د کندهار والي ښاغلی عزیزي

کندهار ښاريان په دې خوښ دي، چي والي ډاکټرهمايون عزيزي په دې وروستيو کي د برېښنا او سړکونو د رغيدو لپاره هلي ځلي ګړندۍ کړي دي.

ولسوالانو ته يې پوره واک ورکړی، چي په خپلو ولسواليو کي د ښې حکومتولۍ او له خلکو سره د ښه چلند لمن نوره هم پراخه کړي.

د رياستونو راپورونه، وړانديزونه او ستونزي اوري، په درغليو ککړو کسانو ته ګواښ کوي، چي خپل ځانونه اصلاح او که اصلاح نه سي، څارنوالۍ ته معرفي کيږي، چي ځيني کسان يې معرفي کړي هم دي.

کندهاريان د هرريښتني کارګرچارواکي ترشا ولاړ دي او دا د ځان نېکمرغي ګڼي، چي ددغسي چارواکو تر واک لاندي ژوند کوي.

په ښاراو ولسواليو کي عام ولس د ولايتي چارواکو وروستۍ هلي ځلي ستايي، خو داچي کندهار د تيرو ناخوالو او ناامنيو له امله سخت تاوان ليدلی، نو خلک غواړي، چي ددغه ولايت په يوه ياڅو برخو کي د هلو ځلو پرځای په کار ده، چي هري برخي ته يې ژور غور وسي .

کندهاريان وايي، د هر رياست له مسؤلينو او مهمو کارکوونکو سره سم حساب او کتاب په کار دی، يوازي د نمايش لپاره د يو کمزوري رياست مسؤلين څارنوالۍ ته معرفي کول ګټه نه کوي.

کندهاريان غواړي، چي له ښاروالۍ رياست څخه رانيولې تر ګمرک، مستوفيت، عدلي او قضايي څانګو او نورو عوايد لرونکو رياستونو مخ ته د عريضه په لاس خلکو ستونزي وپوښتل سي، چي څه غواړي او ولي يې کارونه ځنډيږي؟

کندهاريان له خپل والي ښاغلي عزيزي څخه هيله کوي، چي د ملکي ادارو ترڅنګ د امنيتي ادارو له حاله هم ځان خبر کړي، هلته هم په کره ډول پوښتنه وکړي، چي حالت څنګه دی او څه کول په کار دي؟

خلک وايي، له رياستونو څخه د څارني پرمهال يوازي د رياستونو د حاضرۍ په کتاب کي د( وکتل سو) جمله کفايت نه کوي، بلکي د هري ملکي او نظامي ادارې مسؤلينو، چي د خلکو ستونزي د خپل مسؤليت له مخي اورېدلي وي بايد مکافات او که کومي ادارې يا په اداره کي ځيني کسانو خپل وخت عبث تېر کړی وي مجازات کړل سي.

ډاکټرهمايون عزيزي صاحب ! تاسي ته تر لمر سپينه معلومه ده، په کومه اداره کي، چي مکافات او مجازات نه وي، هلته د پرمختګ او د خلکو خدمت يوازي د خوب ليدل دي.

تر دې ګړيه کندهاريان ستاسي له کارونو خوښ دي، که غواړې، چي همداسي خوښ پاته سي، نو يوازي په ولايت مقام کي د يوڅو تنو خبرې د کاڼي کرښي مه ګڼئ، بلکي د هغه چا خبري هم واوره، چي ټوله ورځ تر سره لمر لاندي د روزانه مزدورۍ لپاره ولاړ دی، خو له يوې اوونۍ راهيسي يې يوه ورځ هم کار نه دی پيداکړی.

والي صاحب ! يوه ورځ، خو دهغه موچي، رېړۍ چلوونکی، عادي پوليس، بزګر، په ميرويس روغتون کي پروت ناروغ، کونډه، يتيم، مسکين او بالاخره دهغه اوياکلن سپين ږيری، چي ټوله ورځ په ښارکي په پښو ګرځي اخبارونه خرڅوي له حاله هم ځان خبر کړه، چي کومه ستونزي لري او له تاڅخه څه غواړي؟

ښاغلی والي صاحب ! تاسي هغه وخت بريالي ياست، چي د کندهاريانو د سرونو پرځای ، ددوی پر زړونو حکومت وکړی او له دې لاري خپل مسؤليت رفع کړی.

که تاسي پام کړی وي، کندهار ته ډېر واليان راغلي او له وخت پوره کيدو سره سم بيرته تللي او د ځينو واليانو نومونه لاهم دخلکو هېر دي، خو ځيني داسي واليانو هم دلته وظيفه اجراء کړې ده، چي لاتراوسه د کندهاريانو په زړونو کي ځای لري او نومونه يې په ډېر احترام يادوي.

نو تاسي ته هم په کار ده، چي د هغوی (کار، ولس او هيواد ته د ژمن واليانو )لارتعقيب او د خلکو په زړونو کي ځان ته کور پيدا کړی، چي دا به مو ستر برياليتوب وي.

———————-

دغه ليکنه د (سموون اونيزي ) په ۷۳ ګڼه کي هم خپره سوې ده

25 – 06 – 2015

One thought on “کندهار والي ته !! / محمد ابراهیم سپېڅلی”

ځواب ورکول کشمالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *