلویزونونو، راډیو ګانو او نورو رسنیو یا مجلسونو کې د افغانستان د کرېکټ خبره یاده شی، نو هر افغان بغیر له کوم ځنډ نه خپلې د خوښې هیلې د ملي ټیم له بریا سره وتړي او لاس په دوعا شي مګر بریا هغه څه ده چې، ټوله په دوعاګانو هم نه کیږي، لاسته راوړنه او بریا کار کولو ته اړتیا لري، بریا مدیریت غواړي او بریا ریښتینولئ غواړي.
د کرېکټ نړیوال اصول دادي چې په کرېکټ کې هر ماهر او تکړه کس خپل وطن کې له یو لړ مراحلو طی کولو نه وروسته کولای شی خپلی ملی لوبډلی ته لار پیدا کړي، ولې په افغا نستان کې دا معیار نه شته او نه ورته څوک په احترام قایل دی. دلته هرې لوبډلې ته لکه د شپاړس کلنو لوبډله، د نولس کلنو لوبډله، د الف لوبډله او ملي لوبډلې ته د لار پیدا کولو یواځینئ شرط او معیار داده چې باید د کرېکټ بورډ د مرکزی کمیټې د یو غړي او یا د ملي لوبډلې د یو لوبغاړي د دوستانو له جملې نه وي کنه نو ددې جناب کرېکټ ته افغانستان ضرورت نلري.
بیا نو کولای شي چې کومه بله رشته د ځان لپاره انتخاب کړي د دې ادعا څرګند ثبوت د شپاړس کلنو ځوانانو، نولس کلنو ځوانانو او الف لوبډلې جوړښت او تشکیل دی.
له همدې دریو لوبډلو نه په تدریجي ډول ملي لوبډلې ته لار پیدا کیږي. د ذکر شویو لوبډلو نوي سلنه لوبغاړي د کرېکټ بورډ د مرکزي کمېټې د غړو او یا د ملي لوبغاړو له دوستانو نه دي. دویمه بیلګه یی د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د افغانستان په نمایندګئ د ناصر جمال لوبول د شفیق الله شفق پر ځای، د افتاب عالم لوبول د نوین احمدزی پر ځای، د افسر ځاځی لوبول د شهزاد محمدی پر ځای. دا پرتله هیڅ سالم عقل نه منلی شي او نه یې پرتله کولای شي.
د دې کار پایله ټولو هیواد والو ولیده. د ناصرجمال، افتاب عالم، افسر ځاځي او د هر یوه ځانګړي ملاتړ کونکي (چې د مرکزي کمیټې عضویت لري) ته ستره لاسته راوړنه وه، خو د ملت پر مخ یوه کلکه  څپیړه وه. که دکرېکټ لوبغالي ته سر ورښکاره کو نو په لسګونه هغه وړ او زحمت کښه لوبغاړي بې سرنوشته او د نا معلومې راتلونکي لپاره په مات زړه تمرینونه کوي چې د سپارش لپاره هیڅوک نلري. د ځینېو هغو لوبغاړو نوملړ چې د وړ او حقدارو لوبغاړو پر ځای د بل بابا د مټ په زور لوبیږي. دوی او دې ته ورته معیار باندې لوبغاړو نه بغیر د افعانستان بل هیڅ ماهر او تکړه کرېکټر حق نلری چی راتلونکی کي ملي لوبډلې ته لاره پیداکړي.
افتاب عالم د تاج ملوک او هستي ګل عابد ورور
ناصر جمال د رئیس احمدزي ورور
عمران احمدزی د ریس احمدزي خوريې
غمی ځدراڼ د شاپور ځدراڼ ورور
عبدالقادر د شاپور ځدراڼ اوښئ
وحید شفق د شفیق الله شفق ورور
احسان منګل د نوروز منګل ورور
رحیم منګل د نوروز منګل وراره
عمران جنت د اصغر ستانکزي ورور
کریم جنت د اصغر ستانکزی ورور
ابراهیم ځدراڼ د نور علی ځدراڼ وراره
مجیب ځدراڼ د نور علی ځدراڼ وراره
عبدالواسع نوري د خالقداد نوري وراره
‍نوید خوستی د نسیم الله دانش اوښئ
باطن شاه عـبدالرحیمزی د نظیم جار عبدرالرحیمزی خوریې
محمد ظاهر عـبدالرحیمزی د نظیم جار عبدرالرحیمزی خوریې
خالد احمدزی د دولت احمدزی وراره
جاوید احمدزی ددولت احمدزی وراره
خان ولي د دولت احمدزي خوریې
نو په دې کورنیو تشکیلاتو او لوبغاړو به مونږ څه تمه ولرو چې د کرېکټ په ډګر کې بریاوې لاسته راوړي. ولې دا کرېکټ خو به دی څوتنو ایجاره کړی نه وي ؟ مونږ د کرېکټ په لوبه کې هغه استعدادونه لرو چې د دې کورنیو تشکیلاتو له امله همداسې بې برخي پاته دي. د ټولو افغانانو تمه داده چې دا کورني جوړښتونه نور ختم شي او یوه واقعي ملي لوبډله جوړه شي.
د لیکوالو له نظر سره د تاند د نظر یووالی ضروري نه دی.
2 thoughts on “کرېکټ بورډ که ریلېشن بورډ”
  1. چارواکوته په کاردی چې په دې اړه څیړنې وکړی شفافیت سره سم وړ لوبغاړی مخ ته راولی فکر کوم جې په دې به نوکه نه وی پکار چې ولی کورنی جوړښت رامنځت شوی نیوکه پردې ده د وړ لوبغاړو پرځای واسطه بازی کیږی او وړتیا په نظر کې نه نیول کیږی که چیرې وګورو افغانستان خو برباد کړی دغو واسطه بازیو دی .

  2. دا خو سم د مافیا بانډ دی د اولس مشر نه غوښتنه کوم چه د اداری ته هم پام وکړی.

ځواب ورکول Hayatullah Niaz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *