خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۳-۱٧

کندهار، افغانستان- دشپږو هيوادونو افغانستان،قزاکستان، پاکستان، نيپال، عربي امارات او هندوستان کي هغه سيالۍ چې دبيولوژي،فزيک او رياضي مضامينو کي دهند دوست هيواد د نوي ډلي ښار په امينټي پوهنتون کي د١١٠ تنو زده کونکو ترمنځ په لاره اچول سوي وه ، دکندهار شاه حسين هوتک افغان ترک ليسي پنځو تنو زده کونکوچې ټول ديولسم  ټولګۍ زده کونکي دي دڅلورم مقام په تر لاسه کولو سره دسروزرو ،سپينو زرو او برنز مډالونه تر لاسه کړل .

په کندهارکي دافغان ترک ليسي مدير مراد تسون کندهار والي ته ديادي سيالۍ په اړه معلومات ورکړاوويل دافغانستان په سطحه ٦٤ تنه دافغان ترک دليسو زده کونکي په ياده سيالي کي برخه اخستي وه چې دکندهارزده کونکي ښه ځليدلي دي .

1ښاغلي مراد تسون په کندهار کي دشاه حسين هوتک ليسي په اړه او ديادي ليسي دنورو لاسته راوړنو په اړه کندهار والي ته معلومات ورکړ او هيله وښوده چې دافغان ترک ليسه تر دي هم ښه وځليږي او په راتلونکي کي نوري لاسته راوړني به هم ولري.

 ديادي ليسي مدير ديو شمير کسانو يادونه وکړه چي دپوهني په بهير کي لاسوهنه کوي چې ياد کار دپوهني نظم  دخنډ او ستونزو سره مخ کوي .

کندهاروالي ډاکټرهمايون عزيزي ديادي ليسي زده کونکو ته مبارکي وويل  اوزياته يې کړه د دوى کاميابي دافغانستان او خاصتاً دکندهار کاميابي ده او دجنوب غرب حوزې لپاره ډير دوياړ او افتخار ځاى دى او ياده بريا يې د يادي ليسي دزياراو هلوځلونتېجه وباله .

ښاغلي والي وويل : په ښونځيو کي ترقي او پيشرف ددې باعث کيږي چې نور زده کونکي هم تعليم ته مخه کړي ،او د هيواد راتلونکى ځوان نسل  ته سترګي په لار دي  دغه ځوانان دي چې خپل هيواد دتعليم په برکت په پښو دروي .

ښاغلي عزيزي وويل  ښونځۍ بايد دکيفيت په برخه کي تقويه سې او معارف رياست بايد په دي برخه کي مهم رول ولوبوي، هغه همدارنګه دافغان ترک دليسي مدير ته وويل چې دافغان ترک ليسي مسئولين دي درخصتيو په درو مياشتو کي ددرسي کيفيت په برخه کي  خپلي تجريبې دمعارف رياست سره شريکي کړي ، همدارنګه دخپلو تجربو تر څنګ دښه نظم ،ډسپلين، نظارت اوارزيابۍ په برخه کي هغه تجريبي شريکي کړي چي اوس مهال  په افغان ترک ليسه کي تطبيق کيږي .

ښاغلي والي وويل معارف اداره يوه غيرسياسي اداره ده او په هيڅ صورت سره چاته به اجازه ورنکړي چي دمعارف په چارو کي مداخله وکړي او په ياده اداره کي بايد اصول تطبيق سي .

One thought on “کندهاري زده کوونکي په هند کې د سرو مډالونه خپل کړل”
  1. Salamoonah;
    MashaALLAH. Afghan nawi zwanano , pa zangirre ddawl d`Afghan–Turk lesso ta d dder wyarr zaay dey. D` zlrrh la tal tszaxa mobarekiy wrrandy kawim.
    Luy KHODAY-TA~ALA de hewaad ki sulha rawveli che la zyate beryave ratlonku naslonu ta mo pa berxa shi. Aamien.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *