په کندهار کې د کرنیز پوهنتون د پرانستې پرمهال ولسمشر کرزي د پردې شاته یو بل کوښښ دا وکړ، چې له څو مشخصو قومي مشرانو او مخورو سره د زړه خبره شريکه کړي. دا خبره د قيوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ په واحد انتخاب د خلکو راټولولو لپاره وه.

د ولسمشر تر ټولو غټ شواخون له دوو نورو کرزيانو سره پهلواني ده، په داسې حالاتو کې چې د سیاسي مشرتابه ټاکنې لپاره افغانستان په بيخي ناڅرګند لوري روان دی، په صحنه کې د قيوم لوبېدل نه د یو ولسمشر په توګه د حامد کرزي اهدافو ته ګټور دي، او نه د یو داسې کرزي لپاره چې د ولایتي‌ وطنداران یې په میراثي ډول د واک په  انحصار باور لري.

ولسمشر له امريکا سره د ډیموکراسۍ په ناندریو سر دی، دې کې شک نشته چې کرزي په ديموکراسۍ د زړه له تله خپل باور سره امريکایان درې ځلې دېوال ته ودرول او حیران یې کړل. لومړی ځل، چې په تېرو ټاکنو کې امريکایانو د یونما په خوله د ټاکنو لپاره دریم مهال انتخاب کړ او کرزي د قانون په درناوي‌ ټينګار وکړ او عملي یې هم کړ، دویم ځل چې د شعیه ګانو د کورنيو حالاتو قانون یې وځنډاوه او د بیا غور لپاره یې دیموکراتيک اصول تر مصلحتونو وړاندې وشمېرل او دريم ځل په وروستيو کې د مېرمنو په هکله د هغه قانون په مقابل کې د عدليې د بیا مداخلې په غوښتنې سره چې یو میړه ته یې د څو ښځو د نکاح او اجباري کوروالي اجازه ورکوله.

هغه ډيموکراسي چې امريکايان او لوديځ یې په افغانستان کې لابي کوي، د امريکا په رول ماډل ښار کې هم نشته، البته چې خپله هم ورباندې باور نلري، خو د ولسمشر د تګلارو د کاواکه کولو او د کمزورتيا د ټکو په توګه یې بیا بیا ورڅخه استفاده کړې ده. اوس د دیموکراسۍ پر وړاندې  ولسمشر کرزی له همداسې یو مجبوریت سره مخ دی، چې خوږ ګوته یې د امريکا له خروار ډبرې لاندې شوې او دا ګوته په هنر نه رایستل کېدای شي، دا خبره د لوديځو رسنیو د بمبار په زړه کې د یوازې شوي ولسمشر کرزي د ورور انتخاباتي صحنې ته رادانګل دي.

ولسمشر کرزی په ډیموکراسۍ حتی پل ایښودو ته تیار شوی، خو که وکولای شي، د دیموکراسۍ یو بل ګام لږ سم واخستل شي. ورور یې د افغانستان د یو تبعه په توګه د نوماندۍ حق لرلی شي، خو پر وړاندې یې داهم مهمه ده، چې دا به د ولسمشر اهدافوته یو خنډ وي، خنډ به قیوم کرزی نه وي، خو د ولسمشر د پټو اهدافو له ډلې د قیوم کرزي نوماندي به کرزی غلطه ثابته نکړای شي او یا به له کورنۍ مقابلې عاجز شي.

کندهار پرته له شکه یوار بیا د زلمي رسول او قیوم کرزي ترمنځ ټاکونکی رول لوبولای شي، هغه رول چې خلک ورته کېنګ مېکر رول وايي. دا د ولسمشر وروستۍ هڅه ده، چې قیوم کرزی له ټاکنيز کمپاینه راستون کړي، تردې وړاندې هم په شخصي ناستو، جرګو مرکو کې او د دريم ګړو په مرسته ولسمشر له خپل وروره غوښتي چې له نوماندۍ را پر شا شي، خو تاثير یې ندی لرلی.

پرون په کانټيننټل کې د زلمي رسول او قيوم کرزي د پلويانو او مطرح کمپاینرانو ترمنځ یوه جرګه ګۍ رابلل شوې وه، چې د دواړو د متناسبې ونډې استازيتوب یې کاوه، سرچينې وايي، دغه غونډې ته وړانديز وشو، چې د زلمي رسول او قيوم کرزي ترمنځ په یوه کاندید ګوته کېږدي او دویم کس همهغه ته له نوماندۍ تېر شي.

جرګې د رايې کارونې په ذریعه د توقع خلاف پريکړه کړې ده، د قيوم کرزي د رایو سلنه۸۰ ته رسېدلې ده، هغه څه چې د ولسمشر د انتظار خلاف زلمی رسول قیوم کرزي ته سلامي‌ کوي.

سرچينه وايي، د پریکړې لپاره جرګې وخت غوښتی او تېره شپه هم د یادو استازو ترمنځ په واحد غورواي خبرې وشوې. ددې مانا داده چې د کمپاینرانو او دواړو نوماندانو د نظریو د سملاسي درناوي ځای یو تحميل شوي‌ فرمایش نیولی دی.

وروستي ‌معلومات په ډاګه کوي، چې د قیوم کرزي پلویان له دې وضعیت څخه په بشپړه توګه خوابدي کېدای شي او د خپل برخليک په اړه دريم انتخاب ته د پنا وړلو امکان یې زیاتيږي.

ډیری شنونکي د ډیرو کاندیدانو ترمنځ د واحد غورواوي په تګلاره او هلو ځلو باور لري خو په ولسمشر کرزي نیوکه کوي، چې باید یې ددې هدف لپاره په صحنه کې د زلمي رسول په څېر یو کمزوری سیاستوال درولی نه وای.

7 thoughts on “کندهار په چا پسې ځي؟ – اباسين بریال”
  1. اي كاش چي ولسمشر كرزي د اشرف غني احمدزي قدرت ته د راتگ پر سر تينگار درلود چي پدي سره به د عامو خلكو حمايت هم له زانه سره درلود

  2. زما طمع خو دا وه سي ولسمشر به دافغانستان ته يو شان د عزت فه نظر كوي خو داسي معلوميزي سي همغه كليوال ذهنيت لري د يو ملي كريكتر د رول د لوبولو ظرفيت نلري همهغه د كندهاريتوب ناري وهي نو ته و خداي دا زلمي او قيوم د رياست جمهوري لياقت لري؟ كه كرزي دا كندهاريتوب كوي نو هر با وجدانه افغان دي خداي ووهي سي نور به نه متوجه كيزي موز خو د كرزي د رياست جمهوري لفاره وينه هم دريغ نكره دي مو ريس جمهور كر اوس دومره تنك نظري سوي كه دي دا كارونه كوي موز به بي غيرته يو كه بيا هم داسي يو تنك نظري كليوال متعصب ته رايه وركو

  3. د کندهار او یا د افغانستان نور ولسونه که د افغانستان ستونزی په نظر کی ونه ساتی او سمت پرستی پسی ولاړ شی دا به یی لویه
    تیر وتنه وی.کندهاریانو ته پکار ده چی د افغانستان واقیتونه په نظر کی ولری او داسی چاته رایی ورکړی چی هغه شخص د
    افغانستان مشکل له منځه وړلی شی، نه دا چی نور مشکلات جوړ کړی.قیوم کرزی او رسول زلمی دواړه د افغانستان لپاره نه کوم پروګرام لری او نه د دی وړتیا لری چی کوم پروګرام او یا پلان به جوو کړای شی او دا دواړه قیوم او زلمبی بی ژبی او بی بانکو مرغان دی چی هیڅ هم نه شی کولای.
    افغانستان یو قوی، پوه او زړور لیډر ته اړتیا لری چی د افغانستان دا شته ستونزی حل کړی او د ولسونو تر منځ او بیا د ولس او حکومت تر منځ چی کوم واټن پیدا شوی دی را لنډ او له منځه یوسی
    . د راتلونکی کال په ۱۱ د ولسمشرۍ کاندیدانو کی دا ظرفیت یوازی او یوازی په ډاکټر اشرف غنی کی لیدل کیږی. هم پوه لری، هم تجروبه او هم د کار کولو وړتیا لری. نو نه یوازی کنداریان بلکی د ټولو افغانانو لپاره پکار ده چی د اشرف غنی وملاتړ وکړی

  4. د کندهار او یا د افغانستان نور ولسونه که د افغانستان ستونزی په نظر کی ونه ساتی او سمت پرستی پسی ولاړ شی دا به یی لویه
    تیر وتنه وی.کندهاریانو ته پکار ده چی د افغانستان واقیتونه په نظر کی ولری او داسی چاته رایی ورکړی چی هغه شخص د
    افغانستان مشکل له منځه وړلی شی، نه دا چی نور مشکلات جوړ کړی.قیوم کرزی او رسول زلمی دواړه د افغانستان لپاره نه کوم پروګرام لری او نه د دی وړتیا لری چی کوم پروګرام او یا پلان به جوو کړای شی او دا دواړه قیوم او زلمبی بی ژبی او بی بانکو مرغان دی چی هیڅ هم نه شی کولای.
    افغانستان یو قوی، پوه او زړور لیډر ته اړتیا لری چی د افغانستان دا شته ستونزی حل کړی او د ولسونو تر منځ او بیا د ولس او حکومت تر منځ چی کوم واټن پیدا شوی دی را لنډ او له منځه یوسی
    . د راتلونکی کال په ۱۱ د ولسمشرۍ کاندیدانو کی دا ظرفیت یوازی او یوازی په ډاکټر اشرف غنی کی لیدل کیږی. هم پوه لری، هم تجروبه او هم د کار کولو وړتیا لری. نو نه یوازی کنداریان بلکی د ټولو افغانانو لپاره پکار ده چی د اشرف غنی وملاتړ وکړی

  5. سباوونه ته په سیاست هیڅ اګاه نه یې کرزي که کندهاریتوب کولای اوس به افغانستان ګل او ګلزار وای، لوی کندهار به په دغه اندازه نه وای ځپل سوی. کرزي به اوس د زلمي رسول پر ځای خپل ورور ټاکلی وای.
    کرزی اصلاً نه کندهاریتوب کوي، نه پښتنولي او نه د وطن په ګټه ګام اخلي کرزي ته خپلو واک او مقام مزه ورکوي، کرزي د دې له پاره ټول پښتانه قربان کړل، کرزی اوس هم په خپله ګټه پسې دی هغه دا چي د پردې شاته به افغانستان بیا د ده په لاس کي وي.
    سباون ګله تعصبي خبري مه کوه ځکه دا ډېر ستر بېلتونونه راولي.

  6. زنده باد درانیان چی همیشه قدرت په لاس کی اخیستی دی…..
    زنده باد زلمی رسول صاحب د افغانستان راتلونکی رئیس جمهور!

ځواب ورکول Homayon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *