تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، له نن یکشنبې څخه پیلېدونکې د پاتې ۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه به په دریو ورځو کې بشپړه کړي.

د ټاکنو کمېسیون غړی اورنګزیب تاند ته په یو تلیفوني تماس کې ومنله چې د ثبات او همپالنې ډلې په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړې او نن یکشنبه په پنجشېر، جوزجان، بغلان، سرپل، فاریاب، تخار او بدخشان کې د د ۱۴۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنه پيلېږي.

  نوموړی وايي، دوی د رایو بیا شمېرنې ته پوره اماده ګي لري او تخنیکي ټیمونه یې دغو ولایتونو ته استولي دي چې د دریو ورځو په ترڅ کې به خپل کارونه بشپړ کړي.

 نوموړي ویلي، د دغو اووه ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې له بشپړېدو سره سم به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

 خو د ثبات او همپالنې د ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وايي، کمېسیون به د ۳۰۰ زره تقلبي رایو په اړه تصمیم نیسي بیا به پایلې اعلانېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار ډلګۍ بیا په اووه ولایتونو  کې د رایو د بیا شمېرنې پروسه تحریم کړې ده.

2 thoughts on “کمېسیون: ۳ ورځو کې د ۷ ولایتونو رایې شمېرو، نتیجه هم ژر اعلانوو”
  1. یو د ټاکنو کمیسیون او یو په قطر کی د سولی چارو کی مسول خلیلزاد او طالبانو د همغه شپونکی قیصی شروع کړی چی هله لیوه راغی رمه یی وخوړه مګر چی ګورو سبا هیڅ هم نه وی ډیر د شرم وړ ځای دی چی ۲ میلیونه رایی باندی څه باندی ۲ میاشتی وخت نیول کیږی

    او سولی په اړه جوړ شوی او امضا ته اماده تړون لیک باندی بیا بیا تقریبا لس ورځی تیریږی او خلیلزاد بیا بیا پاکستان ته منډی وهی مګر اوس ولس ته روښانه شوو چی یو وخت کرزی ویل چی د سولی کیلی د امریکا او پاکستان په لاس کی ده مګر چی اوس ګورو په رښتیا د پاکستان او امریکا په لاس کی ده چی د پردی شاته برتانیه مستقیم لاس ده او ځانګړی ډول د یهودانو چی غواړی په مسلمانانو باندی داسی حالت راولی چی لاریون کولو او خپل نظر څرګندولو ته یی هم نه پریږدی ځکه د طالب څخه بغیر دلته یی داعش او ۲۱ ډلو خبرونه بیا بیا تکراروی ، درحالیکه چی امریکا دلته راتلله تنها د القاعده او طالبانو خبرونه کیدل مګر تر اوسه چا پوښتنه ونکړه چی د ناټو او ایساف او افغان ځواکونو په شتون سره سره دا جنګی ډلی ورځ تر بلی پیاوړی کیږی مګر مهار کیږی نه؟

    امریکا چین او برتانیه او روسیه پدی ښه پوهیږی چی د افغانستان په ناامنی او افغان وژنه کی د پنجاب مستقیم لاس دی مګر پر پاکستان پوځ او استخباراتو باندی د سپاه پاسدارنو د ایران په شان بندیز نه نیول کیږی
    کچیری سوله د افغانستان لپاره وی او د ولس غوښتنه وی نو امریکایان ولی بیا بیا پاکستان منډی وهی او له دوی مرسته غواړی، آیا د طالبان رښتیا په ۵۰ یا ۷۵ سلنه خاوره د افغانستان باندی مکمل حاکمیت لری نو ولی په هغه ځای کی چی مکمل واک او اختیار لری د سولی خبری مخی ته نه بیایی او کباب په ځای خپل شړومبی او پیازو سره سوله نه راولی چی ځی بیا قطر په لوړ قیمته هوټلونو او رستوارنتونو کی لوړه قیمت غذا او کباب او پیپسی ګانی څښی

    دوی هم پوهیږی که هر څومره افغان ولس ووژنو څوک پوښتنه را څخه نشی کولی ځکه همدی د ربانی ډلی (شورای نظار ډلی) ، ګلبدین او سیاف او دوستم څومره ولس وواژه مګر ددی پر ځای چی محاکمه شی د دولت له لوړو امتیازاتو دوی او دوی اولادونه برخمن دی مګر د غریب اولاد ته څوک په دولتی چوکاټ کی دنده هم نه ورکوی

    یوه ورځ همدغه طالبان به د ګلبدین او ربانی او سیاف په شان په لوړو څوکیو دندی سرته وړی مګر افسوس د هغه چا په حال چی د دوی په امر یی د خپل هیواد بچیان بی اوره کباب کړل او رڼا ورځ یی ورباندی توره شپه کړ
    او د خپل ولس او کلی بچی یی له زده کړی او پوهاوی څخه بی برخی کړل

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *