له مخکني ولسمشر حامد کرزي څخه نېولې تر وزيرانو، واليانو او رييسانو پوري هرچا په دې پنځلس کاله کي له کندهاريانو سره دومره ژمني وکړې، چي اوس کندهاريان پر دولت بې باوره سوي او نور د ژمنو پرځای عملي کار غواړي.

په تيره لسيزه کي نه يوازي، له کندهاريانو سره کړي ژمني نه دي عملي سوي، بلکي لايې پر سر د ناامنيو مېچني ګرځېدلي، چي تراوسه هم کړيږي.

د کندهارناامني، د برېښنا نستوالی، کمزوری معارف، ستونزمنه کرهڼه، وران سړکونه، تړلي فابريکې، د مځکو غصب، اداري فساد،بيکاري، د خوراکي او غيري خوراکي شيانو لوړي بيي او د ځينو ادارو ځيني په رشوتونو کي تر غوږونو غرق مامورين او چارواکي اوس پرخپلو ځايونو ناست دي.

په تيرو کلونو کي، چي هر لوړ پوړی چاروواکی کندهارته راغلی، دلته يې له کندهاريانو سره دومره غوړي ژمني کړي، چي موږ يې په شمېرولو ستړي سوي يو، خو له سټيج څخه تر راکښته کيدو وروسته يې خپلي ټولي وعدې پرهغه سټېج له مايکرفونونو سره يوځای پرې ايښي او دوی کابل ته تشريف وړی دی.

نه بيا کندهار، کندهاريان او نه هم خپلي ژمني چاته په ياد سوي دي، دلته سړي ته هغه متل ورپه ياديږي، چي ( شپه تېره سوه خبره هېره سوه. )

روانه اوونۍ اشرف غني هم له ولسمشر کيدو څخه وروسته کندهارته په لومړي سفر کي د کندهاريانو د نيوکو او غوښتونکو په ځواب کي خورا زياتي ژمني وکړې او يادونه وکړه، هڅه به يې دا وي، چي د خپلو ژمنو پر لار د عملي چارو خواته ګامونه ګړندي کړي.

اشرف غني د کندهار د لمريزې برېښنا لپاره د لس ميلونو ډالرو وعده وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چي د برېښنا د اساسي رغوني لپاره بايد له هرمسجد څخه ږغ پورته سي.

کندهاريان به په غيري مستقيم ډول د برېښنا د رغولو په نامه د دولت د حمايت ږغ پورته کړي، خو د ږغ پورته کوونکو ساتنه د چا کار دی او څوک به يې په مسجد کي له وژلو وژغوري؟

په فساد د ککړو کسانو پرځای به کله او د چا په خوښه اصلي خادمان وټاکل سي؟ کندهاريان وايي، دلته هغه وخت سمون راتلای سي، چي ککړ کسان له دندو څخه د ګوښه کيدو سره سم د تاجکستان او دوبی(!) پرځای څارنوالۍ ته معرفي سي، ترڅو نوي کسان يې له سزاګانو څخه عبرت واخلي او فساد نوم له ياد نه کړي.

کندهاريان نور په ( ګوړه، ګوړه وايه! خوله به دي خوږه وي) صبر نه کوي ، له ولسمشرڅخه نيولې تر يوعادي مامور پوري له ټولو څخه د خپل حق حقونوغوښتنه کوي، ځکه کندهاريان هم د هيواد د نورو ولايتونو په څېر دهمدې نړېدلي هيواد ځورېدلي اوسيدونکي دي او ملي حق لري، چي په هيواد کي د سته امکاناتو څخه برخمن سي.

۱۱ – ۰۶ – ۲۰۱۵

2 thoughts on “کندهاريان د ژمنو عملي کېدل غواړي/ محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. ډیر ګران سپیڅلی ته سلام:

    ستاسو غوښتنو تر څنګ
    دغه ډیره مهمه ده چه ټول خاینین د قانون منګولو ته وسپارل سی .نه د خینانو منګولو ته.

ځواب ورکول Saleh Mohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *