تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه سرچینه وايي چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکو د انتخاباتو د پایلو د ځنډولو لپاره نوې غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه وروسته له دې وشوه چې نړیوالو حارونکو او د رایو شمېرل شویو پایلو حرګنده کړه چې د انتخاباتو په پایلو کې د پام وړ بدلون نه راځي او اشرف غني احمدزي وویل چې واک له چا سره نه ویشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې، د نوم د نه څرګندېدو په شرط نن تاند ته وویل چې د عبدالله عبدالله ټیم د ۳ زره محلونو د ټولو رایو د بیا شمېرلو او تفتیش غوښتنه کړې او د دې په مقابل کې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم هم د ورته شمېر محلونو د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې ده.

سرچینې وویل، د دغو۶ زره محلونو د رایو بیا شمېرلو ته دوې اوونۍ پکار دي، حال دا چې د دوی ضرب الاجل یا د رایو د پایلو د اعلانولو د وروستۍ نېټې لپاره دوې اوونۍ پاتې دي.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور وايي چې د کاندیدانو د اصرار په صورت کې ښايي دوی سر له سبا د دغو شپږ زره محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند او نورو سرچینو په وینا که یې دا کار کاوه نو له دې جلا به د رایو پیل شوې پروسه او دغه راز د رایو د ابطال لړۍ دوام وکړي.

په عین وخت کې د ملي وحدت د حکومت په اړه د دواړو انتخاباتي ټیمونو د کمیسیونونو ترمنځ خبرې دوام لري.

د دوی د خبرو زیات تمرکز د اجرايي ریاست د واک او صلاحیت د څرګندولو په باب دی.

عبدالله عبدالله، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري، اصرار کوي چې د اجرايي چارو د رييس واک زیات وي.

عبدالله او د ده ټیم اندېښنه لري چې د اجرايي چارو رييس، چې په اساسي قانون کې نشته، او له بلې خوا یو انتصابي پوسټ دی نه انتخابي، ښايي د کرزي د حکومت د سروزیر یا ارشد وزیر په شان تشریفاتي چوکۍ وي.

0 thoughts on “کمیسیون: عبدالله عبدالله د انتخاباتو د پایلو د ځنډولو لپاره نوې غوښتنه کړې”
  1. دانتخاباتو دمستقل رياست خخه هيله كيزي كوم قانوني صلاحيت جه أساسي قانون اونورو مطروحه قوانينو دركري بدون له كومي هيري او بيمه دخبل قانوني صلاحيت سره بلي كري نور دكانديداتوري دنوماندو دغر او فش خخه مه هيريزي د ملت تول أطباع دوه ستركي ستاسي تصميم ته به لاره دي دا نورد توكو تكالو كار نه دي جه دغيري قانوني انتصابي قدرت لاسته راورلو د بار ه دا رنكارنك بهاني شندي كري

  2. که چیری د ملی وحدت حکومت جوړ شی نو بیا عبدالله نور د اپوزیسیون دعوه نشی کولای ، ځکه دی به هم د همدی حکومت د اجرایی چارو رییس وی، او اپوزیسیون به نو خامخواه اسلامی حزب او طالبان پاته شی. داسی نشی کیدای چی غازی ، هم شهید او هم صحی سلامت به دی وی.

  3. Feyker kom chey da ba de patey 15000 sandequnu tsekha de 6000 (3000+3000)raibaksuno intekhabi taftish wi aw perosa ba pe total 14000 (8000+6000) raibaksuno pe taftish pai ta weraseygi.

  4. زه ټولو دوستانو څخه هيله لرم چي دجلا لزی صاحب خبری تايد او په يو غږ دټاکنو دکميسيون څخه وغواړی چي دټاکنوشمير نه نوره د عبدالله دفرمايش پر اساس ونه ځنډه وی دا دملت دښمنان (د نظار شورا )په دی مظلوم ملت زړه نه سوزه وی چي يوبيچاره ،مظلوم انسان دخپل اولاد ورځينی نفقه څنګه برا بره وی.أيا دوی فکر کړی او خبر دی چي دخوراکی ټوکو دبازار بيه په کوم حالت کی دی نخير دوی فقط دمقام اوجلال وږی او تږی دی اوبس، نو ټول ملت چي هر کانديد ته يي رايه کاره ولی د قانون دپلی کيدو څخه په دفاع دټاکنو دکميسيون ملاتړ وکړی تر څو کميسيون په خپل وخت ګټونکی جمهور ريس داکثريت په درلودو سره دافغا نستان خلکو ته اعلان کړی.او دکميسيون څخه په کلکه دفاع وکړی،.کامياب اوسي

  5. سلامونه اودرناوی .-تیروترخوتجروبوداشودلې دی چه ددې قدرت لیونیانواودارګ مجنونانوباندی هیخ باورنشته که هرخه وکری چه دوی به قدرت کی شامل نه وی کله به کودتا کوی کله به ارګ به زورنیسې کله غرونو ته خیږی کاشکی داکمیسیونونه رشتیا مستقل باجراته واې نوتراوسه بوری به نتیجې اعلان شوی وای هره ورخ نوی بهانه۰اوجنجال۰۰ دمګروملتوتاریخ کی جنجالی تاکنی دافغانستان دی ۰که خه هم دملی وحدت حکومت نه بلکه دملی مصیبت حکومت به وی ۰دقدرت ویشل به خبلومنخوکی هیخکله نه دادهیوادبه خیرنه دی۰قربانی به یی افغان وولس وی۰۰۰دیردشرم اوافسوس خای دی۰ملت دتل متحد ووسی۰۰
    نیک هدایت

  6. زما په اند نور باید د کاندیدانو فرمایشونه ونه منل شی اودانتخاباتو خپل واک کمیسون دی بدون له کومه ډار او ترس نه د ملی ګټو په .پام کی نیولو سره کار وکړی ځکه ټول ملت د انتخاباتو پایلو ته سترګی په لار ده څومره چی ځنډیږی هغومره خنډونه ډیریږی

  7. زما په اند نور باید د کاندیدانو فرمایشونه ونه منل شی اودانتخاباتو خپل واک کمیسون دی بدون له کومه ډار او ترس نه د ملی ګټو په …پام کی نیولو سره کار وکړی ځکه ټول ملت د انتخاباتو پایلو ته سترګی په لار ده څومره چی ځنډیږی هغومره خنډونه ډیریږی

ځواب ورکول Naik ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *