نعمان دوست

زموږ د کلي ماشومانو به هغه وخت ته بې صبرانه انتظار ویست چې الم دین (علم دین) به خپل کمال ښوده او دا کار یې د جومات مخې ته کاوه.

کلي، دوه جوماتونه لرل:

یو پوښلی و چې منځ کې یې بروزې (۱) پرتې وې او دوه ستنو، د څیړیو کږو وږو تورو دستکو ته اوږې ورکړې وې.

ستنې د چارمغزو د لرګیو وې، نقشونه یې لرل، خو دومره تورې شوې وې، چې هیڅ نقش پرې نه معلومیده.

د جومات منځ کې نغری و، په ژمي کې به خلکو همدلته اور بلوه. سپین ږیرو به نغري ته پښې غځولې وې او چا به د اور لپاسه لاسونه نیولي وو. الم دین به هم د همدې خلکو منځ کې ناست و او اور ته به یې پوکي ورکول.

نغري به اوله کې لوګي کول، جومات به تیاره شو او له دې سره به د ټوخیو داسې غږونه را پورته شول، لکه د چرسیانو په بنډار چې برابر شې. وروسته به اور تازه شو او تیاره به کمه شوه.

د جومات چت تک تور اوښتی و او ځینو ځایونو کې یې د غڼو لویې ځالې را ځوړندې وې، ځالې داسې وې لکه زموږ محبسونه؛ یوازې کمزوري او کوچني موجودات پکې بند وو.

سر خلاصی جومات مو د ویالې تر غاړې و. پسته شګه پکې هواره وه. د محراب په سر یې د توتانو شاخونه را ځوړند وو. معمولي شمال سره به د محراب شاوخوا ځای له توتانو ډک شو.

جومات نه لاندې یو لوی چنار ولاړ و. دلته پخوا یو بل چنار هم و. خو وسوزیده او د سکرو په څلي بدل شو.

دې چنار کې مچیو ځاله کړې وه، یو کلیوال د دې لپاره چې مچۍ وتښتي او شات ترې تر لاسه کړي؛ چنار کې یې اور بل کړ، خو باد را والوت اور د چنار یو غټ او وچ خاښ ته ورسید او بیا چنار لمبو په غیږ کې ونیو.

هغه وخت لا خلک سوزولو سره بلد نه وو. د سوزولو نندارې یې نه وې کړې، دومره کسان راټول شوي وو، لکه د کلي ملک چې مړ وي.

د چنار بیخ ته هواره زمکه وه چې د دوبي په موسم کې به ستړي دهقانان پرې غځیدلي وو د چا به مخکینۍ لمنه باد پورته کړې وه او توره ببره ګیډه به یې ښکاریده او څوک به پړ مخې پراته وو.

الم دین به د پنج شنبې په ورځ ،چې څنګه د ماسپښین لمونځ وکړ، له جوماته به را ښکته شو؛ چنار لاندې به ورته ماشومان راټول شول او همدلته به هغه خپل کمال وښوده. خو دا کمال ډیرو نشو کتلی، په نیمایي کې به ځینو ماشومانو پر سترګو لاسونه کیښودل او یا به په منډو شول.

هیڅ راته نه ده معلومه چې الم دین اصلاً د کوم ځای و؟ خو زموږ کلي ته ډیر پخوا راغلی و. د تره په کور کې مې اوسیده. ډنګر بدن او نسبتاً ټیټه ونه یې درلوده. ږیره او د سر ویښتان یې سپین شوي وو. د مخ هډوکي یې راوتلي وو. مهین پیوندي کالي به یې سینې پورې کلک نښتي وو او د سینې سپین ویښتان به ترې ښکاریدل.

هغه، هیڅ پوله او پټی نه لره.

موږ به له ځانه مشرانو ته ماما یا کاکا وایه، خو له الم دینه د چا سترګه نه سوزیده، ټولو ورته همدا نوم داسې اخیسته لکه همزولی چې یې وي.

الم دین، یو زوی درلود. زموږ همزولی او ماشوم و. د لو په مهال به ورسره و. له لو شویو غنمو به یې سترۍ جوړولې. نورې یې لورګانې وې چې څه واده او څه په کور وې.

له الم دینه به ماشومان را تاو شول او ټولو به په یوه خوله همدا ویل: الم دینه! موږ ته کمال وښییه!

الم دین به اول پلمې وکړې او بیا به یې ویل: نو کمال خو هسې نه ښودل کیږي. یو شی خو راوړئ!

ټولو به غږ کړ: څه راوړو؟

الم دین به موسک شو او بیا به یې ویل: اوړه راوړئ، غنم راوړئ، وریژې راوړئ، جوار راوړئ او…

له دې سره به ماشومانو مخ په کور منډې کړې، شیبه وروسته به یې لمنو کې غله اچولې وه، لاره کې به ترې دانې تویېدې او په منډه به را خوشې وو.

دا ځل چې یې کمال ښوده، زه نه وم. چې کله راغلم ټولو د هغه کیسې کولې. یوه ویل: دا وار ور سره کاپره اوږده ستنه وه، دم یې کړه. خوله یې خلاصه کړه او له دواړو زمبرو(۲) یې اخوا وویسته.

بل غږ کړ: له پزې یې اخوا ستن وویسته. سم جاود ګر دی. هیڅ درد ورته نکوي. دم پرې اچوي. چوفوي یې.

زما اوږدې ستنې ته سودا زیاته شوه او بل دا چې پخوا به هغه یوازې له یوه زمبره ستنه ویستله او دا ځل یې له دواړو ویستلې وه. خو د هغه کمال ښودنه پای ته رسیدلې وه او کور ته تللی و. الم دین به اونۍ کې یو ځل خپل کمال ښوده او ما نشو کولای تر بلې اونۍ انتظار وکړم.

کور ته لاړم، سپینه ارمونیي کاسه مې له اوړو ډکه کړه او نیغ د هغه په کور ور ننوتم. الم دین کټ کې ناست و. د نسوارو د قوتۍ په کوچنۍ او ګرده یې آینه کې یې مخ ته کتل. دسمال کې یې یو شی تاو کړی و او شیبه په شیبه یې پر مخ ایښوده.

څنګ ته یې ودریدم، ما ویل: الم دینه! کمال به راته ښیې.

الم دین ، هماغه شان د مخ په ټکور لګیا و او ویل یې: نه کیږي.

ما بیا ورته وویل، چې څنګه یې مخ راواړو او زما په لاس کې یې د اوړو ډکه کاسه ولیده، د نسوارو کوتۍ او دسمال یې کیښود. کله یې ډکې کاسې ته کتل او کله خپلو بچیانو ته چې زبیښلي رنګې ناست وو. یوه شیبه یې سر ځوړند نیولی و.

سترګې یې راپورته کړې، لورته یې غږ کړ: زما ستنه راوړه!

ستن یې را واخیسته، زمبر ته یې نږدې کړه، په تازه ټپ ور برابره شوه. وران وران شو او ستنه یې په مخ کې همداسې بنده پاتې شوه.

محمد نعمان دوست

جلال اباد، ثور — ۱۳۹۴

ـــ

(۱) یو ډول غرني واښه چې خلکو به ترې د فرش کار اخیسته

(۲) د اننګي او زنې تر منځ برخه

3 thoughts on “کمال (لنډه کیسه) محمد نعمان دوست”
  1. دوست صاحب سلام
    ستا لیکنو کی زړه دردونکی رازونه پراته وی ، لکه د غڼو جاله ، ریښتا چی د کمزورو نه زندانونه ډک دی ، ولی د زور خاوندانو ته د پولیسو مسؤلین ، څارنوالان ، قاضیان او نور دولتی چارواکی د احترام لپاره کور ته ورځی . دغه ظالمان که د دولت او بیت المال شتمنی لوټ کوی او یا دبی چاره افغانانو ژوند دپودرو او یا نورو نشيي توکو په خرڅ تبا کوی هیڅ پروا يي نلری…. دهغه چا به څه ووایو چی دیو مړۍ ډوډۍ د حصول په موخه د خپل خوږ وجود سخت دردونه ګالی، او د زمانی د ناروا خاوندانان ورته د حقارت او مسخری په سترګو ګوری…… بس

ځواب ورکول habib ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *