تېرې دوې ورځې د کندهار لپاره د زیات اقتصادي اهمیت وړ وې، چې په ترڅ کې يې په لومړۍ ورځ د ایران او افغانستان د حکومتونو په تفاهم په کندهار کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو ګډ لومړنی نندارتون پیل او د دواړو هېوادونو د ملي سوداګرو تر منځ پراخې هر اړخیزې لیدنې او ژمنې وسوې.
په دې نندارتون کي د یادو دواړو هېوادونو د بېلابېلو تولیدي فابریکو توکي نندارې ته ایښودل سوي، چې د ورځنیو اړتیا وړ توکو نېولې، تر خوراکي او نورو هر ډول توکو پورې پکې ایښودل سوی او لا هم نن دریمه ورځ دې ګډ نندارتون ته په زیاته کچه لیدونکي را روان دي. د کندهار اوسېدونکو ته له ایران سره د تولیداتو د دې ګډ نندارتون جوړېدل په زړه پورې کار ښکاري او دوی له ګاونډي ایران سره د ورته اړیکو تر شا د هېواد راتلونکی د هیلو ډک ویني او په همدې اسره په دې نندارتون کې د توقع خلاف زیات شمېر کسان برخه اخلي.
Kandahar
ښاریان د هېواد د اقتصادي غوړېدا او د ستونزو له خلاصېدا په پار د خپلو فابریکو او کارخونو توکو په لیدو د یوه پر پښو ولاړ او اقتصادي پیاوړي هېواد د اوسېدونکو په توګه ځانونه د تمدن او مدنیت خاوندان ګڼي او غواړي د ګاونډیو په څېر دوی هم د اقتصادي ځواکمنتیا په لوړ حد کې ځای ولري.
د اقتصاد پوهانو په اند د مملکتونو تر منځ ګډې اړیکې، ګډ نندارتونه او نور ورته ګامونه د هېوادونو تولیداتي توکو ته په بازار موندنه او تر نړیوالو بازارونو په رسولو کې زښت زیات اهمیت لري. کندهار همدارنګه تېره ورځ د ترکیې او افغانستان د پراخو اړیکو د یوه بل باب د پرانیستو شاهد و، په دې ولایت کې د ترکیې هېواد د ویزې د ورکړې څانګه پرانیستل سوه، چې د زیات اقتصادي اهمیت لرونکې او د سوداګړۍ د پراختیا لپاره حیاتي ارزښت لري.
دې مراسمو ته د ترکیې سفیر علي سيډ اکین او د کندهار ولایتي چارواکو د وینا پر مهال یاده څانګه په تجارتي، سیاحتي او نورو برخو کې ترکیې ته د تلونکو هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو او سهولتونو رامنځته کوونکې یاده کړه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې ډېرې پخوانۍ او معاصرې یې د غازي امان الله خان د واکمنۍ له وخته وبللې.
Kandahar
غونډې ته وینا کوونکو له ترکیې وغوښتل، چې د سوېلي حوزې د وچې مېوې سواګرو ته د مېوې د معیاري بسته بندۍ طریقه وښیي، تر څو افغاني مېوه پر نړیوال معیار برابره او نړیوال بازار ومومي. د سوېلي حوزې سوداګرو او پانګه والو دغه راز له ترکیې هېواد څخه هیله وښوده، څو په کندهار کې د یوه مجهز روغتون جوړولو چارې پیل کړي، چې په مرسته به یې هېوادوال بهر ته له تلو راوګرځي او داواړو هېوادونو ته به زیاته مالي ګټه ورسېږي.
One thought on “کندهار، دوې ورځې او دوې سترې اقتصادي غونډې /عزت الله اميد”
  1. زړه پورې او له نیکو هیلو ډک خبر دی.
    دوه املایی غلطۍ چې د خبریال له خوا شویدي:
    سوداګړۍ = سوداګرۍ
    دې مراسمو ته د ترکیې سفیر علي سيډ اکین = علي سید اکین ، ځکه سید عربی کلیمه ده او په ترکي ژبه کې د ډ غږ نشته.
    د افغانستان دولت او خلک له ترکانو سره ګډمذهبی ، کلتوري ، سیاسی ، سیمه ییز علایق لري او د هغوي له اخلاصه تل متاثره شویدي.
    ترکانو د افغانستان په معاصر تاریخ کې زمونږ دهیواد په تعلیمي ، نظامي ، روغتیایی او ټولګتو پروژو کې بیدریغه او بې مطلبه همکاري کړیده. که افغانان له ترکانو نه په هره ساحه کې د رسمي او دولتي چوکاټ کې د همکارۍ غوښتنې وکړي بیځایه به نه وي.
    افغانان د خپلو ترکي سیالانو په ورورګلویزو اړیکو پراختیا کې کومه تیروتنه نه کوي.

ځواب ورکول سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *