ډاکتر ځلاند

په تاریخې لحاظ هغه هیوادونه چې د نورو هیوادونو په ملاتړ او همکارۍ خپل امنیت، اقتصاد او حاکیمیت ساتي د خپلواکو هیوادونو په نوملړ کې نه راځي. ولسمشر کرزی له ۲۰۰۱ ډسمبر څخه د افغان حکومت د انتقالۍ ادارې د مشر په توګه په دنده وګمارل شو، او له پیله ولسمشر کرزي خپل کورنی او بهرنی سیاست د  سیاست په کلاسیکو او دودیزو اساساتو بنا کړ. ولسمشر کرزي د ولسواکۍ د اصل چې د اکثریت حکومت ته ویل کیږي او یا د ا چې د اهلیت حکومت هم بلل کیږي، پر ځای یې ملي مصلحت ته ترجیح ورکړه. د ولسمشر کرزي د ملي مصلحت د تګلارې له مخې هرې ډلې یا شخص چې د یو قوم، مذهب، ګوند استازیتوب یې کاوه چې څه یې خوښ ول هغه یې ترسره کولای شوای. د ابوحنیفي فارغ ته یې د مارشالۍ د نظامې رتبو لوړ ترینه رتبهاهدا کړه، هغه چې تر شپږم ټولګې یې زده کړي کړي وي او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په سلګونو دوسیې پرې ټپ دي، هغه یې د افغانستان د ټولو قواو مشر وټاکه، هغه چې دده د حکومت بنسټونه یې په ځانمرګو بریدونو تهدیدول د ورور منصب ورکړ او هغو بهرنیانو چې په افغانستان کې شخصې بندیخانې درلودي، په سیمیزه کچه یې د والیصاحبانو سره یوځای موازي (پې ار ټي ) حکومت کاوه ، د همکارو او ایتلافې قواوو تر نامه لاندې بیباکه واک په لاس ورکړ.

په کلاسیکه توګه په کومو هیوادونو کې چې بهرنې پوځیان شتون ولري، خپلې ورځنې چارې یې په پردو پورې تړلي وي، هغو ته خپلواک حکومتونه نشي ویل کیدلای، کوم هیوادونه چې د خپلو ورځنیو چارو د ترسره کولو دپاره بودیجه ونلري، په پور او خیرات خپلې چارې په مخ بیايې هیڅکله د خپلواکو هیوادونو په لیکه کې نه راځي. د یویشتمې پیړۍ له پیل سره سم، په نړیوال سیاست کې د ځینو مفاهیمو او جوړښتونو د پاره نوي تعریفونه وضعه شول. په یویشتمې پیړۍ کې نړۍ د کلي په څیر را وټوکیده، دلته ملتونه او حکومتونه یو له بل سره تړلي دي، د یو بل په اتکا دوی کولای شي خپلې ورځنې چارې په سمه توګه پر مخ بوځي، د نړۍ د صنعت مخکښ او د نولسمې او شلمې پیړۍ تر ټولو ستره امپراتوري ( لویه بریتانیا) اوس د صنعتې توکو ستر واردونکی هیواد ګڼل کیږي اود جغرافیې له مخې اوس د نړۍ په ډیرو کوچنیو هیوادونو کې شمیرل کیږي.

یویشتمه پیړۍ د علم، معلوماتي ټیکنالوجي او پرمختګ نړۍ ده، دلته هغه هیوادونه خپلواک دي چې په علم، صنعت، اقتصادې پرمختګ، معلوماتي ټیکنالوجۍ کې له نورو هیوادونو څخه په مخ کې وي، دلته هیوادونه د پرمختللو پلانونو، ستراتیژیو او پالیسوپه مټ چې ددې ټولو د عملي کیدا دپاره بشرې وړتیاوي لري یو له بل سره سیالي کوي. په یویشتمه پیړۍ کې رسنۍ د ژوند په ټولو برخو کې د بحث وړ موضوع ګرځیدلي، خپلواک هیوادونو غښتلي او پرمختللي رسنې لري چې د خپل اړونده هیواد ملي ګټې تبلیغوي او د هغوی دپاره په نړیواله کچه فرهنګې، رسنیزه او ولسي دیپلماسي ترسره کوي.

په یویشتمه پیړۍ کې ولسواکۍ  ( د ولس غښتلتیا) د نظام د مشروعیت او د اقتدار د انحصار دپاره تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي. یویشتمه پیړۍ کې هیوادونه باید د نورو هیوادونو د ملي ګټو او سرو کرښو په وړاندې تهدید وارد نه کړي، بلکي په مثبت رقابت لاس پوري کړي او د علم، ټیکنالوجۍ، صنعت او پرمختګ له لارې دې په نورو هیوادونو دیپلماتیکه برلاسې ولري. په یویشتمه پیړۍ کې استعمار( نیواک او ښکیلاک) نوي بڼه خپله کړي، دلته هیوادونه د انجوګانو، رسنیو، اقتصادي تشبساتو ( پورونو، مرستو او خیرات) او بلاخره د یپلماتیکې برلاسۍ له لارې کمزوري او په نښه شوي هیواونه تر خپل نیواک لاندې راولي. په دې پیړۍ کې امریکا د نړۍ د مخکښ استعمارګر په توګه د خپل اغیز د ښندلو دپاره له ټولو هغو وسیلو کار اخلي چې کولای شي د هغه له مخې په نورو هیوادونو اغیز وښندي. د امریکا د نظامې اډو شتون، د رسنیزو پروګرامونو د خپراوۍ له لارې، د مالي او نظامې مرستو له لارې او بلاخره د فرهنګي او کلتورې هلو ځلو له لارې خپل نیغ په نیغه اغیز په هیوادونو ښندي.

 ولسمشر کرزی د یویشتمې پیړۍ د پورته ذکر شویو حقیقتونو له ټولو باریکیو ښه خبر دی، او په دې پوهیږي چې د یویشتمې پیړۍ استعماري جال به دی په افغان تاریخ کې د یو اشغال شوي ( مستعمره شوي ) هیواد د ولسمشر په توګه ثبت کړي. د ولسمشر کرزي وروستۍ هلې ځلي د یویشتمې پیړۍ د استعمار څخه د افغانستان د خلاصون د پاره د شلمې پیړۍد خپلواکۍ د مبارزي افغان مشر ( غازي امان الله خان) هلو ځلو ته ورته دي چې ډیرې ناوختې پیل شوي، او په ډیر کمزوري دریځ یې پیل وکړ. ولسمشر کرزي د را غوښتل شوي مشورتې جرګې ( د افغان ولس ) څخه تمه لرله چې هغوی به دده د مخپرانیستې وینا مهمو برخو ته په کتو له امریکا سره د امنیتې تړون دپاره د افغان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت، خپلواکۍ ارزښتونو شرایط وړاندې کړي، خو متاسفانه چې افغان ملت لا هم د څو معامله ګرو، درغلګرو او پردې پالو په لاس کې یرغمال دی، له دې امله افغان مشورتې جرګې ونشوای کولای چې په خپلواکه توګه داسې دریځ خپل کړي. بلکې ددې پر ځای یې د امریکا د شرایطو د منلو تر څنګ د چټک لاسلیک مشوره حکومت ته ورکړه. دا چې کرزی پخپل دریځ کې د ملت ملاتړ تر لاسه نه کړ، جګړه او سوله هم د امریکا په لاس کې ده، نو د کرزي کلک دریځ کیدای شي په افغانستان او سیمه کې ډیرې نوې ناخوالې او بحرانونه وزیږوي.

د حل لاره: یواځينې د حل لاره هغه د حکومت د واک مشروع انتقال دی چې باید د واک، اقتدار او حاکمیت سرچینه یواځې افغان ملت وګرځي او په نړیوالو مرستو، ځواکونو، انجوګانو او دارنګه په سیمیزو او نړیوالو تړونونو یواځینې او ډیره اتکا را کمه کړای شي او د اتکا تر ټولو ستره مرجع  باید افغان ملت وګرځي. له بده مرغه، ولسمشر کرزي دداسې یو حالت د رامنځته کیدا فرصت له لاسه ورکړی.

4 thoughts on “کزری؛ د افغانستان د خپلواکۍ مبارز؟!”
  1. ډاکټر صا حب ځلاند ! ډیره ښه، پر وخت،معلوما تې اوپر ځای لیکنه موکړیده خدای مو راته ژوندې لره او ستا سې په ډول دې خدای پاک وافغا نانو ته سیا سې بصیرت او پوهه ورکړې.ځکه ګران افغانان په کریکیټ،فوټبال،جنګ او……………………………………………………………..ډیر پیاوړې دې خو متا سفا نه په سیا سې پوهه اوسیا ست کښې ډیر نا کا مه دې نو ځکه چې نړیوال او ګا ونډیا ن د رقا صو(نڅا ګرو) کار ځنې اخلې.

  2. ډاکترصاحب ځلاند ،ډیرښه اوپه زړه پوري لیکنه ده اودخدای متعال په دربارکی نورستاسودکاميابی غوښتنه کوم هميشه ځلانداوژوندی باصحت اوسې

  3. Pa afsos Sara. Bayed wawaym. Che. Afghanan pa Yao halat k ham. Khoshala na de , da ZALAND hagha. Khabare me ham pa yad de Che wayal ye Che muz bayed da MALKY WQZANO khelaf Yao pa soon WAKO aw WOLASMASHAR ye gram bali

  4. ډاکتر وروره ! ډیره ښه نظر مو دی نظر مو په دی ښه دی چې د نورو څخه بیل دی، ستاسو رسا فکر ته مې سلام دی چې دومره ښه مو په دی موضوع رڼا اچولي، نور خو دی تړون ته دومره تلوار لری، چې بس که امر یکا اوتړون یی نه وو نو افغانستان به خدای مه کړه را نړیږی دا ۱۲ کلونه چې امریکا حضور لاره ایا جګړه نه وه ؟

ځواب ورکول زهره پوبلزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *