زه د کندهار نه یم خو په کندهار مې د خپل وطن د بلې هرې سیمې په څیرډیره خوا بدیږي. کندهار راباندې ګران دی یو ځل د هیواد د لوی لیکوال او ستر شخصیت پوهاند اکاډمیسن استاد عبدالشکور رشاد له جنازې سره تللی وم په کندهار کې مې د غرور او مصونیت عجیب احساس کاوه لکه ماشوم چې ویریدلی وي او بیا خپل نیکه په غیږ کې نیولی وي. هلته مې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه، علامه حبیبي او بینوا عظمت لید.

کندهار زما د وطن تاریخي افغانستان لومړنی پایتخت دی کندهار له پلازمینې وروسته د افغانستان دوهم ولایت دی. کندهار په تاریخي ارزښت سربیره زما دوطن یوه ښکلې سیمه ده د هیواد دنورو سیمو غوندې د هر افغان زړه دی.

خو کندهار مې په تیرو دولسو کلونو کې چې د ځینو نورو سیمو لپاره یې طلایي دوره بللی شو، ډیر ډیر وځوریده. زخمي شو، مظلوم شو، جګړو وران او خوار کړ، په ښکلو باغونو کې یې ماینونه وکرل شول. د بیا رغونې د تودو شعارونو په دوران کې ښکلی کندهار بیرته او بیا وران شو. زیاتره اوسیدونکي یې یا د جګړې په نتیجه کې شهیدان شول او یا په بیلابیل بهانو زندانونو ته ولاړل. له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د کندهار د خلکو د یوې لیدنې شاهد وم. په لیدنه کې یوه سړي عرض درلود چې زوی یې له زندانه ور خوشی شي. ددې سړي دوه نور زامن طالبانو شهیدان کړي وو،  بل یې امریکایانو په بګرام کې زنداني کړی و بس یو زوی ورپاتې و. د زوی د ورخوشي کیدو وس یې لکه چې ولسمشر هم نه درلود روښانه ځواب یې ترلاسه نه کړ. ولسمشر ته یې خپل ګریون څیري کړ په ځان کې ټول کالي یې وشکول.زما خو اوښکې نه دریدې. ولسمشر هم ډیر خواشینی شو،  ووت.  بیرته په ژړاندو سترګو ورته راغی خپل یوه ساتونکي ته یې امر وکړ چې دې سړي ته نوي کالي جوړ کړي.

ماته خو داسې ښکاري چې د لوی کندهار د نورو اوسیدونکو حال هم تر دې سپین ږیري ښه نه دی.  پر کندهار یو شمیر کسان زړه هم نه سوځوي.  د ځینو نورو سیمو اوسیدونکي خو آن کندهار  داسې یوه سیمه بولي چې امتیاز یې په لاس کې دی ځکه چې ولسمشر په نوم د کندهار د خوا دی او دې ته نه ګوري چې ټول واک د یوې ډلې په لاس کې ده، چې آن کندهار ته خو توجه څه چې سم نیت هم نه ورته لري. که ولسمشر ډیره لږه توجه هم کندهار ته کړې په حکومت کې د برلاسو ډلو له خوا پرې نیوکې شوې دی چې ګویا ولسمشر خپلې سیمې ته ډیره پاملرنه کوي.  ځینې خو لا دا هم وایي چې ولسشمر د کندهار دی نور نو کندهار څه غواړي، خو دې ته نه ګوري چې کندهاریانو ته ولسشمر چې کومه ګټه ورسولې ده. په نتیجه کې کندهار ورځ په ورځ پسې د ځوړتیا خواته تللی دی، نوتر بل هر چا لومړی کندهار بدلون ته اړتیا لري.

د کندهار خلکو د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې هم له ډیرو ستونزو سره سره ګډون وکړ. اوس چې د ولسمشري ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې یو په کار ده د کندهار غیرتي او باعزته ولس ښه فکر وکړي. تیر دولس کاله ښه وارزوي. له دې حالته د راوتلو دروازه پیدا کړي. د بل هر افغان په څیر د کندهار خلک هم مثبت بدلون ته اړتیا لري.  د کندهار خلک باید پخپله د کندهار غمیزه پای ته ورسوي. سره له دې چې هر افغان د کندهار غمیزه خپل غم بولي خو دا پخپله د لوی کندهار وګړي دي چې باید د دې سیمې د ژغورنې لپاره راپاڅیږي.

کندهار د افغانستان په تاریخ کې  تل دا هیواد له کړکیچونو را ایستلی دی. پرون که د تورې وخت و کندهار د افغانستان ناجي و او د هر افغان سترګې دې لور ته وې،  نن چې ولسواکي ده هم د هر افغان سترګې کندهار ته دي. لوی کندهارهم د تاریخي مخینې، هم له علمي او فرهنګي لحاظه اوهم  د نفوسو د شمیر له مخې دا وړتیا لري.

د کندهار حالت ته په پام سره که د کندهار خلک بدلون ونه غواړي نو څوک به یې غواړي دوی باید پخپل حالت یو ځل بیا غور وکړي کندهار هغو کسانو له اوسني بد حالت سره مخ کړی دی چې نن د عبدالله تر مشرۍ لاندې د همګرایي په ډله کې سره راټول شوي دي. د کندهار خلک باید له اوسنی کړکیچن حالت څخه د راوتو جدي هڅه وکړي. په دوهم پړاو ټاکنو کې باید په پراخه توګه ګډون وکړي او داسې چاته رایه ورکړي چې دوی او ټول وطن له اوسني حالته را وایستلای شي.

0 thoughts on “کندهار او دوهم پړاو ټاکنې/ جاوید ستومان”
  1. غیرت عزت و شهامت قندهاریان در تمام جهان مشهور است
    از احمد شاه بابا تا میرویس خان هوتک و از ملالی میوندی تا نازو و زرغونه انا تمامی ایشان نمونه های غیروت و عبرت برای اشغالگران میباشد
    قندهار در طول سالها محل نا ارامی و بی قانونی بود
    لطفآ از ابا و اجداد خویش یاد گرفته این بار رای تان را درست و به شخص بدهید که حل اقل اسم لوی قندهار ما را دوباره زنده نماید
    شف شف نی شفتالو…. در بین انتخاب بد و بدتر اشرف غنی بد میباشد
    حال تصمیم در دست شما است که شما به بدتر که جناب عبدالله است رای میدهید یا به اشرف غنی
    در سیاست همین طور است… دوستان عزیز اگر اشرف غنی دوستم یا دیگر از اعضای شورا نظار را برای برنده شدن در پهلوی خویش قرار دادن تشویش نکنید..
    برای گرفتن ماهی ماهیگیر هم یک کرم که بسیار بدبوی میباشد با دستان خویش در حلقه ای سیم بسته میکند…
    کمی از عقلتان کار بگیرد
    سالهای 1992 الی 1994 را از یاد نکشید

ځواب ورکول Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *