حبیب الرحمن تاثیر-
نن د شنبې په ورځ د روان ۱۳۹۳ کال د سلواغې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون په تالار کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې ديارلسمه غونډه وشوه، په دغه غونډ کې چې د قاري محمد خلیل له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پيل شوه شاعرانو، ليکوالانو، ژورناليسټانو، د قلم خاوندانو، محصلينو او مينه والو په کې ګډون کړى وو. ځوان ليکوال، جميل وقار په کې د تېرې غونډې ګزارش واورولو او د نظامت چارې يې پر مخ بېولې.
د غونډې په لومړي سر کې ملګرو د ټولنې د غونډو په لا فعالېدو او د غونډې په خپل وخت د پلېدو په اړه خپل خپل نظرونه وړاندې کړل، دوى په يوه خوله په دې خبره ټينګار وکړه چې بايد ملګري په خپل ټاکلي وخت ځانونه راورسوي او دا چې دغه غونډې دپښتني ټولنې له پاره يو ګتور عمل وګني.
دغه غونډه چې: ډرامې او د ډرامې تاريخ او د هغې مقام ته ځانګړې سوې وه، ځوان ليکوال او سفرنامه ليکونکي مزمل هوتک يې په اړه په زړه پورې لکچر ورکړ، هغه په خپلو خبرو کې د (ډرامه چېرته رامنځ ته شوه)، (ډرامه په پښتو ادب کې( (د ډرامې برخې او بڼې)، (موضوع، هدف او مکالمه)، (کيسه، کرکټر، زمان او مکان) او (راډيويي او ټلوېزيوني ډرامې) په اړخونو باندې رڼا واچوله.
مزمل هوتک د قديم يونان، اريايانو، قديم هندوستان، عربو، پښتونخوا وطن او وروسته په افغانستان کې د ډرامې په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې کړل او پرېکړه وسوه چې په راتلونکې غونډه کې د دغې موضوع په دوهمه برخه به (څنګه کولاى شو يوه ډرامه وليکو؟) استاد عنايت الرحمن مايار لکچر ورکوي.
دغه غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د بلهار جلالزي له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.
ومن الله توفیق
One thought on “کلیوال ادبي ملګري ټولنې دیارلسمه اونیزه ناسته وکړه”

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *