د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزی

تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال رييس د روسیې، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې د وړاندیز په ځواب کې وویل چې دا یوازې د افغانستان د حکومت حق او صلاحیت دی چې د ملګروملتو له تور لیسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي.

روسیې، چین او پاکستان پرون /سې شنبه/ د مسکو په غونډه کې اعلان وکړ چې درې هیوادونه د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نومونو ایستلو ته تیار دي.

دوی دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د امکان د برابرېدو لپاره له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو پر ایستلو سلا شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده نوم په تور لېست کې شامل کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل، روسیه، پاکستان، چین او نور هیوادونه دا صلاحیت نه لري چې د امنیت شورا له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي.

د افغانستان حکومت مخکې تر مخکې د مسکو پر درې اړخیزه غونډه انتقاد کړی و او ویلي و چې د افغانستان په اړه د افغانستان د حکومت د استازو له ګډونه پرته غونډه ورته د منلو نه ده خو درې اړخیزې غونډې پرون د مسکو په ناسته کې وویل چې په خپله راتلونکې غونډه کې به افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړي.

One thought on “کلیمزی: نور هیوادونه حق نه لري چې له تور لېسته د طالبانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي”
  1. د افغانستان ګډون کوم ارزښت نلري، دا پدې اساس چې د افغانستان دولت کوم ارزښت او اهمیت نلري. مهمه دا وه چې د امریکا استازي ته یې د ګډون بلنه ورکړی وی، ځکه څه چې امریکا غواړي او وايي همغه د افغان دولت تګلاره او منشور دی.د افغان دولت چارواکي خو د ښه معاش او امتیاز لپاره کار کوي او حق د کوم تصمیم نلري، نو داسې خلکو ته ولې څوک د ګډون بلنه ورکړي هیږ یې په اختیار کې نه وي. څومره چې حالات خرابیږي دوی ډیرې ګټې تر لاسه کوي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *